په ازبیکستان کې مېشتو افغان پانګوالو او سوداګرو لپاره جوړې شوې غونډې ته د محترم حاجي ملا صاحب وینا:

بسم الله الرحمن الرحیم

 الْحَمْدُ لِلَّهِ وکفی وَسَلَامٌ عَلَىٰ عِبَادِهِ الَّذِينَ اصْطَفَىٰ

أما بعد!

قال رسول الله صلی الله علیه و سلم:

التاجر الصدوق الأمين مع النبيين والصديقين والشهداء والصالحین

په ازبیکستان کې د اسلامي امارت د سفارت مسؤلینو، په دې هېواد کې مېشتو افغان سوداګرو او پانګوالو، راغلو مېلمنو او ټولو قدرمنو حاضرینو!

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!

خوښ یم چې نن په دې هېواد کې د افغان سوداګرو او پانګه والو اړوند مسایلو په اړه په جوړه سوې غونډه کې له تاسو سره ګډون کوم.

محترمو حاضرینو!

تاسې او ټولې نړۍ ته روښانه ده چې د اللّه تعالی په نصرت او د افغانانو په بې ساري قربانیو افغانستان له نړیوال استکباري اشغال څخه ازاد او له لسیزو وروسته له بې مثاله سرتاسري امنیت څخه برخمن سو. ورسره جوخت د هېواد د اقتصادي ودې او پراختیا په برخه کې لازم ګامونه واخیستل سول او د افغانستان د ملي اقتصاد د پیاوړتیا لپاره په کمو امکاناتو د ځینو لویو او حیاتي اقتصادي پروژو چارې بشپړې او د ځینو چارې روانې دي.

د هېواد د زېربنا رغولو په برخه کې سترې پروژې پیل سوې، د لویو لارو د بیارغونې چارې په چټکۍ سره روانې دي، د کورنیو تولیداتو په کچه کې زیاتوالی راغلی، د صادراتو کچه زیاته سوې او د تجارت بېلانس کې نسبتا ښه والی رامنځته سوی دی. د پانګونې او سوداګرۍ سیستم له فساد او بېروکراسۍ پاک سوی او د کورنیو او بهرنیو پانګوالو لپاره په مختلفو سکټورنو کې د پانګونې لازمه زمینه برابره سوې ده.

تاسې ته معلومه ده چې په تېرو شلو کلونو کې د افغانانو، په ځانګړي ډول د شتمنو هېوادوالو، سر، مال او ابرو خوندي نه وو؛ خو د اسلامي امارت په حاکمیت سره د سوداګرو او پانګوالو مال او عزت مصؤنیت موندلی دی. اوس دوی کولی سي چې په ډاډمنه فضا کې خپل کاروبار ته دوام ورکړي.

په افغانستان کې د پانګونې د زمینې په برابرېدو سره نه یوازې افغان پانګوالو، بلکې بهرنیانو هم په مختلفو سکټورونو کې پانګونې پیل کړې دي. ښه بېلګه یې د افغانستان په کانونو، د برېښنا په تولید، د ګمرکونو په عصري کولو، د زېربناوو په رغولو او نورو برخو کې له افغان پانګوالو سره د چینایي، ایراني، ترکي، عربي، برېتانوي، ازبیکي او نورو شرکتونو د قراردادونو ترلاسه کول او د ګډې پانګونې په اړه مباحث یادولی سو.

قدرمنو وروڼو!

د انرژۍ، کانونو، کرنې، ترانسپورټ، زېربناوو، مخابراتو، ټکنالوژۍ او روغتیا تر څنګ، په ګڼو نورو سکټورونو کې پانګونه د هېواد د اقتصادي ودې او پراختیا  لپاره ډېره اړینه ده. افغان پانګه وال باید په دې برخه کې پانګونې ته لومړیتوب ورکړي، په ځانګړي ډول په هغو برخو کې چې د هېوادوالو د ژوند بنسټیزې اړتیاوې پوره کوي.

د افغانستان اسلامي امارت له خصوصي سکټور څخه بشپړ ملاتړ، راستنېدونکو صنعتکارانو، سوداګرو، کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته د پانګونې د زمینې برابرول او د کورني صنعت پرمختګ ته لومړیتوب ورکول خپل مکلفیت او مسوولیت ګڼي.

