د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د تخار ولایت له علماوو او قومي مشرانو سره وکتل
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن د روان لمریز کال د جدې میاشتې په ۱۳مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د تخار ولایت له علماوو او قومي مشرانو سره په لیدنه کې د هغوی ستونزې واورېدې.
د دغه لیدنې پر مهال د تخار علماوو او قومي مخورو خپلې ستونزې د ریاستالوزراء له اقتصادي مرستیال سره شریکې او د هغو د حل غوښتنه یې وکړه. محترم ملا عبدالغني برادر اخوند وویل، چې اسلامي امارت د ولس نظام دی، د ولس خدمت او ستونزو ته رسېدنه د اسلامي امارت د مسوولینو مسوولیت دی او په پوره اخلاص او صداقت سره یې ترسره کوي.
د تخار علماوو او قومي مشرانو په یاد ولایت کې د اسلامي امارت له لوري په بېلابېلو برخو کې د پرمختیايي کارونو ستاینه وکړه او ویې ویل، د دغو کارونو په ترسره کېدو سره تر ډېره حده د هېوادوالو ستونزې حل شوې او د نن ورځې په ناسته کې د مطرح شویو ستونزو په هوارېدو سره به د تخار ولایت ولسونو ته لا ښې اسانتیاوې رامنځته او له خدماتو به برخمن شي. په پای کې محترم ملا صاحب د شریکو شویو ستونزو د حل ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه، چې اړوندو ادارو ته به په دې اړه لازمې لارښوونې وکړي.