د محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه

dpmea_admin
شنبه ۱۴۰۲/۳/۶ - ۱۷:۲۴
5U2A2157

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه د ۱۴۰۲ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په شپږمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. د ملي تدارکاتو کمېسیون په یاده نوبتي غونډه کې له اجنډا سره سم پر ۲۴ پروژو مفصل بحث وشو، چې د ۹پروژو قراردادونه یې منظور، د ۲ پروژو قراردادونه لغوه او د پاتې نورو پروژو په اړه ګډو کمېټو ته دنده وسپارل شوه، څو یې  تخنیکي ارزونه ترسره او خپل راپور  د ملي تدارکاتو کمېسیون راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي. په منظور شوو پروژو کې د کانونو او پټرولیم وزارت، لوړو زده کړو وزارت، ټولګټو چارو وزارت، پوهنې وزارت، افغان ملي بانک، د افغانستان برښنا شرکت او کابل ښاروالۍ بېلابېلې پروژې شاملې دي، چې ټولیز ارزښت یې سلګونو میلیونو افغانیو ته رسېږي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۵ - ۸:۱۷
Background image

د کابل – بګرام سړک د جوړېدو چارې پيل شوې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن پنجشنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د سلواغې میاشتې په ۲۳مه نېټه د کابل – بګرام سړک د جوړېدو چارو د پيل پرانیسته وکړه.

د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۱۵:۳۳
Background image

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه ترسره شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د سلواغې میاشتې په ۲۱مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. دې غونډې ته د هرات ولایت په اسلام کلا بندر کې د تخلیې او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۱۴:۲۳
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د عزیزي ګروپ شرکتونو له عمومي رییس میرویس عزیزي سره وکتل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن چهارشنه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د سلواغې میاشتې په ۲۲مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د عزیزي ګروپ شرکتونو له عمومي رییس. . .

BACK TO NEWS