د مالدارۍ صنعت؛ په پراختیا سره یې اقتصادي وده ګړندۍ کېږي

 

مالداري

لیکوال: نجیب الله مایار

سریزه

مالداري د افغانستان د کلیوالو سیمو د خلکو یوه لویه بوختیا او د ګټې وټې لاره ده. بزګران د کرکیلې ترڅنګ غوایان، غواګانې، پسونه، وزې او نور بېلابېل څاروي د شیدو، غوښو، وړیو او نورو محصولاتو په موخه ساتي. د مالدارۍ صنعت نه یوازې د مالدارو کورنیو له پاره اقتصادي ارزښت لري، بلکې د هېواد په اقتصادي پراختیا کې هم مهمه ده. که څه هم مالداري په افغانستان کې له ډېرو پخوا زمانو رواج درلود، خو په دې برخه کې یو لړ ستونزې او د اسانتیاوو نشتوالی د دې لامل شوی چې دا کار د یوه دود نه د یوه صنعت په توګه دوام ومومي. مالداري د صنعت په توګه د موجوده منابعو څخه په استفادې، خلکو ته کاري فرصتونه برابروي او د هغوی د عوایدو په لوړولو کې مرسته کوي. که څه هم مالداري په افغانستان کې ښه فرصتونه لري، خو دغه صنعت لا هم له ګڼو ننګونو سره مخ دی. د څارویو د نسل اصلاح، د وترنرۍ خدمات، واکسینونه او د محصولاتو له پاره د مناسب بازار موندنه هغه څه دي چې لا هم مالداران لاسرسی نه ورته لري. څو کاله وړاندې د نړیوالو بنسټونو په ملاتړ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د مالدارۍ د غوړېدو او د څارویو د نسلونو د اصلاح په موخه ځینې اقدامات شوي او پایله یې هم ښه وه. که چیرې دا هلې ځلې ګړندۍ او حکومت بودیجه ورته ځانګړې کړي، له شک پرته به د مالدارۍ صنعت پراختیا ومومي او ډېر کسان به په دې برخه کې پانګونې ته زړه ښه کړي. په دې لیکنه کې به په هېواد کې د مالدارۍ وضعیت او ارزښت ته ځغلنده کتنه وکړو.

