د محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه د روان لمریز کال د میزان میاشتې په ۲۵مه د سه‌شنبې په ورځ په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه

dpmea_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۷/۲۵ - ۱۷:۴۸
5U2A3060

د اقتصادي کمېسیون په نوبتي غونډه کې تر هراړخیز بحث وروسته د وړاندیز شوو تعدیلاتو په نظر کې نیولو سره د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې کړنلاره تایید شوه. د بین‌الوزارتي کمېټې د رامنځته کېدو موخه د کورنۍ او بهرنۍ پانګونې د جلب او جذب د بهیر چټکتیا، د پانګونې د طرحو په طی‌مراحلو کې د اړوندو وزارتونو او ادارو ترمنځ همغږي، د پانګونې لپاره د مناسب چاپېریال او د چارو د ښه مدیریت زمینې برابرول او په افغانستان کې د پانګونې پروژو په اړه پانګوالو ته د لازمو معلوماتو چمتو کول دي. په ناسته کې تر هراړخیز بحث وروسته د کابل ښار په یوولسمه ناحیه کې د عامه- خصوصي سکټور له لوري د جهان پارک د جوړولو طرحه په پرنسیپ کې تایید شوه او کابل ښاروالۍ ته دنده وسپارل شوه څو له قراردادي شرکت سره یوځل بیا د قرارداد د وخت او ځینو نورو اړینو مسایلو په اړه تخنیکي ناسته وکړي. د دغه طرحې له مخې خصوصي سکټور په ۱۵۰ جریبه ځمکه کې د ۹۶۰ میلیونه افغانیو په ارزښت پانګونه کوي، چې د عوایدو ۳۵ سلنه به کابل ښاروالۍ ته ورکوي. د دغه طرحې له مخې به یاد پارک د ۳ کلونو په موده کې بشپړ او د ښاري اصولو سره سم به ټول اړین سهولتونه ولري. همدارنګه په دغه غونډه کې پرېکړه وشوه چې په کور دننه د مالګې د تولید، پروسس او د خپلې اړتیا د پوره کېدو په موخه دې د کانونو او پټرولیم وزارت د مالګې د تولید او پروسس د کورنیو فابریکو لپاره په خامو موادو رویالیټي راکمه کړي، د صنعت او سوداګرۍ وزارت دې د اړوندو ولایتونو په صنعتي پارکونو کې ځمکې ورکړي او په معیار د برابرو کورنیو تولیدي فابریکو په ګډون دې د ټولو فابریکو هراړخیز ملاتړ وشي او هغه فابریکې چې په معیار برابرې نه دي، مکلفې دې کړل شي چې په لنډ وخت کې ځانونه په معیار برابرې کړي څو هېواد د مالګې په برخه کې له کورنیو سرچینو خودکفایۍ ته ورسېږي. د خوړو او درملو اداره مسئولیت لري چې بازار ته د بې کیفیته مالګې د وړاندې کېدلو مخنیوی په کلکه وکړي. همدا راز د ناستې په پای کې د اوبو او انرژۍ وزارت په مشرۍ ټاکل شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه څو د اوبو بندونو او سیندونو د بستر د حریم اړوندو ملکیتونو د تثبیت او خونديتوب لپاره یوه جامع طرحه جوړه او د اقتصادي کمېسیون راتلونکي مجلس ته یې وړاندې کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۴:۳۴
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند: علماء کرام دې خلکو ته د دیني مکلفیتونو ترڅنګ د اسلامي نظام او ملي ګټو ساتلو روحیه هم ورکړي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د قوس میاشتې په ۲۶مه نېټه د «جامعه فتح العلوم کابل» مدرسې د دستاربندۍ په مراسمو کې ګډون وکړ. محترم. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۴:۳۲
Background image

په سرپل او جوزجان ولایتونو کې د سوداګریزو مارکېټونو د جوړولو پر طرحو بحث وشو

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د قوس میاشتې په ۲۵مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. دې غونډې ته د سرپل ولایت په ګوسفندي ولسوالۍ او د جوزجان ولایت په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۲:۱۲
Background image

له کونړ سیند څخه تر درونټې بند پورې د اوبو رسولو وړاندیز د تایید وړ وبلل شو

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د قوس میاشتې په ۲۴مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. دې غونډې ته له کونړ سیند څخه د ګمبیري دښتې د ښکتنۍ برخې په. . .

BACK TO NEWS