د هرات ولایت د غوریانو ولسوالۍ د اوسپنې کان د څلورو بلاکونو او همدا راز د غور ولایت د تولک ولسوالۍ د سرپو کان د یو بلاک د استخراج او پروسس ګټونکي شرکتونه اعلان شول

dpmea_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۶ - ۱۸:۲
5U2A6517

د هرات ولایت د غوریانو ولسوالۍ د اوسپنې کان د څلورو بلاکونو او همدا راز د غور ولایت د تولک ولسوالۍ د سرپو کان د یو بلاک د استخراج او پروسس ګټونکي شرکتونه اعلان شول. د افغانستان اسلامي امارت د اقتصادي کمېسیون په لارښوونه د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري د هرات ولایت د غوریانو ولسوالۍ د اوسپنې کان څلور بلاکونه د استخراج لپاره آزادې داوطلبۍ ته وړاندې شوي وو، چې د هراړخیزې او شفافې پروسې له ترسره کېدو وروسته یې لاندې شرکتونه ګټونکي اعلان شول:

۱ـ وطن درخشان شرکت چې آذاران صنعتي سازه ایراني شرکت یې ۷۰ سلنه ونډ‌وال دی، د ۶۴.۶ نمرو په اخیستلو سره د غوریانو ولسوالۍ د اوسپنې کان د لومړي بلاک ګټونکی دی.

۲ـ ساحل شرق میانه شرکت چې دره نور افغاني شرکت او ايپکول ترکي شرکت یې هر یو ۱۵ سلنه ونډ‌وال دي، د ۶۱ نمرو په اخیستلو سره د غوریانو ولسوالۍ د اوسپنې کان د دوهم بلاک ګټونکی دی.

۳ـ شمش ملي شرکت چې GBM او AD Resources انګلستاني شرکتونه یې ۳۵ سلنه ونډ‌وال دي، د ۶۸.۵ نمرو په اخیستلو سره د غوریانو ولسوالۍ د اوسپنې کان د درېیم بلاک ګټونکی دی.

۴ـ باختر فولاد شرکت چې احیای سپاهان او پارسیان ایراني شرکتونه یې ۴۹ سلنه ونډ‌وال دي، د ۶۰.۵۰ نمرو په اخیستلو سره د غوریانو ولسوالۍ د اوسپنې کان د څلورم بلاک ګټونکی دی.

د یادو بلاکونو د ګټونکو شرکتونو ډېره ونډه افغان شرکتونه جوړوي چې له بهرنیو شرکتونو سره به په ګډه دغه بلاکونه په مسلکي ډول استخراج او پروسس به یې په کور دننه ترسره کوي. د غور ولایت د تولک ولسوالۍ د سرپو کان له څلورو بلاکونو څخه د یو بلاک ګټونکی افغان انوېسټ شرکت دی چې دوی ته په قرارداد ورکول کیږي. ددې کان عواید به په عام‌المنفعه پروژو کې په مصرف رسیږي، چې ډېره برخه به یې په کور دننه د برېښنا تولید او ورسره اړوند چارو ته ځانګړې کیږي. د یادونې وړ ده، چې لسګونو شرکتونو د داوطلبۍ په آزاده پروسه کې ګډون کړی و، چې د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري د جوړو شویو تخنیکي کمېټو سربېره د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت په لارښوونه د بین الوزارتي کمېټو استازیو په ګډون د ټولو ګډون‌کوونکو شرکتونو پروپوزلونه ارزول شوي دي، چې د کانونو او پټرولیم وزارت د پروپوزلونو د ارزونې کمېټې د معیارونو په پام کې نیولو سره له یوې شفافې پروسې وروسته پورته ذکر شوي شرکتونه ګټونکي اعلان شول. همدارنګه له داوطلبۍ وروسته ټولو هغو شرکتونو چې د داوطلبۍ  د لېوالتیا د څرګندولو غوښتنې او د پروپوزل غوښتنې مرحلو کې یې ګډون کړی و، د داوطلبۍ د پروسې پر څرنګوالي او د پروپوزلونو د ارزونې پر پروسې باندې نیوکې درلودې؛ د دوی شکایتونو ته د رسېدنې په موخه د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت لخوا د اقتصاد وزارت په مشرۍ بله تخنیکي کمېټه وټاکل شوه. دې کمېټې د خپل کار په جریان کې له ټولو اعتراض کوونکو شرکتونو د دوی شکایتونه په کتبي ډول وغوښتل، چې د کانونو او پټرولیم وزارت د پروپوزلونو د ارزونې کمېټې لخوا ورته ځوابونه وویل شول او د دوی قناعت حاصل شو. د هرات ولایت د غوریانو ولسوالۍ د اوسپنې کان د څلورو بلاکونو او همدا راز د غور ولایت د تولک ولسوالۍ د سرپو کان د یو بلاک د قراردادونو منظوري عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ الحدیث مولوي هبة الله آخندزاده (حفظه الله) ورکړې ده او د دې کانونو د داوطلبۍ او قرارداد تفصیلي معلومات وخت پر وخت د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه له دفتر سره هم شریک شوي دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۳۵
Background image

له تمویلوونکو او نړیوالو موسسو سره د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت لومړیتوبونه شریک شول

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت د عامه اړیکو ریاست په مشرۍ نن (چهارشنبه) د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په اتمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې د تمویلوونکو، نړیوالو موسسو، ملګرو ملتونو او پراختیايي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۳۳
Background image

په اسلام کلا بندر کې د لس زره ټنه په ظرفیت د نفتو او ګازو د زېرمو جوړولو طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په اوومه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د هرات ولایت په اسلام کلا بندر کې د نفتو او ګازو د تخلیې او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۴:۲۱
Background image

له تمویلوونکو او نړیوالو موسسو سره د پوهنې وزارت لومړیتوبونه شریک شول

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت د عامه اړیکو ریاست په مشرۍ د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په شپږمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې د تمویلوونکو، نړیوالو موسسو، ملګرو ملتونو او پراختیايي شریکانو له. . .

BACK TO NEWS