د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په حضور کې د کانونو او پټرولیم وزارت او چینایي کمپنۍ (CPEIC)تر منځ «د امو سیند د حوزې د تېلو استخراج» قرارداد لاسلیک شو

dpmea_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۱۵ - ۱۳:۴۰
FlsxGoLXgAAcxgZ12123

د دغه تړون د لاسلیک کېدو پر مهال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په خپلو خبرو کې دا قرارداد د افغانستان په ګټه وباله او ویې ویل چې ددې قرارداد په مرسته به د افغانستان اقتصاد لا پیاوړی او د تېلو له پلوه به پر ځان بسیا کېدو ته نېږدې شي. محترم ملا صاحب د افغانستان پرېمانه طبیعي زېرمو ته په اشارې سره وویل: «افغانستان د طبیعي سرچینو له پلوه په نړۍ کې یو غني هېواد دی، خو د نورو معدني موادو ترڅنګ تېل د افغانستان د خلکو هغه شتمني ده چې  زموږ د هېواد د اقتصاد مهم برخه تکیه پرې کولای شي.» د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال په خپلو خبرو کې د افغانستان د تېلو نورې هغه زېرمې هم یادې کړې چې په زیاته کچه تېل لري. محترم ملا صاحب زیاته کړه چې افغانستان کې افغان- تاجک، امو سیند، هرات، هلمند او کټواز  کې د تېلو سترې حوزې شته چې د خامو تېلو تخمیني ذخایر یې یو اعشاریه اته میلیارد بوشکو ته رسیږي. محترم ملا صاحب دا هم وویل چې د امو حوزې د قشقري د تیلو د ذخایرو قرارداد د تېرې ادارې پرمهال له یو چینايي شرکت سره شوی ؤ، خو وروسته یې د بېلا بېلو دلایلو له مخې چارې درېدلې وې، ولې له نیکه مرغه د اسلامي امارت په هڅو سره دادی دا قرارداد یو ځل بیا لاسلیک او د یادې حوزې د تیلو د استخراج چارې به پیل شي. الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند قراردادي شرکت ته ډاډ ورکړ چې اسلامي امارت له دوی سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی. دغه راز محترم ملا صاحب له چینايي شرکت څخه وغوښتل چې د سرپل ولایت د خلکو چاپیریالي او اقتصادي امنیت ته دې پوره پاملرنه وکړي او په دې ولایت کې دې خلکو ته ټولنیز خدمتونه وړاندې کړي. د یادولو وړ ده چې قراردادي شرکت به په یوکال کې تر ۱۵۰ میلیون ډالرو پانګونه کوي، چې په ۳ کلونو کې به دغه اندازه ۵۴۰ میلیونو ډالرو ته لوړیږي. د قرارداد له مخې به اسلامي امارت ۲۰ سلنه شریک وي چې دا سهم او اندازه به تر ۷۵ سلنې پورې پورته کیږي. همدارنګه د تېلو استخراج ورځنۍ کچه به له ۱۰۰۰ ټنو پیل او د وخت په تېرېدو به یاده اندازه زیاتیږي. په دغه پروژه کې په مستقیم ډول ۳۰۰۰ افغانانو ته د کار زمینه برابریږي. یوه مهمه ماده چې له چینايي کمپنۍ (CPEIC) سره په قرارداد کې ځای پرځای شوې داده که نوموړي شرکت تر یو کال پورې هغه ټول مواد او موارد پوره نه کړل چې په قرارداد کې يې ژمنه کړې، قرارداد به په اتومات ډول فسخ کیږي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۹ - ۱۳:۴۲
Background image

د امو سیند پر غاړه د تخریب شوې ځمکې د بېرته رغونې طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه نن سه‌شنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د کب میاشتې په ۱۹مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. دې غونډې ته د امو سیند پر غاړه د تخریب شوې ځمکې د بېرته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۲:۵۰
Background image

په ګمرکونو کې د وارداتي تجارتي شرکتونو د ثابتې مالیې د ورکړې طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه نن دوشنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د کب میاشتې په یوولسمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. دې غونډې ته د مالیې وزارت له لوري د هېواد په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۲:۴۵
Background image

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټه کې د لمریزې برېښنا د تولید او سوداګریز مارکېټ جوړولو پر طرحو بحث وشو

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه نن سه‌شنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د کب میاشتې په ۱۲مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. غونډې ته د کابل ښار په لومړۍ ناحیه کې د کابل ښاروالۍ. . .

BACK TO NEWS