اسلامي امارت د تل پاتې اقتصادي ودې، د نویو کاري فرصتونو رامنځته کولو، د خصوصي سکټور څخه د بشپړ ملاتړ او د دوی پر وړاندې د خنډونو د لرې کولو او دغه راز د سوداګرۍ او ترانزیټ په برخه کې د لازمو اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه  اساسي ګامونه اخیستي، چې ښه بېلګه یې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله له لوري د صنعتي ساحو قانون او د راستنېدونکو صنعت‌کارانو، سوداګرو او پانګوالو  لپاره د امتیازاتو او اسانتیاوو د تنظیمولو د طرزالعمل منظوري ده.

محترمو پانګه والو او سوداګرو!

ازبیکستان هېواد ته زموږ د راتګ یوه موخه دا وه، ترڅو په ازبیکستان کې د مېشتو افغان پانګوالو او سوداګرو ستونزې، نظریات او وړاندیزونه واورو، ترڅو د دوی د لا ښې همکارۍ او وړاندیزونو په پام کې نیولو سره د پانګونې لپاره لا ډېر مناسب شرایط برابر کړو.

اسلامي امارت د اقتصادي خپلواکۍ، متوازنې ودې او متقابل اقتصادي تعامل پر بنسټ خپل اقتصادي سیاستونه تنظیموي. زموږ هڅه داده چې افغانستان د سیمې د اقتصادي او سوداګریز اتصال په مرکز بدل سي او د ټولو هېوادونو سره د اقتصادي او سوداګريزو مناسباتو لمن لا پراخه کړو.

قدرمنو سوداګرو او پانګوالو!

تاسې زموږ د هېواد د اقتصادي پرمختګ ستنې یاست. ستاسې پانګونه، تجربې او وړاندیزونه زموږ لپاره ارزښت لري. په افغانستان کې ستاسې پانګونه او سوداګریز فعالیتونه یوازې تاسې ته نه، بلکې ټول افغانستان ته اقتصادي ګټه رسوي. موږ غواړو تاسې ته د پانګونې نور فرصتونه هم برابر کړو، ترڅو د صنعتي تولید، کرنې، ترانزیټ او نورو اقتصادي سکټورونو د ودې لپاره خپلې تجربې او پانګې وکاروئ.

لکه مخکې مې چې یاده کړه اسلامي امارت د خصوصي سکټور ملاتړ ته ژمن دی. په دې لړ کې موږ د سوداګرۍ او پانګونې پروسې اسانه کړې، د مالیاتو سیستم مو منظم کړی او د سوداګرو ټولو حقوقو ته پوره ژمن یوو.

یوه ډېره مهمه موضوع چې باید دلته ورته اشاره وکړم دا ده چې د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت تر چتر لاندې د ټولو وزارتونو او ادارو له استازو څخه یوه ګډه کمېټه رامنځته سوې ترڅو په یو وخت کې په ټولو ادارو کې د پانګوالو کارونو ته ژر رسېدنه وسي، په امارتي ادارو کې سرګردان او له ستونزو سره مخ نه سي او په سرعت سره یې چارې پر مخ ولاړې سي.

همدارنګه د کورنیو تولیداتو څخه د ملاتړ په موخه پر هغو وارداتو مالیه لوړه سوې چې موږ یې په هېواد کې باالمثل تولید لرو، د کانونو د استخراج په برخه کې کورنیو پانګوالو ته لومړیتوب ورکول سوی دی، چې د بېلګې په توګه د هرات او غور معادن او ګڼ شمېر نور کانونه یادولی سو.

همدا ډول له ګاونډیو او سیمې هېوادونو سره سوداګریزې او  ترانزیټي اړیکې پیاوړې سوې، د  نړۍ بازارونو ته د افغاني توکو او تولیداتو د رسونې بدیلې لارې پیدا سوې او له ګاونډیو او سیمې هېوادونو سره د بانکي تعاملاتو په برخه کې د اسانتیاوو په رامنځته کولو کې پرمختګ سوی دی.

د افغانستان اسلامي امارت په استازیتوب تاسو پانګوالو او سوداګرو ته یو ځل بیا ډاډ درکوم، چې ستاسې پانګه، شتمني او سوداګریز فعالیتونه به خوندي وي، اسلامي امارت به د اړتیا پر مهال هر ډول لازمه همکاري درسره کوي. ان شاءالله

همدا راز له تاسو ټولو سوداګرو او پانګوالو څخه یو ځل بیا غوښتنه کوم چې خپل صنعت او پانګه خپل هېواد ته را انتقال کړئ ترڅو د هېواد په پرمختګ کې خپل مسوولیت ادا کړئ.

په پای کې د ازبیکستان هېواد له همکارۍ  او په ازبیکستان کې د افغانستان اسلامي امارت له سفارت څخه مننه کوم چې دا غونډه یې جوړه کړې ده.

له پاملرنې څخه مو مننه

والسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته