د تولیدي فابریکو د کمپلکس په پرانیستغونډه کې د محترم ملا عبدالغني برادر اخوند وینا
الحمدلله و کفی و سلام علی عباده الذین اصطفی، اما بعد!
فاعوذ بالله من الشیطان الرجیم،
بسم الله الرحمن الرحیم
قال الله تعالی: وَعَلَّمْناهُ صَنْعَةَ لَبُوسٍ لَكُمْ لِتُحْصِنَكُمْ مِنْ بَأْسِكُمْ
د ملي پراختیا امارتي شرکت محترم مسوول، د ریاست الوزارء محترم اداري مرستیال، د کابینې محترمو وزیر صاحبانو، مجاهدینو، قدرمنو مشرانو، د رسنیو استازو او محترمو مېلمنو؛
السلام علیکم و رحمة الله و برکاته!
الله تعالی دې وکړي چې ټول به له صحت او عافیت څخه برخمن یاست.
ډېر د ویاړ ځای دی، چې د ملي پراختیا امارتي شرکت له لوري یو شمېر هغه مختلفې غیر فعالې او تخریب سوې تولیدي فابریکې بیا فعالېږي چې شپېته کاله فلج پرتې وې او د تولیدي فابریکو د کمپلکس په توګه په مختلفو مهمو او اساسي برخو کې ستر تولیدي ظرفیت لري، دا داخلي تولیداتو او صنایعو د ودې او پراختیا په برخه کې یو بنسټیز ګام ګڼل کېږي، چې په بهرنیو تولیداتو زموږ د هېواد تکیه راکموي او د داخلي صنعت په پیاوړتیا او پراختیا کې د پام وړ مرسته کوي.
له هر څه وړاندې د ملي پراختیا امارتي شرکت محترمو مسوولینو او ټولو هېوادوالو ته د دغه مهم او اړین ګام له امله ډېره مبارکي وایم. الله تعالی دې د نورو بریاوو پیل وګرځوي.
د تولیدي فابریکو دغه کمپلکس اوسمهال (۱۰۵) مختلف ډوله توکي تولیدوي چې د قوش تېپې کرنیزو کمپلکسونو لپاره د ماشین آلاتو او کرنیزو وسایلو، د صنعتي او د کوچنیو فابریکو ماشین الاتو، د ټرانسپورټي وسایطو، د فلزي عناصرو، د برقي وسایلو، د مختلفو پرزه جاتو او د کانالونو او بندونو د دروازو د قطعاتو تولیدات پکې شاملیږي؛ چې یو شمېر تولیدات یې نن ورځ د نمونې په توګه هم ښودل کېږي.
قدرمنو حاضرینو؛
لله الحمد په هېواد کې مو د هر ډول لویو، متوسطو او کوچنیو پانګونو لپاره لازمه زمینه مساعده ده. د تل په څېر د هېواد په ټولو محترمو تجارانو او پانګه والو یو ځل بیا ږغ کوم، چې په خپل ګران وطن کې پانګونه وکړي، په دې سره به مو له یوې خوا خپل مشروع کاروبار پیل کړی وي او له بلې خوا به مو د هېواد د اقتصادي ودې سره اړینه مرسته کړې وي.
په پای کې د ملي پراختیا شرکت له محترمو مسؤلینو څخه ډېره مننه کوم، چې دا مهم ګام یې پورته کړ او په ټینګار سره غواړم، چې د تولیداتو په برخه کې خپل ملي مسؤلیت په سمه توګه سرته ورسوي او هېوادوالو ته د منل سویو معیارونو په پام کې نیولو سره باکیفیته تولیدات وړاندې کړي، ترڅو له یوې خوا داخلي تقاضا ته جواب وویل سي او له بلې خوا د دې زمینه او امکان هم مساعد سي، چې اضافي تولیدات بهرنیو هېوادونو ته هم صادر سي.
والسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته