د روان لمریز کال په جریان کې د پرانیستل شوو صنعتي فابریکو اقتصادي ارزښت ته کتنه

فابريکې

 

لیکوال: قیس احمد

سریزه

صنعتي فابریکې د یوې ټولنې د تولیدي فعالیتونو هغه ډګر دی چې خام مواد په کار وړ توکو، خدمتونو او محصولاتو بدلوي. دغه فابريکې د هېوادونو د پرمختګ او اقتصادي ودې بنسټیزه برخه ګڼل کېږي چې د تولیدي ظرفیت لوړولو، کاري فرصتونو رامنځته کولو، د صادراتو په زیاتوالي، د پانګونې په جذب او د پرمختللو هېوادونو له تجربو په ګټې اخیستو سره د یو هېواد اقتصاد پياوړی کوي.

اسلامي امارت د هېواد د اقتصادي پرمختګ، کورنیو اړتیاوو پوره کولو او خودکفایۍ ته د رسېدو په برخه کې د صنعتي فابریکو ارزښت درک کړی او د صنعت د ودې او پرمختګ په موخه یې د پام وړ سهولتونه رامنځته کړي دي. واک ته د اسلامي امارت په بیاځلې راتګ سره د تېرو څه باندې درېیو کلونو پر مهال د هېواد په مختلفو ولایتونو کې سلګونو نويو صنعتي فابریکو پر فعالیت پيل کړی، چې لسګونو زرو هېوادوالو ته یې د کاري فرصتونو د برابرولو ترڅنګ د ملي عوایدو په زیاتوالي کې هم د پام وړ رول لوبولی.

موږ په دې مقاله کې یوازې د روان ۱۴۰۳ لمریز په جریان کې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال له لوري په مختلفو سکټورونو کې د پرانیستل شوو صنعتي فابریکو اقتصادي ارزښت ته لنډه کتنه کوو.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال له لوري پرانیستل شوې صنعتي فابریکې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د وري/حمل میاشتې په پنځمه نېټه د کابل ولایت په شکردره ولسوالۍ کې د ملت سټیل اوسپنې ویلې کولو فابریکې د ګول سیخونو دوهم او اوسپنیزو ګاډرو د تولید درېیم فازونه پرانیستل شول.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د صنعت سکټور د پرمختګ په برخه کې د دغو فازونو پرانیسته او پر فعالیت پيل مهم وبلل او د اوسپنې ویلې کولو فابریکو مسوولینو ته یې د اړتیا وړ برېښنا پر برابرولو سربېره په کور دننه له موجودو سرچینو د خامو موادو د چمتو کولو ډاډ هم ورکړ څو په دې برخه کې له کمښت سره مخ نه شي.

د روان لمریز کال د غبرګولي/ثور میاشتې په نهمه نېټه د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال په هرات ولایت کې د ایتوک فارما او افغان میډسن د درملو جوړولو او همدارنګه د شمس کولا غیر الکولي مشرباتو تولیدي فابریکې پرانیستې. محترم ملا صاحب هېواد ته د نوې ټکنالوژۍ راوړلو او همدا راز په کور دننه د موجودو خامو موادو د پروسس او د ګټې وړ توکو بدلولو په برخه کې د یادو فابریکو فعالیت مهم وباله او وویل، په دې سره به هېواد له وارداتي حالت په تدریج سره پر خودکفاء او په راتلونکي کې پر صادراتي هغه بدل شي.

همدا راز محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د ۱۴۰۳ کال د زمري/اسد میاشتې په څلورمه نېټه د کابل په نهمه ناحیه کې لایف پَرَل د درمل جوړولو فابریکه هم پرانیسته. محترم ملا صاحب هېوادوالو ته د باکیفیته درملو وړاندې کولو په برخه کې د دې فابریکې د فعالیت له پيل ستاینه وکړه او وویل، چې له دې وروسته به د دې سیمې اوسېدونکي د اړتیا وړ باکیفتیه او ارزانه درملو ته اسانه لاسرسی پيدا کړي.

څو ورځې وړاندې هم د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د لړم/عقرب میاشتې په ۲۷مه نېټه د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د کابل ښار په پلچرخي صنعتي پارک کې د بخت کمپل جوړولو فابریکه پرانیسته. محترم ملا صاحب د یادې فابریکې د تولیدي فعالیت د پيل ارزښت ته په اشارې سره وویل، اسلامي امارت د وارداتو د تعویض د اغېزناکو سیاستونو په پلي کولو سره د داخلي صنایعو ملاتړ ته دوام ورکوي څو له دې لارې هېوادوالو ته نوي کاري فرصتونه پيدا، بهرنۍ پانګونه جذب او کورني تولید شوي خام مواد په هېواد کې دننه پروسس او بالاخره د باکیفیته تولید شويو توکو پر مټ کورنۍ اړتیاوې پوره کړي.

د پرانیستل شوو صنعتي فابریکو اقتصادي ارزښت

په صنعتي فابریکو کې پانګونه د یو هېواد د اقتصادي ودې لپاره اساسي ارزښت لري. په یادو فابریکو کې شاوخوا نهه میلیارده افغانۍ پانګونې شوې چې له هېواد څخه د یو لوړ رقم پانګې د وتلو مخنیوی یې کړی دی. په یادو فابریکو کې په مستقیم ډول شاوخوا څلور زره او په غیر مستقیم ډول بیا زرګونه کسان پر کار مصروف دي. دغه زرګونه هېوادوال په یادو فابریکو کې د کار کولو له لارې خپلو اولادونو ته ډوډۍ پيدا کوي چې د ژوند سطحه یې په مستقیم ډول ورسره ښه شوې ده.

په یادو فابریکو کې د تولید او پروسس لپاره په نننۍ پرمختللې ټکنالوژۍ سمبال ماشینونه نصب شوي دي. د دې فابریکو له لارې د نويو تجهیزاتو، ماشینونو او تولیدي میتودونو پراختیا ته زمینه برابرېږي. د ټکنالوژۍ پرمختګ نه یوازې تولیدي لګښتونه کموي، بلکې د محصول کیفیت هم لوړوي چې بیا ښه بازار پيدا کولی شي. پر دې ماشینونو د کار کولو لپاره د بهرنیو مسلکي او فني کسانو ترڅنګ افغانان هم د تجربو په ترلاسه کولو مصروف دي چې د وخت په تېرېدو سره به یې ټولې تخنیکي چارې بیا د دوی له لوري پرمخ وړل کېږي. د یو هېواد د اقتصادي پياوړتیا لپاره د مسلکي بشري قوې شتون له اساسي اړتیاوو یوه بلل کېږي چې په دې فابریکو کې یې د روزنې لپاره ښه زمینه مساعده شوې ده.

د دغو فابریکو په فعالېدو سره د یوشمېر هغو خامو موادو ارزښت څو برابره لوړ شوی چې هغه په هېواد کې په پرېمانه ډول پيدا کېږي. ښه بېلګه یې طبي بوټي، پنبه او وړۍ دي چې اوسمهال یې د پام وړ بازار پيدا کړی دی. دغه خام توکي په یادو فابریکو کې له پروسس وروسته پر قیمتي او د ګټې وړ محصولاتو بدلېږي.

یادو فابریکو د ښاري پراختیا په برخه کې هم د پام وړ ښه رول لوبولی دی. چېرې چې صنعتي فابریکې وي، هلته د ښوونې، روغتیا او زېربنا سکټورونه غوړېږي، چې په پایله کې یې نیول شوې سیمه اقتصادي بڼه غوره کوي او د پانګوالو او سوداګرو پام ځان ته اړوي.

د یادو فابریکو تولید شوي توکي د کورنیو اړتیاوو په پوره کولو کې د پام وړ مرسته کړې ده. اوسمهال یادې فابریکې په ځانګړي ډول د درملو په برخه کې لسګونه قلمه بېلابېل درمل تولیدوي، چې هم په اسانه ډول هېوادوال ورته لاسرسی لري، هم یې کیفیت ښه دی او هم یې قیمت ارزانه دی.

د وخت په تېرېدو سره د کورنیو اړتیاوو پر پوره کولو سربېره کولی شي بهرنیو هېوادونو ته هم صادرات ولري. څومره چې د افغانستان د صادراتو کچه لوړېږي، په هماغه اندازه یې سوداګریزې اړیکې پراخېږي چې جوخت ورسره ملي عواید ډېرېږي. د ملي عوایدو د زیاتېدو په صورت کې په مختلفو سکټورونو کې پرمختیايي کارونه پيلېږي چې په اوږدمهال کې د هېواد له ملي اقتصاد سره مرسته کولی شي.

 

پایله

یادو صنعتي فابریکو د هېواد په اقتصادي پرمختګ، د پانګونې په جذب، د کورنیو اړتیاوو په پوره کولو، د پر ځان بسیا کېدو، هېواد ته د نوې ټکنالوژۍ په راوړلو، د عوایدو په زیاتوالي، د نویو کاري فرصتونو په رامنځته کولو او تر ډېره دې پر کار مصروفو هېوادوالو د ژوند کچې په لوړولو کې د پام وړ مرسته کړې ده.

د یادو فابریکو د فعالیت په پيل سره په هېواد کې پانګونې ته لېوالتیا زیاته شوې، د صنعت سکټور غوړېدلی او د ملي اقتصاد په پياوړي کولو کې خپل مؤثر رول ته دوام ورکوي.