د سون توکو د بیې د ټیټولو په برخه کې د اسلامي امارت هڅې
لیکوال: نجیب الله مایار
سریزه
د دولتونو یوه مهمه دنده په خپل وخت د خلکو ستونزو ته رسیدګي ده. اسلامي امارت چارواکو تل ژمنه کړې چې د خلکو د ستونزو حل ورته لومړیتوب لري او واک ته له رسېدو سره سم یې په دې برخه کې ټولو اړونده ادارو ته جدي سپارښتنې کړې دي. که څه هم له اوږدې جګړې وروسته په یوځل د خلکو د ټولو ستونزو حل ناشونی او له امکان لیرې دی، خو که کلک عزم موجود وي، نو د وخت په تېرېدو هغه هم حلېدای شي. د خلکو ستونزې ځینې داسې دي چې که دولت وغواړي په هماغه وخت کې یې په عملې اقدام سره په حل کې ډېره مرسته کولای شي، خو ځینې یې داسې ستونزې دي چې د هغه د حل په موخه باید کلونه کار وشي، ترڅو د ځانګړو زیربناوو او ظرفیتونو په ایجاد سره ورته حل لاره وموندل شي. په هېواد کې د اړتیا وړ لومړنیو توکو او په تېره بیا سون توکو د بیو کنترول هغه څه دي چې د ساړه ژمي په راتګ سره ډېر بې وزله هېوادوال غواړي د خپلوکورونو د تودولو په موخه په بازار کې د دغه توکو اندازه ډېره او بیه یې راټیټه شي. اسلامي امارت د خلکو د همدې غوښتنې ته په پام سره په مرکز او ولایتونو کې د سون توکو په تېره بیا لرګیو او ډبرو سکرو د ډېروالي او بیې د ټیټوالي په موخه یو لړ هڅې کړې چې په دې لیکنه کې یې لنډ جاج اخلو:
په ټول هېواد کې په ټیټه بیه د ډبرو سکرو ویش
سون توکي د ژمي په راتګ سره د هېواد په ډېرو برخو کې د خلکو په لومړنیو اړتیاوو کې راځي، خو په ښارونو او په تېره بیا کابل ښار کې دا ستونزه ځکه جدي ده چې په دغه ښار کې د نورو ولایتونو په شان خپل لرګي نشته چې بازار ته ووځي او ټول له نورو ولایتونو راځي. په تېره اداره او له هغه هم مخکې کلونو کې د هېواد ډېر ځنګلونه په بې رویې ډول په بریښنایي ارو پرې او د پلور په موخه ښارونو ته راوړل شول چې د هېواد ډېر غرونه چې په ځنګلونو ښکلي شوي وو لوڅ لغړ شول. اسلامي امارت د ملي شتمنۍ په توګه د ځنګلونو د پرې کولو مخه ونیوله او د سون توکو په توګه یې نورو بدیلو لارو ته مخه کړه چې یوه یې هم د ډبرو سکاره دي چې په هېواد کې یې بډایه زېرمې موجودې دي. که څه هم له څو کلونو را په دېخوا د ډبرو سکرو استخراج ګړندی شوی او په بازارونو کې هم شته، خو د ژمي په را رسېدو ګڼ هېوادوال شکایت کوي چې بیې یې ګرانې شوې او امارت یې باید په اړه جدي کار وکړي. د خلکو د دې ستونزې د حل په موخه اسلامي امارت د کابل په شمول په یو شمېر ښارونو کې په ټیټه بیه د ډبرو سکرو د ویش لړۍ پیل کړې ده، ترڅو له یوې خوا یې د ژمي په سړو شپو کې د خلکو لاس نیوی کړی وي او له بلې خوا په بازار کې د ډبرو سکرو د عرضې په ډېرېدو سره په خپله د هغه بیه راټیټیږي. د امارتي شرکتونو ریاست وایي خلکو ته په ټیټه بیه د ډبرو سکرو د ویش په موخه یې