جبل السراج سیمنټو دویمې فابریکې عملي چارو پیل ته د محترم ملا صاحب وینا

الحمدلله و کفی و سلام علی عباده الذین اصطفی، اما بعد!

فاعوذ بالله من الشیطان الرجیم،     

بسم الله الرحمن الرحیم

قال الله تعالی: وَعَلَّمْناهُ صَنْعَةَ لَبُوسٍ لَكُمْ لِتُحْصِنَكُمْ مِنْ بَأْسِكُمْ

د افغانستان اسلامي امارت محترمو مسوولینو، مجاهدینو، د رسنیو استازو او محترمو مېلمنو!

السلام علیکم و رحمة الله وبرکاته!

نن ورځ د خوښۍ او ویاړ یوه بله مهمه ورځ ده چې د جبل السراج د سمنټو د دویمې سترې تولیدي فابریکې د جوړېدو چارې په رسمي ډول پیلوو. دا پروژه یوازې د یوې فابریکې بنسټ نه دی، بلکې د افغانستان د صنعتي ودې، اقتصادي خپلواکۍ، د کورني تولید د پیاوړتیا او د هېواد د راتلونکي سوکالۍ لپاره یو ستر ګام دی.

صنعت د هر هېواد د اقتصادي ځواک اساسي برخه ګڼل کېږي. هغه هېوادونه چې خپل صنعتي بنسټونه یې پیاوړي کړي، اقتصادي ثبات ترلاسه، تر څنګ یې د بېکارۍ په کمولو، د صادراتو په زیاتولو او د خلکو د ژوند د کچې په لوړولو کې یې هم سترې لاسته راوړنې لرلې دي.

افغانستان هم د طبیعي زیرمو، بشري ظرفیتونو او مناسب جغرافیایي موقعیت له اړخه د صنعتي پرمختګ لپاره پراخ امکانات لري. د اسلامي امارت اقتصادي پالیسۍ همدې موخې ته ځانګړې پاملرنه کړې او هڅه کوي چې هېواد له وارداتي اقتصاد څخه د تولید او صادراتو پر محور اقتصاد ته انتقال کړي.

سمنټ د هر هېواد د رغونې او بیارغونې له مهمو بنسټیزو موادو څخه شمېرل کېږي. سړکونه، پلونه، بندونه، تعلیمي او تحصیلي مرکزونه، روغتونونه، استوګنیز ښارګوټي او نورې پراختیایي پروژې ټول د سمنټو پر تولید او موجودیت ولاړې دي.

کله چې موږ په خپل هېواد کې د سمنټو تولید زیاتوو، نو له یوې خوا د وارداتو اړتیا راکمېږي، له هېواده د اسعارو د وتلو مخه نیول کېږي او له بلې خوا د  زرګونو هېوادوالو لپاره د کار زمینه برابریږي. همدارنګه د ملي عوایدو د زیاتوالي او اقتصادي دوران د چټکتیا سبب ګرځي.

د جبل السراج د سمنټو دغه دویمه ستره فابریکه به د هېواد د سمنټو د اړتیا د پوره کولو په برخه کې مهم رول ولوبوي او د افغانستان د صنعتي خودکفا کېدو پر لور به یو بل مهم ګام وي.

د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته په هېواد کې امنیت ټینګ سوی، د فساد کچه په بې ساري ډول راټیټه سوې، اداري چارې اسانه سوې او د پانګونې لپاره مناسب او ډاډمن چاپېریال رامنځته سوی دی.

هره فابریکه چې په افغانستان کې جوړیږي، سلګونه کورنیو ته د عاید زمینه برابروي، د هېواد اقتصاد پیاوړی کوي او زموږ د راتلونکو نسلونو لپاره د پرمختګ بنسټ ږدي.

اسلامي امارت له ټولو بهرنیو پانګوالو څخه غوښتنه او هرکلی یې کوي چې د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي سکټورونو کې پانګونه وکړي. اسلامي امارت د متقابل احترام، اقتصادي همکاریو او قانوني چوکاټونو په رڼا کې د سالمې او دوامدارې پانګونې بشپړ ملاتړ کوي.

اقتصادي پرمختګ یوازې د حکومت په هڅو نه رامنځته کېږي، بلکې حکومت، خصوصي سکټور او ولس باید په ګډه کار وکړي. که موږ خپل طبیعي منابع په سمه توګه مدیریت کړو، صنعت ته وده ورکړو او د تولید فرهنګ پیاوړی کړو، نو افغانستان به په سیمه کې پر یوه پیاوړي اقتصادي او صنعتي هېواد بدل سي.

په پای کې د جبل السراج د سمنټو د دویمې سترې تولیدي فابریکې ټولو مسوولینو، انجینرانو او کارکوونکو ته مبارکي وایم او هیله لرم چې دا پروژه په ټاکلي وخت، لوړ کیفیت او غوره معیارونو بشپړه سي او د هېواد د اقتصادي پرمختګ په تاریخ کې یو بل روښانه باب پرانیزي.

الله تعالی دې زموږ هېواد تل امن، آباد، سوکاله او پر ځان بسیا وساتي.

والسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته