د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند کنړ ولایت ته سفر وکړ

dpmea_admin
جمعه ۱۴۰۱/۱۰/۱۶ - ۱۴:۵۹
WhatsApp Image 2023-01-06 at 11.45.37 PM

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند کنړ ولایت ته سفر وکړ. په دې سفر کې له محترم ملا صاحب سره د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست خیرالله خیر خواه، د کورنیو چارو وزارت مرستیال محترم صدر ابراهیم، د کورنیو چارو وزارت له نشه یی توکو سره د مبارزې معین ملا عبدالحق همکار او یو شمېر نور مسؤلین ملګري وو.

محترم ملا صاحب د ګډ پلاوي او ننګرهار ولایتي مسؤلینو په ملتیا د کنړ سیند، د ناکامورا له لوري جوړ شوي کانالونه او یو شمېر نورو پروژو څخه لیدنه وکړه او مسؤلينو ته يې د چارو د لاښه والي په موخه لازمې سپارښتنې وکړې.

محترم ملا صاحب له کنړ سیند څخه د لیدنې تر څنګ د ناکامورا په هڅو جوړ شوي کانالونه حیاتي وبلل او د رامنځته شويو نوښتونو له امله یې د مسؤلينو د هڅو قدرداني وکړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۸ - ۱۰:۲۶
Background image

د کاني موادو د کیفیت معلومولو لپاره د پرمختللو لابراتوارونو جوړېدل د تایید وړ وبلل شول

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د قوس میاشتې په ۱۷مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ جوړه شوه. غونډې ته د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري په کابل او ولایتونو کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۶ - ۱۲:۳۴
Background image

د مالیې وزارت او ډي پي ورلډ شرکت ترمنځ د پانګونې شرطپاڼه لاسلیک شوه

د مالیې وزارت او ډي پي ورلډ شرکت ترمنځ نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د قوس میاشتې په ۱۶مه نېټه د ریاست‌الوزراء په اقتصادي معاونیت کې د پانګونې شرطپاڼه لاسلیک شوه. د ریاست‌الوزراء اقتصادي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۸:۱۵
Background image

کابل او تهران د درملو او طبي وسایلو د تولید په برخه کې همکارۍ پراخوي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د قوس میاشتې په ۱۲مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د ایران د روغتیا وزارت مرستیال او د خوړو او درملو. . .

BACK TO NEWS