په کابل کې دا لړۍ پیل کړې او هېوادوال کولای شي د کابل ښار په دوه ویشتو ناحیو کې له ټاکل شویو ځایونو نه په ارزانه بیه د ډبرو سکاره ترلاسه کړي. د امارتي شرکتونو رییس مولوي احمدجان بلال وایي د شمال د ډبرو سکرو له شرکت سره په همغږۍ د کابل په ۲۲ ناحیو کې په منظم ډول د ډبرو سکاره لیږدول کیږي او هېوادوال کولای شي دې سیمو ته مراجعه وکړي او یو ټُن د ډبرو سکاره په ۶۵۰۰ افغانۍ وپیري. همدا رنګه د کابل ښاروالي وایي د ګذر وکیلانو په همکارۍ د دې پروسې څارنه کوي او هغو کسانو ته لازمې آسانتیاوې برابروي چې د سکرو د پېرلو په موخه هلته مراجعه کوي. د کابل ښاروالۍ د مارکیټونو د تنظیم ریاست وایي د دې له پاره چې په دې کار کې څوک احتکار ونه کړي او یا یې په لوړه بیه ونه پلوري، ځانګړی میکانیزم جوړ شوی او له پلې کېدو یې منظمه څارنه کیږي. په دغه ځایونو کې د عامه بازار په پرتله په ټیټه بیه د ډبرو سکاره پر خلکو پلورل کیږي. په ورته وخت کې په بامیان ولایت کې هم خلکو ته په ارزانه بیه د ډبرو سکرو د ویش بهیر پیل شو. محلي مسوولین وایي په دغه ولایت کې د یو ټُن خالصو ډبرو سکرو بیه ۶۷۰۰ افغانۍ ټاکل شوې ده. دا سکاره د شمال زون د ډبرو سکرو د تصدۍ له خوا د سمنګان ولایت د دره صوف درې څخه د بامیان مرکز ته لیږدول شوي دي. د دغه پرېکړې له مخې د شمال د ډبرو سکرو تصدۍ به د بامیان ولایت مرکز ته ۶ زره ټنه د ډبرو سکاره له دره صوف څخه بامیان ته لیږدوي، څو په ژمي کې د بامیان اوسیدونکو ته په ټیټه بیه د ډبرو سکاره چمتو شي. د بامیان والي مولوي عبدالله سرحدي ویلي د دغه ولایت ولسوالیو اوسیدونکي دې ډاډه شي چې د یکاولنګ، تاله او برفک او سیغان د ډبرو سکرو له کانونو څخه به دوی ته هم د ډبرو سکاره چمتو او په ټیټه بیه به دوی ته برابر کړي.
د سون لرګیو په لیږدولو د لس ورځیني بندیز لیرې کول
د ژمي په راتګ سره هرکال په هېواد کې د سون توکو او په تېره بیا د هغو لرګیو بیې لوړیږي چې د هېواد په ډېرو ولایتونو کې د خونو د تودولو په موخه کارول کیږي. که څه هم په ټول هېواد کې د طبیعي ځنګلونو پرې کول د امارت له خوا له څو کلونو را په دېخوا منعه شوي، خو دا چې سږکال د لرګیو بیې لوړې شوې او خلکو یې د ټیټوالي غوښتنه کړې ده، نو اسلامي امارت په وقفه یې ډول دا بندیز لیرې کړی دی. د طبیعي ځنګلونو په پرې کولو او د پلور په موخه بازار ته په وړلو په دغه بندیز کې پکتیا ولایت هم شامل دی، خو اوس د یوې وقفې له پاره دا بندیز لیرې شوی دی. په دغه ولایت کې امارتي مسوولین وایي د سون لرګیو د بیې د بې ساري لوړېدو له امله په ځینو ولایتونو کې د لسو ورځو له پاره دا بندیز لیرې شوی او سوداګر کولای شي په دغه ولایت کې شته لرګي نورو ولایتونو او بازارونو ته ولیږدوي. د پکتیا ولایت د مقام د دفتر رییس نورالله ممتاز وایي