د قزاقستان هېواد لومړي وزیر مرستیال سره ناستې ته د محترم حاجي ملا صاحب وینا
نحمده و نصلی علی رسوله الکریم
اما بعد فأعوذ بالله من الشيطان الرجيم، بسم الله الرحمن الرحيم
د مجلس ټولو ښاغلو ګډونوالو ته!
السلام علیکم ورحمة الله و برکاته
له هر څه وړاندې د قزاقستان هېواد د لومړي وزیر مرستیال او ورسره مل پلاوي ته ښه راغلاست او نیکې هیلې وړاندې کوم. مننه کوم چې د افغانستان او قزاقستان هېوادونو ترمنځ د مشترکو او مهمو اقتصادي او سوداګریزو موضوعاتو د بحث لپاره مو افغانستان ته تشریف راوړی. هر کله راسئ، الله مو پخیر راوله!
تاسو ته بهتره معلومه ده، چې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ تاریخي، دیني، مذهبي، ژبني او جغرافیوي مشترکات شتون لري. دې نه یوازې زموږ د ملتونو ترمنځ طبیعي نږدېوالی رامنځ ته کړی، بلکې موږ ته یې دا فرصت هم راکړی، څو پر اساس یې د دواړو هېوادونو ترمنځ سیاسي، اقتصادي او سوداګریزې اړیکې لا منظمې او پیاوړې کړو.
افغانستان او قزاقستان د سیمې د اقتصادي ثبات او اتصال په برخه کې مهم رول لري. موږ باور لرو چې اقتصادي همکاري د سولې، ثبات او دوامداره پرمختګ لپاره تر ټولو مؤثره وسیله ده. د سیمهییزو پروژو ملاتړ او د اقتصادي مشارکت پیاوړتیا نه یوازې د دواړو هېوادونو، بلکې د ټولې سیمې په ګټه ده.
قزاقستان د افغانستان له مهمو سوداګریزو شریکانو څخه دی. موږ هیله لرو چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ اندازه په نږدې راتلونکې کې ټاکل سوې اندازې ته لوړه سي. افغانستان د قزاقستان د غنمو، اوړو، خوراکي توکو او صنعتي محصولاتو لپاره مهم بازار دی او په مقابل کې افغانستان کولای سي وچې او تازه مېوې، زعفران، طبي بوټي، قیمتي او نیمه قیمتي ډبرې، غالۍ او نور تولیدات د قزاقستان بازارونو ته صادر کړي.
د دواړو هېوادونو د اقتصادي اړیکو اصلي محرک خصوصي سکټور دی. د سوداګریزو نندارتونونو، ګډو اقتصادي فورمونو، د سوداګرۍ خونو ترمنځ د همکاریو او د سوداګرو د متقابلو سفرونو ډېروالی کولای سي نوي اقتصادي فرصتونه رامنځته او د پانګونې کچه لوړه کړي.
افغانستان د طبیعي سرچینو له پلوه د پام وړ ظرفیتونه لري. موږ د قزاقستان دولت او خصوصي سکټور ته بلنه ورکوو چې د کانونو استخراج او پروسس، ترانسپورټ، مخابراتو، انرژۍ تولید، ساختماني موادو تولید، کرنیزو صنایعو، نفت او ګاز او بنسټیزو پروژو کې پانګونه وکړي. اسلامي امارت د بهرنۍ پانګونې د جذب لپاره مناسب او خوندي چاپېریال رامنځته کړی دی.
دا چې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د همکاریو د لارې نقشې مسوده لاسلیک سوې او د دې نقشې په تطبیق سره به د کرنې، کانونو د استخراج، ترانسپورټ، اوسپنې پټلۍ، صنعت او نورو اقتصادي برخو کې د پام وړ مثبت بدلونونه رامنځته سي. همدارنګه، تمه کېږي چې دغه لار نقشه به د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې لا پیاوړې کړي او د دوه اړخیزې سوداګرۍ کچه به تر ۳ میلیارد ډالرو پورې لوړه کړي.
د لارې نقشه کې د کرنیزو محصولاتو د صادراتو زیاتوالی، د بانکي اړیکو پیاوړتیا، د کرنې او مالدارۍ اړوند موافقتنامې، د مالي بازارونو په برخه کې تخنیکي همکاري او د داخلي اسعارو په کارولو سره د سوداګریزو راکړو ورکړو پراختیا شامل دي.
همدارنګه، افغانستان د ترانسپورټي او لوژستیکي همکاریو پراختیا ته ځانګړې پاملرنه لري. په همدې موخه د سړک له لارې د نړیوال ترانسپورټ موافقتنامې مسوده، د افغانستان، ایران، قزاقستان او ترکمنستان د ګډ مرکز وړاندیز او په خارګوس بندر کې د افغانستان اړوند وارداتي توکو لپاره د لوژستیکي مرکز جوړولو غوښتنه هم د لارې نقشې برخه دي او له تاسو سره شریک سوي دي.
همداراز افغانستان د لوړو زده کړو، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ او کانونو په برخو کې هم له قزاقستان سره د عملي همکاریو غوښتونکی دی او په دې اړه یې هم خپل مشخص وړاندیزونه شریک کړي دي.
افغانستان د سیمې له هېوادونو په خاص ډول له قزاقستان هېواد سره په اقتصادي ډګر کې د قوي او ښو اړیکو غوښتونکی دی، دې اصل ته په کتو موږ د تعهداتو او لارې نقشې اړوند ټول هغه موضوعات چې په موږ پورې یې تړاو درلود بشپړ او تاسو سره شریک کړي دي. غوښتنه کوو چې څومره ژر ممکن وي شریک سوي موضوعات له خپل اړخه نهايي کړئ. تر څو د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ حجم ټاکلې اندازې ته لوړ سي.
په پای کې، غوښتنه کوو چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د لارې نقشې اړوندو موضوعاتو د لا ښه تطبیق، همغږۍ او پرمختګ په موخه، د دواړو لورو تخنیکي ټیمونه منظمې، نتیجهمحورې او تخنیکي ناستې ترسره کړي.
والسلام عليکم ورحمة الله وبرکاته!