د ازبیکستان لومړي وزیر سره د لیدنې پر مهال د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال وینا

بسم الله الرحمن الرحيم

الحمد لله وكفى، وسلام على عباده الذين اصطفى؛

اما بعد!

د ازبیکستان جمهوریت صدراعظم جلالتمآب عبدالله عارف اف له هغه سره راغلو قدرمن وزیر صاحبانو او د هیئت نورو غړو!

السلام عليكم ورحمة الله و بركاته!

خپل دوهم کور افغانستان ته ښه راغلاست، ډېر هرکلی درته وایم، هر کله راشئ.

خوښ یم چې نن تاسې په ازاد او مستقل افغانستان کې وینم او د افغانستان او ازبیکستان پر اړيکو، سوداگرۍ او نورو اقتصادي مسايلو بحث سره کوو.

نن ښه فرصت دی چې د دواړو هېوادونو پر روابطو او اقتصادي موضوعاتو، په ځانگړي ډول د اوسپنې پټلۍ، برېښنا، سوداگريزو او ټرانزيتي او د وېزو اړوند مسایلو بحث کوو.

د ازبیکستان جمهوریت په نړیوال سټېج د افغانستان په اړه ښه موقف غوره کړی دی. اسلامي امارت د ازبیکستان د ولسمشـر جلالتمآب شوکت میرضیایوف د مثبت او واقعبینانه دريځ څخه مننه کوي او د دواړو هېوادونو تر منځ د همېشنيو ښو اړیکو غوښتونکی دی ازبیکستان هم د یو گاونډي ورور هېواد په توگه د افغانانو په زړه کې ځانگړی ځای او دیني کلتوري قومي او ژبني مشترکات سره لري چې دواړه ملتونه يو له بل سره تړي.

د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداگرۍ او ټرانزيټ د غوړېدو په موخه موږ څو ورځې وړاندې د نائب آباد د سب سټېشن افتتاح وکړه چې په اقتصادي ډگر کې د افغانستان او ازبیکستان لپاره ښه پرمختگ دی.

لکه څنگه چې تاسې ته معلومه ده، د افغانستان اسلامي امارت او ازبیکستان جمهوریت ترمنځ د اورگاډې پټلۍ له لارې هره ورځ په سلگونو واگونونه سوداگریز او ترانزيتي توکي د دواړو هېوادونو ترمنځ د رېل پټلۍ له لارې لېږدول کېږي او افغان ټرانس پروژه د همدې انتقالاتو او تجارت په رشد کې رغنده رول لري چې له امله به يې د سيمې لـه هېوادونو سره د تجارت په پراختیا کې د پام وړ زیاتوالی راسي له اسلامي جمهوري ازبیکستان څخه مو هيله ده چې دغې پروژې ته اهمیت او اولویت ورکړي او نوره د کاغذ پر مخ پاته نه شي.

اسلامي امارت د سُرخان - پلخمري - کابل د ۵۰۰ کیلو ولټ د هغې برېښنايي پروژې هرکلی کوي چې افغانستان ته غځول غواړي په دې سره به د ازبیکستان برېښنا افغانستان ته د اړتيا مطابق انتقال ومومي. خو له دې پروژې سره که ځینې سب سټېشنونه او لينونه ونه رغول شي، کېدلى شي د دې پروژې مؤثریت هومره نه وي څومره چې يې تمه کېږي ځکه چې له دغو سب سټېشنونو او لینونو پرته افغانستان د برېښنا د جذب لپاره اړینه زېربنا نه لري. د دې لپاره باید د ازبیکستان جمهوريت له افغانستان سره په لاندې پروژو کې همکاري وکړي:

۱ - سُرخان دښت الوان ۵۰۰ کیلو ولټ لین تمديدول؛

۲- د ارغندۍ سب سټېشن له ۴۰۰ مېگاولټ امپیره څخه ۱۲۰۰ میگاولټ امپیره ته لوړول؛

يادې پروژې که له یوې خوا تجارتي وده راولي له بلې خوا به د دواړه هېوادونو د سياسي او اقتصادي اړیکو په پراخۍ کې رغنده رول ولري. افغانستان تیار دی چې د افغانستان د برېښنا د جذب د ظرفیت لوړولو او د ازبیکستان د برېښنا اخيستلو لپاره له یاد هېواد سره په گډه کار وکړي.

لکه څنگه چې سویلي آسيا او له هغه طريقه خليج او عربي هېوادونو ته د ازبیکستان د صادراتو لپاره افغانستان د ټرانزيټ اسانتياوې رامنځته کړي دي، له ازبیکستان څخه هیله لرو چې د منځنۍ اسیا هېوادونو او روسيې ته د افغانستان د صادراتو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي تر څو افغاني توکي اړمن مارکېټ ته لاره پیدا کړي. په دې اړه زموږ وړاندیز دا دی چې راځئ دواړه لوري د تجارت او ټرانزيټ په لاره کې د خنډونو د لري کولو په موخه جامعې خبرې وکړو تر څو افغان توکي په ځانگړي ډول کرنیز محصولات د منځنۍ اسيا او روسیې مارکېټ ته لاره پیدا کړي او د جنوبي اسيا او عربي هېوادونو مارکېټونو ته د ازبکستان په صادراتو کې زیاتوالی راشي.

تېر کال د ولسمشـر له مرستیال ښاغلي جمشید خوجیوف سره د وېزو د ورکولو په اړه د مېکانیزم جوړولو يادونه سوې وه. هغه میکانیزم جوړ او ورسره شریک هم سو،  همداراز د ښاغلي محكموف او عصمت اقا ایرگاشوف سره په مجلسونو کې ازبیک لوري افغان تجارانو، د شرکتونو رئیسانو چې په ازبیکستان کې پانگونه کوي، سیاحانو او د تداوۍ لپاره مریضانو ته په دوو هفتو کې د وېزو د پيل يادونـه کړې وه چې تر اوسه دا موضوع هماغسې پاتې ده.  موږ هیله لرو چې د افغانانو لپاره د وېزو ستونزه حل او په دې اړه سوې ژمنې عملي شي. افغان سوداگرو ته د وېزو په صدور کې تسهیلات به وکولای شي د دواړو هېوادونو تر منځ سوداگري زیاته او يو عمده خنډ له منځه یوسي.

لکه څنګه چې څرگنده ده د ازبیکستان د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي بختیار سعیدوف کابل ته په خپل وروستي سفر کې څرگنده کړه چې تيار دي په تاشکند کې د افغانستان سفير ومني، افغانستان خپل سفير معرفي کړی دی هیله ده چې د هغه د کار د پیل په اړه د ازبیکستان له لوري پاتې کورنۍ چارې ترسره سي. افغانستان لېوال دی چې د دواړو هېوادونو پـه پلازمېنو کې ډیپلوماتیک ظرفیت لوړ او قوي وي تر څو ستونزو او مشترکو مسایلو ته په اغېزمن ډول رسېدنه وکولای شي.

په پای کې يوځل بيا غواړم يادونه وکړم چې د افغانستان اسلامي امارت له ازبیکستان جمهوریت سره ټولو امنيتي، اقتصادي او کلتوري اړيکو ته ژمن دی او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښو روابطو د پراختيا غوښتونکی دی.

اوس د ازبیکستان له صدر اعظم جلالتمآب عبدالله عارف اف څخه تقاضا كوم چې حاضرینو ته خپله وينا واوروي.

مننه