هغه لرګي چې په هډو کې پاتې وو، د ولایت له خوا یوې ګومارل شوې کمیټې ثبت او خلکو ته یې اجازه ورکړه چې دا لرګي دې نورو ولایتونو ته ولیږدول شي. د لرګیو د پلورونکو اتحادیې او سوداګر د اسلامي امارت دا اقدام ستایي او وایي په دې سره به په بازارونو کې د لرګیو بیې د پام وړ ټیټې شي او خلکو ته به په تېره بیا په کابل کې په دې برخه کې آسانتیا رامنځ ته شي. پکتیا د هېواد په هغو ولایتونو کې راځي چې ډېر غرونه یې په طبیعي ځنګلونو پوښل شوي دي. په ورته وخت کې په لوګر ولایت کې هم ورته اقدام شوی دی. محلي مسوولین وایي د دغه ولایت د ازرې ولسوالۍ اوسیدونکو ته اجازه ورکړل شوې چې د دغه ولایت مرکز ته ۱۱۰۰۰ خرواره لرګي ولیږدوي. د دغه ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست د طبیعي سرچینو آمر نصرالدین بهیج رسنیو ته ویلي د ولایت په کچه ازرې ولسوالي ته په دې تړاو یو پلاوی لېږل شوی چې د دغه پلاوي ترڅارنې او د ولسونو له غوښتنې سره سم د ازرې ولسوالۍ اوسیدونکو ته د دغه لرګیو د پلور اجازه ورکړل شوې ده. هغه وایي دا لرګي به پلعلم ښار ته د پلور لپاره راوړل کېږي، څو په ژمي کې د خلکو اړتیا پرې پوره شي. محلي مسوولین وایي له خلکو تضمین اخیستل شوی چې ځنګلونه به نه پرې کوي او که څوک سرغړونه وکړي، له قانون چلند سره به مخ شي. د پل علم ښار اوسیدونکي وایي د دغه لرګیو په رسېدو سره به په بازار کې د لرګیو بیې هم راټیټې شي. په ورته وخت کې په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم ورته پرېکړه شوې او د ژمي په رارسېدو سره خلکو ته په ارزابنه بیه د سون توکو د برابرولو په اړه اقدامات شوي دي. د یادونې وړ ده چې لوګر کې هم د افغانستان د نورو ولایتونو په شان د افغانستان د اسلامي امارت له خوا د ځنګلونو په پرې کولو او لېږد باندې په کلکه بندیز لګول شوی دی.
پایله
د ژمي په را رسېدو سره په هېواد کې د سون توکو اړتیا لوړېیږي چې له امله یې په بازارونو کې د دغه توکو د ډېر له امله بیې هم لوړوالی مومي. اوس هم د ژمي په درشل کې چې په ډېرو ولایتونو کې هوا سړه شوې، ورسره د سونک توکو تقاضا زیاته او بیې یې هم لوړې شوې وې، د سړو سیمو اوسیدونکي او په تېره بیا کابل ښاریان له حکومت څخه د سون توکو د بیو د کنترول او ټییټوالي غوښتونکي وو. اسلامي امارت د خلکو دې غوښتنې ته په پام سره د کابل په ۲۲ ګونو ناحیو او د ولایتونو په مرکزونو کې په ټیټه بیه د ډبرو سکاره چمتو او پلور ته وړاندې کړل چې خلک کولای شي د تېرو څو ورځو په پرتله په ټیټه بیه خپل د اړتیا وړ سکاره وپیري. په همدې ډول اسلامي امارت د محدودې مودې له پاره د سون په لرګیو هغه محدودیت د لسو ورځو له پاره لیرې کړ چې له امله یې د طبیعي ځنګلونو څخه د پرې شویو لرګیو په لیږدولو د کابینې د یوې پرېکړې له مخې لګول شوی و.