د تخار سپین زر سوداګریز ښارګوټي د جوړېدو چارو پرانیست‌غونډې ته د محترم ملا عبدالغني برادر اخوند وینا:

الحمدلله و کفی والسلام علی عباده الذین اصطفی اما بعد

فاعوذ بالله من الشیطان الرجیم

بسم الله الرحمن الرحیم

قال الله تعالی: واحل الله البیع وحرم الربا

د تخار ولایت محترم والي او د بېلا بېلو ادارو مسوولینو، د خصوصي سکتور استازو، پانګه والو، مېلمنو او ټولو حاضرینو ته؛

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

الله تعالی دې وکړي چې ټول به په خیر او عافیت کې یاست.

په ډېرې خواشینۍ سره خبر شوم چې د هېواد په مشرقي ولایتونو کې د تېرې شپې د زلزلې له امله ګرانو هېوادوالو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي. الله تعالی دې شهیدانو ته جنت الفردوس او ټپیانو ته عاجله شفاء ور نصیب کړي. د اسلامي امارت ټول اړوند مسوولین لاس په کار دي او له شته امکاناتو څخه په کار اخیستو یې د پېښې سیمو ته رسېدنه کړې ده.

په دې خوښ یم چې نن په تخار ولایت کې د عامه او خصوصي مشارکت پر اساس د پانګونې د دوو مهمو پروژو د افتتاح په غونډه کې ګډون کوم، د عامه سکتور ترڅنګ د خصوصي سکتور له لوري په هره کچه پانګونه د هېواد د اقتصادي ودې مهم جز تشکلیوي او د افغانستان اسلامي امارت یې ملاتړ کوي.

قدرمنو حاضرینو!

دا روښانه ده چې د هېواد په خدماتي او تولیدي اساساتو کې پانګونه د اقتصادي رشد او پراختیا له اساسي عواملو څخه ګڼل کېږي. پانګونه تولیدي ظرفیتونه لوړوي، داخلي ناخالص تولید زیاتوي، صنعت قوي کوي، د صادراتو اندازه زیاتوي، کاري فرصتونه رامنځته کوي او په ټوله کې ورسره د هېواد عاید زیاتیږي؛ چې په پایله کې د هېواد د خلکو د اقتصادي او اجتماعي رفاه په تأمین کې اغېزناکه ثابتیږي.

دا چې نن په تخار ولایت کې د عامه او خصوصي مشارکت له لارې د یلومون ګروپ شرکت له خوا د  دوه میلیارده څلور سوه شپږ پنځوس میلیونه افغانیو په ارزښت د ۲۳ کاله اوږد مهاله قرارداد له مخې د سپین زر نړیوال تجارتي مرکز پروژه  په ۳۲ جریبه ځمکه کې پرانیستل کېږي، چې د تطبیق موده یې دوه نیم کاله ده او د بلوګلکسي ساختماني او سرک جوړونې شرکت له خوا د  یو سلو اتیا میلیونه افغانیو په ارزښت د (۱۷) کاله اوږدمهاله قرارداد له مخې د موټرو د خرڅلاو، د موټر مینځلو، د نجارۍ دوکانونو او د ساختماني شرکتونو د دفترونو پروژه په شل جريبه ځمکه کې افتتاح کېږي چې د تطبیق موده یې دوه کاله ده. دا د پانګونې په برخه کې یو غوره او مؤثر اقدام ګڼم.

په دې سره به تولیدي او خدماتي ظرفیت لوړ سي، د تولید له عواملو به مؤثره ګټه واخیستل سي، ډېرو هېوادوالو ته به کاري فرصتونه وموندل سي او په ټوله کې به د هېواد له اقتصادي ودې سره مرسته وکړي.

د افغانستان اسلامي امارت په استازیتوب ټولو سوداګرو او پانګه والو ته د تل په څېر ډاډ ورکوم چې ټولو ستونزو ته به مو په وخت رسیدګي کېږي او د نوو فرصتونو په موندلو او د کاري زمینې په برابرولو کې به درسره لازمه همکاري کوو.

په پای کې د دغو مهمو پروژو د افتتاح له امله ټولو هېوادوالو ته مبارکي وایم او له اړوندو شرکتونو څخه په ټینګار غواړم چې خپل فعالیتونه د منل سویو معیارونو په پام کې نیولو سره په پوره صداقت او شفافیت سرته ورسوي.

والسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته