د یتیم تاق سیمنټو فابریکې اقتصادي ارزښت ته ځغلنده کتنه
ليکوال: فضل ولي «شيراني»
سریزه
د هېوادونو د زېربنايي ودانیو د ودانیزو توکو یوه مهمه ماده سیمنټ دي چې په ساده ټکنالوژۍ سره په صنعتي ډول له خامو معدني موادو څخه تولیدېږي. سیمنټ د پلونو، پلچکونو، صنعتي، خدماتي، ملکي او نظامي ودانیو، د اوبو او برېښنا د بندونو او د اوبو رسولو شبکو کې کارول کېږي. په يوه هېواد کې په مناسبه بیه د سیمنټو موجودیت د دغو ساختمانونو د جوړولو په بیه او په ټوله کې د هېواد پر اقتصادي ودې ژوره اغېزه لري. په ۲۰۱۶ میلادي کال کې په ټوله نړۍ کې څه د پاسه څلور میلیارده ټنه سیمنټ تولید شوي و چې له جملې یې ۲.۳۵ میلیارده ټنه یوازې چین،۲۹۰ میلیونه ټنه هندوستان،۸۵.۹ میلیونه ټنه امریکا،۷۷ میلیونه ټنه ترکیې او پاتې یې نورو هېوادونو تولید کړي وو. په همدغه کال کې زموږ ګاونډيو هېوادونو ایران ۵۳ میلیونه ټنه او پاکستان ۳۲ میلیونه ټنه سمنټ تولید کړي و. دغه دواړه هېوادونه د سمنټو له پلوه نه يوازې پرځان بسیا دي، بلکې د پلورلو له پاره هم سمنټ لري چې د مهمو مارکیټونو څخه یې یو هم افغانستان دی. افغانستان د سمڼتو کلنۍ اړتیا له ۵- ۷ میلیون ټنو پورې ده که چېرې دغه اندازه سیمنټ له ګاونډیو هېوادونو څخه وارد کړو، نو په کال کې په سلګونو میلیونونو ډالر ګاونډیو هېوادونو ته د داسې جنس په بدل کې ورکوو چې په هېواد کې یې د تولید له پاره اړین معدني مواد موجود دي. د سیمنټو ارزښت او په افغانستان کې د دې مهمې مادې د تولید له پاره د معدني موادو شتون ته په کتو اسلامي امارت هڅه کوي چې په دې برخه کې هېواد پر ځان بسیا کړي. په همدې موخه یې په هېواد کې د سیمنټو فابریکو بیارغونې او د نویو فابریکو جوړولو ته مخه کړې ده. دا چې اسلامي امارت په دې برخه کې څه کړي دي، لاندې یې لولو.
اسلامي امارت او د سیمنټو د تولیدي فابریکو د فعالېدو په برخه کې هڅې
د افغانستان اسلامي امارت له بیا ځل واکمنېدو سره، له هر څه وړاندې د افغانستان د اقتصاد د پیاوړتیا لپاره خپلې هلې ځلې چټکې کړې دي او په دې برخه کې له ټولو هغو لارو چارو ګټه پورته کوي چې د افغانستان اقتصاد ورسره پیاوړی کېدای شي. یوه پهکې د هېواد د زیربناوو د بیارغونې او جوړونې له پاره د اړتیا وړ سیمنټ برابرول دي. اوسمهال په هېواد کې په کمه اندازه د اړتیا وړ سیمنټ تولیدېږي او پاتې نور له ګاونډیو هېوادونو واردېږي. له دې درکه افغانستان هر کال میلیونونه ډالر ګاونډیو هېوادونو ته ورکوي. اسلامي امارت غواړي په هېواد کې د ننه د سمنټو د تولید کچه لوړه او د خپلې اړتیا وړ سیمنټ په کور دننه تولید او په ودانیزو چارو کې ترې ګټه پورته کړي. په همدې موخه یې تر دې مهاله د هېواد د بغلان د غوري او پروان د جبل السراج د سیمنټو دوې سترې تولیدي فابریکې فعالې کړې دي. د کندهار د شوراندام او د هرات د سیمنټو فابریکو جوړولو چارې روانې دي. د غوري سیمنټو فابریکې تولید په ۲۴ ساعتونو کې ۶۰۰ ټنو ته رسېږي. د دې فابریکې مسوولینو ویلي، هڅه کوي دغه کچه په ۲۴ ساعتونو کې ۱۴۰۰ ټنو ته لوړه کړي. دې کچې ته په رسېدو به د سیمنټو له پلوه د هېواد ۱۴ سلنه اړتیا پوره شي. د دې ترڅنګ د پروان ولایت د جبل السراج د سیمنټو تولیدي فابریکه له ۲۰ کلن ځنډ وروسته بېرته فعاله شوه. دغه کارخونه چې د جګړو پرمهال ورانه شوې وه، د ۷۰ مېلیونو افغانیو په لګښت بېرته ورغول شوه او پر فعالیت یې پیل وکړ. د سیمنټو دا تولیدي فابریکه اوسمهال په ۲۴ ساعتونو کې ۱۰۰ ټنه سیمنټ تولیدوي. په ۱۴۰۲ لمریز کال کې د ۲۲۰ میلیون ډالرو په پانګونې سره د قطر او افغاني شرکت سره د جبل السراج د سمنټو فابریکې قرارداد لاسلیک شو. د دې قرارداد له مخې به د جبل السراج د سمنټو فابریکه په کلني ډول د یو نیم میلیونه ټنه سمنټو د تولید ظرفیت پیدا کړي. اسلامي امارت پر دې بسنه نه ده کړې او د ۱۴۰۳ کال د عقرب په اتمه نېټه د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په حضور کې د کانونو او پټرولیم وزارت او د ۷۷ ترکي شرکت ترمنځ د شاوخوا ۱۱ میلیارده افغانیو په پانګونې سره د جوزجان ولایت د یتیم تاق د سیمنټو تولیدي فابریکې د جوړولو تړون لاسلیک شو. اسلامي امارت غواړي د یادو فابریکو پر مټ هېواد د سیمنټو په برخه کې خودکفایۍ ته ورسوي. سیمنټ چې څومره د ودانیزو چارو له پاره اړین دي، که چېرې په کافي اندازه تولید شي، نو د هېواد په اقتصادي وده کې هم رغنده رول لري.
