د محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په حضور کې د شبرغان – الوان دښتې د ۵۰۰ کیلوولټه برېښنا مزي د پاتې چارو او همدارنګه د دشت الوان سب سټېشن د پراختیا پروژو د بشپړولو موافقتنامې لاسلیک شوې

dpmea_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۴ - ۱۳:۴۹
5U2A2322

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په حضور کې د افغانستان برېښنا شرکت او افغان انوېسټ خصوصي شرکت ترمنځ د شبرغان - دشت الوان د ۵۰۰ کیلوولټه مزي د پاتې چارو او همدارنګه د دشت الوان سب سټېشن د پراختیا پروژو د بشپړولو موافقتنامې لاسلیک شوې. د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال په همدې مناسبت جوړو شوو مراسمو ته وویل، د یو هېواد د اقتصادي ودې لپاره صنعت تر ټولو مهم دی، د نړۍ هغه هېوادونه چې له جګړو راوتلي او چټک اقتصادي پرمختګ یې کړی دی، اساسي لامل یې  د صنعت پرمختګ دی. محترم ملا صاحب زیاته کړه، د اسلامي امارت په راتګ سره افغانستان هم د صنعت په برخه کې د پام وړ پرمختګ کړی دی او لا هم هڅه کوي چې په هېواد کې د صنعتي پرمختګ لپاره هر ډول شرایط او زمینه برابر کړي، چې تر ټولو مهم یې برېښنا ده. محترم ملا صاحب د خپلو خبرو پر مهال زیاته کړه، له شبرغان څخه تر دشت الوان پورې د برېښنا دغه پروژه چې له افغان انوېسټ خصوصي شرکت سره یې قرارداد وشو، نه یوازې دا چې د هېواد صنعت ته به یې ګټه ورسېږي، بلکې په دې سره به افغانستان ته د سلګونو مېګاواټه برېښنا د انتقال زمینه برابره او په کلني ډول به لسګونه میلیونه ډالره سپما شي. د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ټولو ملي پانګوالو ته په خطاب کې وویل، اسلامي امارت تاسې ته د پانګونې هر ډول زمینه برابره کړې او بشپړ ملاتړ مو کوي، خو په خبره یې، تاسې باید خپلې کړې ژمنې په عمل کې ثابتې کړئ.   د غونډې په پای کې محترم ملا صاحب له قراردادي شرکت څخه وغوښتل څو یادې پروژې په پوره جدیت سره تعقیب او څومره ژر چې ممکنه وي، په ښه ډول یې بشپړې کړي.  د یادونې وړ ده چې افغان انوېسټ شرکت به د قرارداد له مخې د شبرغان – دشت الوان دښتې د ۵۰۰ کیلوولټ د برېښنا لین ۲۳.۷ سلنه پاتې چارې چې ۳۰۵.۱۷ کیلومتره اوږدوالی لري، په ټاکلي وخت بشپړوي. تر دې وړاندې د یاد لین ۷۶.۳ سلنه چارې بشپړې شوې دي. دغه راز قراردادي شرکت د الوان دښتې د ۵۰۰ کیلوولټ سب سټېشن د پراختیايي پاتې چارو د بشپړولو مسوولیت هم لري. دا پروژې به د قراردادي شرکت له لوري په دوو کلونو کې بشپړیږي چې ټولټال ۳۶ میلیونه ډالره لګښت پرې راځي. د افغانستان برېښنا شرکت به د شوې هوکړې د څارنې او ارزونې معیارونو له مخې د پروژو د تطبیق، تخنیکي او مالي چارو کره څارنه او ارزونه کوي. د یادو پروژو په بشپړېدو سره به له ترکمنستان څخه افغانستان ته د ارزانه او لوړ کیفیت برېښنا د رالېږد په برخه کې اسانتیاوې رامنځته شي، چې هېواد کې به د برېښنا د کمبود ستونزه تر ډېره حده حل کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۰:۵۸
Background image

د ښوونیزو زده کړو د خصوصي مرکزونو خدمات به معیاري او فیسونه به مناسب وټاکل شي

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د مرغومي میاشتې په ۲۲مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. دې غونډې ته د پوهنې وزارت اړوند د خصوصي زده کړو ریاست د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۴ - ۱۵:۴
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند: امن افغانستان د ټولو لپاره له اقتصادي او سیاسي پلوه لوی فرصت ګڼل کېږي، هېڅوک باید فرصتونه په تهدیدونو بدل نه کړي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن یکشنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د مرغومي میاشتې په ۱۴مه نېټه په کندهار ولایت کې د الجامعة الاسلامیة دارالعلوم کندهار د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۱ - ۱۱:۱
Background image

ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۱۸.۵ میلیارده افغانیو په لګښت ۲۹ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د مرغومي میاشتې په لسمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه. . .

BACK TO NEWS