ازبیکستان ته د محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د سفر راپورتاژ

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ لوړپوړي پلاوي د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د سنبلې میاشتې په اتمه نېټه د ازبیکستان هېواد په ترمذ ښار کې د ترمذ نړېوال سوداګریز مرکز په پرانیست غونډه کې د ګډون ترڅنګ د ازبیکستان له لومړي وزیر او د آذربایجان لومړي وزیر له مرستیال سره وکتل.

په لومړي سر کې محترم ملا عبدالغني برادر اخوند او ورسره مل پلاوي د ازبیکستان سرحدي ښار ترمذ ته له رسېدو سره سم غرمه مهال د ترمذ نړیوال سوداګریز مرکز ته لاړل او هلته یې د یاد مرکز په پرانیست‌غونډه کې ګډون وکړ. محترم ملا صاحب په همدې مناسب جوړو شوو مراسمو ته وویل، د دغه مرکز پرانیسته د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ د ګډو تجارتي اړیکو او سیمه‌ییزې همکارۍ په برخه کې یو ډېر اساسي ګام دی، چې له مخې به یې په دواړو هېوادونو کې د پانګونې فرصتونه، سوداګریز مناسبات او کاري فرصتونه لا زیات او همدا راز به د تولیداتو او محصولاتو لپاره نوي مارکېټونه پيدا شي.

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د  مرکز ارزښت ته په اشارې سره وویل، د یاد مرکز په پرانیستې سره به د محصولاتو د تولید، پروسس او صادراتو اسانتیاوې زیاتې او سیمه‌ییزو او نړیوالو بازارونو ته به لاسرسی اسانه شي. دا به نه یوازې د دواړو هېوادونو پر اقتصادي اړیکو مثبت تاثیر وکړي، بلکې د سیمې په کچه به یو مهم اقتصادي مرکز او د مرکزي او سویلي اسیا هېوادونو لپاره یوه تجارتي دروازه هم واوسي. همدارنګه یاد سوداګریز مرکز به د ټکنالوژۍ او نوښتونو په برخه کې د دواړو هېوادنو ترمنځ ګډه همکاري هم پیاوړې کړي.

همدا راز د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د روان لمریز کال د سنبلې میاشتې اتمه نېټه له غرمې وروسته د ترمذ نړیوال سوداګریز مرکز د پرانیستې په مناسبت د جوړو شوو مراسمو په څنډه کې د آذربایجان هېواد د لومړي وزیر له مرستیال سره وکتل. د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د دغه لیدنې پر مهال په کابل کې د دغه هېواد د سفارت د فعالیت له پيل مننه وکړه او د آذربایجان له حکومت او خصوصي سکټور څخه یې وغوښتل چې په افغانستان کې د پانګونې په برخه کې د رامنځته شوو فرصتونو څخه په استفادې دلته په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.

د آذربایجان د لومړي وزیر مرستیال د خپلو خبرو پرمهال وویل، هېواد یې چمتو دی چې له افغانستان او سیمې هېوادونو سره د خپلو سوداګریزو اړیکو د پراخولو په موخه د لاجوردو لاره بېرته فعاله او همدا راز افغانستان ته د سوداګرۍ په برخه کې د خپلو صادراتو او وارداتو کچه نوره هم لوړه کړي. هغه په افغانستان کې د صنعتي فابریکو د رامنځته کولو په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا وښوده او ویې ویل، دوی چمتو دي چې د کانونو د استخراج په برخه کې هم له اسلامي امارت سره ګډ کار وکړي.

ورپسې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د روان لمریز کال د سنبلې میاشتې په اتمه نېټه د ازبیکستان هېواد له لومړي وزیر سره هم وکتل. د دغه لیدنې پر مهال د ازبیکستان هېواد لومړي وزیر محترم عبدالله عارف اوف وویل، افغانستان د ازبیکستان په بهرني سیاست کې مهم ځای لري او په همدې موخه تاشکند چمتو دی، چې له کابل سره د خپلو سوداګریزو او ترانزیټي اړیکو د پراخولو په موخه له خپلې خاورې په تېرېدو سره د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د افغانستان د تازه میوو د صادراتو لپاره هر ډول اسانتیاوې رامنځته کړي.

نوموړي زیاته کړه، ازبیکستان له حیرتان څخه تر هرات پورې د اوسپنې پټلۍ شبکې د غځولو لپاره خپل تخنیکي ټیمونه معرفي کړي او چمتو دي، چې په راتلونکې سپټمبر میاشت کې د دغه پروژې د پيل او همدا راز د ګازو د استخراج په موخه افغانستان ته لاړ شي. نوموړي وویل، دوی چمتو دي چې له اسلامي امارت سره په همغږۍ د آمو سیند د څنډو لپاره د استنادي دیوال جوړولو په برخه کې ګډ کار وکړي.

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د ازبیکستان هېواد له لومړي وزیر سره د لیدنې پر مهال وویل، اسلامي امارت د ټولو هغو چارو د عملي پيل لپاره چمتو دی چې په خبره یې، هغه د دواړو هېوادونو د اړیکو په لا نږدې او پياوړي کولو کې رغنده رول لوبوي.

له ازبیکستان څخه تر راستنېدو وروسته د رياست الوزراء اقتصادي مرستيال د سنبلې میاشتې په اتمه نېټه ماذیګر مهال په بلخ ولایت کې د قوش‌تېپې کانال د سربند له چارو ليدنه وکړه. محترم ملا صاحب د دغه ملي کانال د سربند جوړولو په برخه کې د ملي پراختيا شرکت له ترسره شوو کارونو ستاينه وکړه او د دغه شرکت کارکوونکو ته يې هدايت وکړ، چې د سربند او کانال چارې په پوره دقت او ښه ډول پر ټاکلې نېټه بشپړې کړي.

د رياست الوزراء اقتصادي مرستيال د قوش تېپې کانال د کرنې او اوبو مديريت په برخه کې مهم وباله او ويې ويل، چې اسلامي امارت يې په خپل ټول توان سره په ټاکلي وخت د چارو بشپړولو ته ژمن دى.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند ازبیکستان ته د یو ورځني رسمي سفر او همدا راز په بلخ ولایت کې د قوش تېپې کانال د سربند جوړولو له چارو څخه تر لیدنې وروسته د پنجشنبې ورځې ماښام مهال کابل ته راستون شو.