د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د خیرخانې کوتل سړک د دوهمې برخې د جوړېدو چارو پرانیسته وکړه

dpmea_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱/۲۴ - ۱۱:۵۴
5U2A0731

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د خیرخانې کوتل سړک د دوهمې برخې د جوړېدو چارو پرانیسته وکړه. محترم ملا صاحب د دې پروژې د پرانیستو مراسمو ته وویل؛ کابل ښاروالي د ښار د ښکلا او منظموالي په موخه ډېرې هڅې کوي چې د پخوا په پرتله د ښار بڼه منظمه شوې، موږ یې ټولې ترسره شوې هڅې ستایو او پر هېوادوالو غږ کوو چې د عام‌المنفعه پروژو په ساتلو کې له حکومت سره همکاري وکړي. د خیرخانې کوتل سړک دوهمه برخه 3710 متره اوږدوالی، 27 متره سور، 7850 متره کانکرېټي ویاله او د موټرو 11 تمځایونه لري، چې چارې به یې په لسو میاشتو کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. پر دغه پروژه 370 میلیونه افغانۍ لګښت راځي چې د کابل ښاروالۍ له کورنیو عوایدو ورکول کېږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۳۵
Background image

له تمویلوونکو او نړیوالو موسسو سره د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت لومړیتوبونه شریک شول

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت د عامه اړیکو ریاست په مشرۍ نن (چهارشنبه) د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په اتمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې د تمویلوونکو، نړیوالو موسسو، ملګرو ملتونو او پراختیايي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۳۳
Background image

په اسلام کلا بندر کې د لس زره ټنه په ظرفیت د نفتو او ګازو د زېرمو جوړولو طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په اوومه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د هرات ولایت په اسلام کلا بندر کې د نفتو او ګازو د تخلیې او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۴:۲۱
Background image

له تمویلوونکو او نړیوالو موسسو سره د پوهنې وزارت لومړیتوبونه شریک شول

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت د عامه اړیکو ریاست په مشرۍ د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په شپږمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې د تمویلوونکو، نړیوالو موسسو، ملګرو ملتونو او پراختیايي شریکانو له. . .

BACK TO NEWS