په افغانستان کې د مالدارۍ وضعیت

کرنه او مالداري په افغانستان کې د یوې سکې دوه مخونه دي، په دې مانا چې هلته کرکیله او کرونده ده، نو مالداري ورسره ضرور شته او ټول بزګران انسانانو ته د غنمو او نورو خوړو د اړتیا وړ توکو د برابرولو ترڅنګ اهلي حیواناتو ته هم خواړه برابروي او ډېرو کارونه د څارویو پرمټ سرته رسوي. د ترسره شویو څیړنو له مخې د افغانستان زیاتره وګړي په کرنه بوخت دي، دا چې په هېواد کې لاهم کرنه نه ده میکانیزه شوې او په دودیزه بڼه ترسره کیږي، نو په ځینو سیمو کې بزګران لا هم د کرنې ډېر کارونه په څارویو ترسره کوي. بزګران د څارویو ساتنه یا مالداري یوازې د همدې موخې له پاره نه کوي، بلکې غواګانې، میږې او وزې د کورنۍ له پاره د لبنیاتو د برابرولو په موخه ساتي. خوله دې دودیزې بڼې بهر، مالداري د یوه صنعت په توګه یو لوی اقتصادي فعالیت ګڼل کېږي او د هېواد په اقتصاد کې مهم رول لري. څېړنو ښودلې چې په افغانستان کې مالداري د کار روزګار د برابرولو یو مهم سکتور دی او په لږو امکاناتو او کم وخت کې ښه پایله ورکوي. د خوړو د نړیوال سازمان د سروې له مخې په افغانستان کې د څارویو نسل د اصلاح کولو چارې لسو کلونو ته اړتیا لري. دا سروې چې د افغانستان په ۳۷ زره او ۶۰۰ کلیو کې ترسره شوې ده ښیي چې افغانستان په ۲۰۰۳ میلادي کال کې ۳٫۷ میلیونه غوایان، ۸٫۸ میلیونه پسونه،۷٫۳ میلیونه وزې، ۱٫۶ میلیونه خره، ۱۸۰ زره اوښان، ۱۴۰ زره آسان، ۱۲٫۲ میلیونه مرغاوۍ، فیل مرغان او زرکان لرل. د دغه څېړنې له مخې غوایان، پسونه او آسان د افغانستان په شمال، مرغان د افغانستان په مرکزي سیمو، ګامیښې په جلال آباد او غژګاو په بدخشان کې ډېر ښه روزل کېږي. دا سروې همدا راز ښیي چې کوچیان د ۷۴٫۶ سلنه پسونو، ۵۱٫۹ سلنه وزو او ۱ سلنه غوایانو مالکان دي. له تېرو څلویښتو کلونو را په دېخوا په افغانستان کې د مالدارۍ صنعت د دودولو په برخه کې ځینې پلانونه هم عملي شوي دي. د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په تشکیل کې د مالدارۍ معینیت رامنځ ته کېدل د دې فعالیتونو د تنظیم د هڅو یوه برخه ګڼلای شو. د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په ۱۳۹۶لمریز کال کې د کابل په ریشخور سیمه کې د مالدارۍ په برخه کې د څېړنو په موخه ۳۷ جریبه ځمکه د مالدارۍ فارم ته ځانګړې کړې چې یو کال وروسته په کې د لومړي ځل له پاره د غوایانو او مرغانو په برخه کې د څېړنو برخه هم فعاله شوه. د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د همدې هڅو په لړ کې د څارویو د ساتنې او روزنې لارې چارې دودول، د لبنیاتو د تولید او د څارویو د نسل د اصلاح او واکسینو د مرکزونو جوړول هم شامل وو چې د دغه وزارت د مالوماتو له مخې دا مرکزونه اوس هم فعال دي او په کابل سربېره په یو شمېر ولایتونو کې اوس هم فعالیت کوي. له هغه وروسته د فارمونو جوړولو ته خلکو مخه وکړه او په هېواد کې د مالدارۍ په بېلا بېلو برخو په تېره بیا د غوایانو، پسونو او چرګانو د فارمونو په برخه کې د پام وړ پانګونه وشوه. د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د شمېرو له مخې په ۱۴۰۰ لمریز کال په هېواد کې دوه زره او ۹۵۰ د غوایانو، پسونو او وزو فارمونه فعال و چې له دې جملې یې یو زر او ۶۲ فارمونه د