د یتیم تاق سیمنټو پروژې اقتصادي ارزښت
اوس د علم او ټکنالوژۍ عصر دی. هر څوک کولای شې د پیسو په بدل کې د نړۍ د تر ټولې معتبرې ټکنالوژۍ څخه ګټه پورته کړي. د نړۍ دوهم لوی اقتصادي هېواد چین په فزیکي لحاظ زمونږ په ګاونډ کې دی. دغه هېواد په یوازې سر د ټولې نړۍ نږدې نیمایي سمنټ تولیدوي، په بېلا بیلو ظرفیتونو سره د سمنټو د تولیدي فابریکو د ایجاد ترټولو لويې کارخانې لري. کولای شو د دوی له تکنالوژۍ څخه په نسبتآ ارزانه بیه ګټه واخلو. اسلامي امارت په کور د ننه د سیمنټو د تولید امکاناتو ته په کتو په دې برخه کې خپلې هلې ځلې ګړندۍ کړې دي. د غوري او د جبل السراج سیمنټو فابریکو تر فعالیتو وروسته یې د هېواد په کچه په کندهار او هرات ولایتونو کې د سیمنټو د تولیدي فابریکو د جوړولو چارې پیل کړې دي. اوس یې دادی د یتیم تاق د سیمنټو فابریکې د جوړولو قرارداد له ترکي شرکت سره وکړ. د یتیم تاق سیمنټو فابریکه چې د شاوخوا ۱۱ میلیارده افغانیو په پانګونې سره په جوزجان ولایت کې جوړېږي، ورځنی تولید به یې ۳۰۰۰ ټنه وي. له دې سره به په هېواد کې د سیمنټو اړتیا تر ډېره بریده پوره شي. دا په خپله د سیمنټو په برخه کې د ځان بسیاینې په لور یو ستر ګام دی. د دې ترڅنګ به د هېواد په اقتصادي وده کې هم مثبت رول ترسره کړي. د سیمنټو د یادو فابریکو څخه چې دوې یې فعالې او سیمنټ تولیدوي، د پاتې هغو په بشپړېدو سره به هغه میلیونونه ډالر چې اوسمهال د سیمنټو له درکه ګاونډیو هېوادونو ته ځي، سپما شي. دغه راز به په کور د ننه د کورنۍ او بهرنۍ پانګونې له پاره زمینه برابره او زرګونه کسان به په کار بوخت شي.
پایله
په افغانستان کې د سمنټو تولید په نشت حساب دی، نه یوازې داچې د تولیدونکو په نړیوال لېست کې نه راځي، بلکې د خپلو لګښتونو کمه سلنه تولیدولی شي. په داسې حال کې چې افغانستان په کلني ډول له ۵ تر ۷ میلیونو ټنو سیمنټو ته اړتیا لري. پر دې ارقامو سربیره که اسلامي امارت په راتلونکي کې نورې زېربناوې جوړوي، نو بیا به دغه اړتیا له دې څخه نوره هم لوړه شي. که چېرې بیا هم موږ له ګاونډیو او د سیمې له هېوادونو څخه سیمنټ واردوو، نو د اوس په پرتله به مو دوه برابره پیسې بهر ته وځي. اسلامي امارت د سیمنټو اړتیا او د هغو اقتصادي ارزښت ته په کتو هڅه پیل کړې چې هېواد په دې برخه کې ځان بسیاینې ته ورسوي. تر دې مهاله اسلامي امارت د سېمنټو په برخه کې له کورنیو او بهرنیو شرکتونو سره د شاوخوا ۴۳ میلیاردو افغانیو په ارزښت قراردادونه لاسلیک کړي چې وروستی هغه یې د جوزجان د یتیم تاق سیمنټو فابریکې د جوړولو قرار داد دی. له دې سره به له یوه لوري پانګونې ته زمینه برابره شي او له بل لوري به زرګونو کسانو ته د کار زمینه برابره او اقتصاد به مو پرمختګ وکړي.