غوایانو، ۹۳۲ د پسونو او ۹۵۶ نور د وزو وو. د وزارت د شمېرو له مخې په ۱۳۹۹لمریز کال کې په هېواد کې یو میلیون ۵۸۹ زره او ۲۶۹ متریک ټنه د غوایه، پسه او وزې غوښه تولید او مصرف شوې وه. له دې جملې یې ۹۱۲ زره او ۳۸۷ ټنه د غوایه او ۶۷۶ زره او ۸۸۲ ټنه د پسه او وزې غوښه وه . پایتخت د غوښې په تولید او مصرف کې تر نورو ولایتونو مخکې دی. ورپسې په ترتیب سره بلخ، ننګرهار، هرات او کندهار راځي. د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وایي، په دې برخه کې د اسانتیاوو د برابرولو او د غوښې د پروسس د معیاري کولو په موخه په کابل، بلخ او هرات ولایتونو کې لوی لوی مسلخونه جوړ شوي چې په یوه کاري وخت کې د ۱۰۰ غوایانو او ۱۵۰۰ پسونو او وزو د حلالولو ظرفیت لري. د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت زیاتوي، اوس په هېواد کې اتیا سلنه د چرګانو د اړتیا وړ غوښه په هېواد کې د ننه تولیدېږي. په افغانستان کې تراوسه د غوایانو ساتنه په فني توګه نه ترسره کېږي. اوس په هېواد کې درې ډوله غوایان(وطنی غوایان، ګاومیښ او غیژګاو) دي. په تېرو ۳۵ کلونو کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د نړیوالو څېړنیو بنسټونو په همکارۍ د بهرنیو غوایانو د نسل اخیستنې په موخه څیړنې کړې، خو ویل کیږي چې د غوښینو غوایانو په برخه کې یې څه نه دي کړي. له ۲۰۰۲ میلادي کال را په دېخوا په افغانستان دوو انجیو ګانو د حیواناتو او ۴۰ نورو د مرغدارۍ په برخه کې فعالیت درلود چې تر ډېره بریده په دې برخو کې پرمختګونه هم رامنځ ته شوي، خو دا هڅې په هېواد کې شته فرصتونو ته په پام ډېرې لږې دي. د کرنې او مالدارۍ د کارپوهانو د ارزونې له مخې افغانستان د ۳۱۰ میلیونه څارویو (۱۱۰ میلیونه غوایان، ۱۰۰ میلیونه پسونو او ۱۰۰ میلیونه نورو حیواناتو او مرغانو) د ځایولو ظرفیت لري. د مالدارۍ سیستم عصري کول د یوې مهمې اړتیا په توګه لاهم په افغانستان کې له پامه غورځېدلې ده او د دغه صنعت د ودې په موخه په بنسټیزو برخو کې لاهم ډېرې تشې شته چې تر ډېره د حکومت مسوولیت دی. ستونزه داده چې تراوسه هم د افغانستان مالداران د څارویو ګټورو نسلونو ته لاسرسی نه لري، د حیواناتو کوم نسلونه چې اوسمهال په خپلسري ډول هېواد ته راوړل کېږي، زیاتره یې د هېواد له اقلیم سره سمون نه لري چې له امله یې مالداران نه یوازې د پام وړ ګټه نشي کولای، بلکې ډېری وخت زیانمنېږي. همدا لامل دی چې د مالدارۍ فارمونه د پام وړ پراختیا نه مومي. په پرمخ تللو هېوادونو کې ځانګړي شرکتونه او کمپنۍ په منل شویو معیارونو د څارویو له پاره خواړه برابروي چې د څارویو د چاغښت او یا شیدو په ډېروالي کې اغیزناک تمامیږي، خو په افغانستان کې مالداران لاهم دغه اسانتیا نه لري او کوم حیواني خواړه او درمل چې له بهره راوړل کیږي،کیفیت یې ټیټ او په لوړه بیه تمامېږي. همدا راز مالداران هغه څاروي ساتي چې ګټور نه وي، ځکه دوی د څارویو اصلاح شوي نسلونو ته لاسرسی نه لري. د بېلګې په توګه په افغانستان کې یوه غوا چې د ساتنې ځای او خواړه یې سم نه دي په کال کې ۱۷۰۰ لیتره شیدې ورکوي؛ په داسې حال کې چې د اصلاح شوي نسل یوه غوا (ډنمارکۍ غوا) په کال کې ۹۰۰۰ لیتره شیدې ورکوي. دا چې د مالدارۍ صنعت پر اقتصاد څه اغیزه لري، لاندې یې لولو.

 د مالدارۍ صنعت اقتصادي ارزښت

مالداري د نړۍ د کرنیز کورني ناخالص تولید ۴۰ سلنه او د ټول ناخالص کورني تولید ۵ سلنه جوړوي او په نړۍ کې د لږ تر لږه ۱٫۳ میلیارده کسانو د ژوند او عاید سرچینه ده. د مالدارۍ له دې ارزښت سره سره په نړیواله کچه د کرنې برخې ته د ځانګړې شوې بودیجې یوازې ۲٫۵ سلنه یې مالدارۍ او د وترنۍ خدماتو ته ځانګړې کیږي. د هرکال په تېرېدو سره د حیواني محصولاتو تقاضا لوړېږي او په تېرو څلویښتو کلونو کې د حیواني محصولاتو تقاضا دوه برابره لوړه شوې ده. همدا راز مالداري نږدې یو میلیارد کسانو ته چې ژوند یې له مالدارۍ صنعت سره تړلی د کار نوي فرصتونه برابر کړي دي. په مخ پر وده هېوادونو کې د تولید شویو مالداري محصولاتو زیاته برخه یې په داخلي مارکیټونو کې پلورل کېږي. د افغانستان له اویا سلنې ډېر خلک په کلیوالو سیمو کې ژوند کوي چې ډېر یې په کرنه او مالدارۍ بوخت دي. که څه هم په ډېرو سیمو کې مالداري لاهم په دودیزه بڼه سرته رسیږي، خو په یو شمېر سیمو او په تېره بیا ښاري سیمو کې د مالدارۍ بڼې یو څه بدلون موندلی او له دودییزې هغې را وتلې ده. د مالدارۍ د بڼې په بدلون سره د حیواني محصولاتو په کچه کې هم ډېروالی راغلی او هرڅومره چې د حیواني محصولاتو په تېره بیا لبنیاتو په تولید کې زیاتوالی راغلی په هماغه کچه یې تقاضا هم لوړه شوې ده. د مالدارۍ له پاره وترنري خدمات یوه اساسي اړتیا ده، خو لاهم په هېواد کې کافي وترنري خدمتونه نشته. همدا لامل دی چې هرکال د مالدارانو ډېرڅاروي د بیلابېلو ناروغیو له امله مړه کیږي، چې دا د کورنیو په اقتصادي ژوند ناوړه اغیز ښندي. د مالدارۍ د محصولاتو او عوایدو ډېروالی د کورنیو په اقتصادي پیاوړتیا مثبت اغیزه لري. د خپرو شویو شمېرو له مخې په افغانستان کې هره کورنۍ په منځني ډول ۱٫۶ غوایه، ۴٫۲۸ پسونه، ۳٫۹ وزې او ۵٫۸۷ کورني مرغان ساتي. له دې ښکاري چې مالداري د افغانستان د مالدارو کورنیو د عاید مهمه برخه جوړوي او مالدارې کورنۍ د څارویو له محصولات څخه پراستفادې سربېره یو شمېر څاروي پلوري او په پیسو یې د ژوند نورې اړتیاوې پوره کوي. همدا راز له څارویو څخه د لبنیاتو په ترلاسه کولو سربېره د هغو له وړیو څخه ګیلمونه، غالۍ، کشمیره او نور بیلابېل توکي جوړېږي. د افغانستان غالۍ او نور لاسي صنایع د نړۍ په بازارونو کې ښه شهرت لري. که دا ټول محاسبه شي د افغانستان د مالدارۍ ارزښت میلیاردونو ډالرو ته رسیږي او حکومت باید د حیواناتو د خوندیتوب او د بېلابېلو حیواني ناروغیو د وقایې او مخنیوي په موخه ځانګړي پلانونه ولري. د مالدارۍ صنعت ته په تېرو کلونو کې هسې پاملرنه نه ده شوې لکه چې اړتیا ده. د خپرو شویو شمېرو له مخې د افغانستان د کرنې سکتور ته په ځانګړې شوې بودیجه کې د حیواني روغتیا برخې ته یوازې ۵۰ میلیونه افغانۍ په پام کې نیول کېدې چې دا بودیجه په نشته حساب وه او که په افغانستان کې یوازې په غوایانو، پسونو او وزو وویشل شي هر یوه ته له دو ډالرو لږې پیسې رسیږي چې دا د څارویو د درملنې، وقایې او نورو روغتیایي خدمتونو له پاره خورا لږې پیسې دي. د مالدارانو د ژوند د ښه والي او هڅونې په موخه حکومت باید دې برخې ته ډېره بودیجه ځانګړې کړي. دغه راز حکومت مکلف دی چې د مالدارانو له پاره د حیواني محصولاتو د پلور مناسب بازارونه برابر کړي او د حیواني روغتیا او وترنرۍ خدمات ډېر او پیاوړي کړي، ترڅو د ناروغیو په خورېدو سره مالداران زیانمن نشي. د افغانستان په شمول مخ پر ودې هېوادونو کې څاروي او په تېره بیا(غوایان، پسونه او وزې) د خلکو د خوړو د برابرولو، اقتصاد او ژوند اړتیاوو پوره کولو او د هېوادونو په اقتصادي ثبات کې مهم رول لري. ځکه مالداران د بې وزله کورنیو د اقتصاد په ښه والي او وترنري خدمتونه د حیواناتو د محصولاتو په ډېروالي او روغتیا کې مهم رول لري. هرڅومره چې وترنري خدمتونه پیاوړي شي، په کلیوالو سیمو کې د مالدارانو د حیواني محصولاتو کچه هم ورسره لوړیږي او مالداران له زیانمنېدو سره نه مخ کیږي.

پایله

افغانستان د مالدارۍ صنعت د ودې په برخه کې ډېر فرصتونه لري چې له ځینو یې هېڅ ګټه نه ده اخیستل شوې. په تېرو کلونو کې د مالدارۍ صنعت د ټکنتیا یو لامل هم امنیتي ستونزې وې چې له امله یې متشبثینو په دې برخه کې پانګونې ته زړه نه ښه کاوه. حکومت او خصوصي سکتور په دې برخه کې یو شان مسوولیت لري چې که یې په سم ډول ادا کړي، نو له یوې خوا به د اړتیا وړ ډېر توکي په هېواد کې د ننه تولید او له بلې خوا به ګڼو کسانو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شي. حکومت په تېره بیا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت باید مالدارانو ته د اساتیاوو برابرولو، د حیواني ناروغیو د درملو اوروغتیایي مرکزونو جوړولو، د څارویو د غوره نسلونو د چمتو کولو، د حیواني واکسینونو برابرولو، د څارویو د مناسبې روزنې په برخه کې د تخنیکي لارو چارو د پوهاوي او تولیدي محصولاتو له پاره د بازار موندنې په برخه کې جدي او عملي اقدامات وکړي. همدارنګه خصوصي سکتور د هېواد له شته فرصتونو څخه په استفادې د مالدارۍ سکتور په بېلابېلو برخو کې په پانګونې سره هم د ځان له پاره مناسب کاروبار او ګټه وټه او هم یو شمېر هېوادوالو ته د کار زمینه برابرولای شي. افغانستان اوس تربل هر وخت ډېر کاري فرصتونو ته اړتیا لري چې د نورو برخو ترڅنګ د مالدارۍ په برخه کې شته فرصتونه کولای شي ګڼو کسانو ته د کار زمینه برابره کړي.