د افغانستان صادراتو کې د نوښت اړتیا

د افغانستان صادراتو کې د نوښت اړتیا

 

زاهد خلیلي

مقدمه:

افغانستان د خپل ځانګړي جغرافیوي موقعیت له امله په سیمه کې مهم اقتصادي ارزښت لري. که څه هم افغانستان یو مصرفي او وارداتي هېواد دی، خو صادرات يې هم د اقتصاد مهمه برخه جوړوي. د اقتصادي ثبات او د کورنیو تولیداتو د ملاتړ له پاره اړینه ده چې بهرنۍ سوداګري پراخه او پياوړې شي.

د بهرنۍ سوداګرۍ د پراختیا او پیاوړتیا له پاره د نړیوال مارکیټ د غوښتنو مطابق صادرات ډېر مهم دي او د دې له پاره په کار ده چې افغان سوداګر په خپلو صادراتو کې نوښت وکړي، څو له یوې خوا د افغانستان صنعت او کرنه پياوړې او اقتصادي ثبات او پرمختګ رامنځته شي او له بلې خوا افغان سوداګر په نړیوال بازار کې خپل حضور ثابت او دومداره وساتي.

په دې مقاله کې په لنډ ډول د افغانستان په صادراتو او په صادراتو کې د نوښت اړتیا او نوښت رامنځته کولو لارو چارو ته کتنه شوې ده.

د افغانستان صادرات

که څه هم افغانستان تر ډېره یو مصرفي او وارداتي هېواد دی، خو بیا هم د دې ظرفیت لري چې بهر ته ډېر څه صادر کړي. د افغانستان اصلي صادراتي توکي وچې او تازه مېوې، قیمتي او نیمه قیمتي ډبرې، د ډبرو سکاره، غالۍ ، غیر الکولي مشروبات، سیخ ګول، زعفران او نور دي.

صادرات د افغانستان د داخلي اقتصاد د پياوړتیا او کاري فرصتونو د ایجاد له پاره مهم دي. په ۲۰۲۴ کال کې افغانستان د شاوخوا دوه میلیارد ډالرو په ارزښت نورو هېوادونو ته صادرات کړي وو. د اسلامي امارت د هڅو په پایله کې اوسمهال افغانستان په ۱۳۷ قلمه توکو کې پر ځان بسیا شوی او تولیدات او محصولات يې دومره حد ته رسېدلي چې داخلي اړتیا پوره کوي او د ځینو توکو اضافي يې نورو هېوادونو ته صادروي.

اسلامي امارت هڅې کوي چې افغانستان په یو صادرونکي او صنعتي هېواد بدل کړي. خو د صادراتو اوسنۍ کچې لوړېدو یوه لاره په صادراتو کې نوښتونه دي چې کولی شي زموږ د هېواد صادرات ډېرو هېوادونو ته ورسوي.

نوښت څه دی او ولې مهم دی؟

پوهان د نوښت په تعریف کې وايي، نوښت نوي مېتودونه، نظرونه او خدمات دي چې د پام وړ اغېزه او ارزښت لري. په نوښت کې تخلیقي مفکورې شاملې دي چې محسوسې پایلې لري او مؤثریت رامنځته کوي.

د نورو برخو تر څنګ په صادراتو کې هم نوښت ډېر مهم دی. د ښو صادراتو او په مارکیټ کې د ځای موندلو او پاتې کېدو له پاره هم مهمه ده چې سوداګر او صنعت کاران په خپلو صادراتو کې نوښتونه راولي.

په صادراتو کې نوښت اقتصادي وده او دومداره پرمختګ ته لاره هواروي.

په صادراتو کې د نوښت له راوستلو څخه موخه یوازې د صادراتو د کچې لوړول نه دي، بلکې د داسې لارو غوره کول دي چې ورسره د صادراتو کېفیت لوړ شي، تنوع رامنځته او د صادراتو ارزښت زیات شي.

نوښتونه کولی شي چې نوي تولیدات او محصولات رامنځته کړي او یا په شته هغو کې ښه والی راولي. نوښتونه د دودیزو صادراتو بڼه عصري بڼې ته بدلوي چې دا په صادراتو کې د زیاتوالي او د بازار موندلو لامل کېږي.

د نننۍ نړۍ بازار د سیالۍ بازار دی او هغه څوک بریالی او په بازار کې پاتې کېدای شي چې سیالي وکړای شي او دا سیالي په صادراتو کې له نوښتونو پرته ترسره کېدای نه شي. په دې اساس په نړیوال بازار کې د ځان موندلو له پاره اړینه ده چې یو سوداګر په خپلو توکو کې نوښتونه وکړي، څو له بازاره حذف نه شي.

د بېلګې په ډول، د غالیو یو سوداګر که غواړي په نړیوال مارکیټ کې ځای ومومي او سیالي وکړای شي، نو په کار ده چې خپلو صادرېدونکو غالیو کې د وخت تقاضا په نظر کې ونیسي او د هغې مطابق په غالیو کې ډیزاینونه او نقشونه ځای پر ځای کړي. د دغه سوداګر له پاره دا هم مهمه ده چې د خپلو صادرېدونکو غالیو د موادو کېفیت ته ډېره توجه وکړي. که ډيزاینونه او نقشونه يې زاړه او د موادو کېفیت يې خراب وي، نو بهر ته استول شوې غالۍ به يې و نه پلورل شي او پرې تاوان به وي. که د غالیو یو سوداګر داسې و نه کړي، نو په مارکیټ کې به ورو ورو خپل ځای له لاسه ورکړي او پای کې به یې سوداګري سقوط شي.

دغه راز، د وچې او تازه مېوې د صادراتو برخه کې هم نوښتونو ته اړتیا ده. د معیاري بسته بندۍ اړتیا ډېره لیدل کېږي. د بېلګې په ډول سوداګر دې په بسته بندۍ کې داسې څه وکاروي چې چاپېریالي او صحي ستونزې رامنځته نه کړي. یا دا چې د انلاین پلور او اړیکو له پاره اسانتیاوې ولري او د QR په څېر کوډونه وکاروي، څو صادرات د نړیوال مارکیټ په غوښتنو برابر وي او بهرنی بازار ومومي. په دې سره به د صادراتو کچه هم زیاته شي.

اسلامي امارت په صادراتو کې د نوښتونو له پاره هڅې کوي او د همدې موخې له پاره د هېواد په سوداګریزو مرکزونو کې د پروسس زونونه جوړوي، څو د افغان سوداګرو صادرات په معیاري ډول بهر ته ولاړ شي او په نړیوال بازار کې ښه ځای ومومي.

په صادراتو کې نوښتونه د افغانستان د اقتصادي ثبات او دومداره پرمختګ، د سوداګریزو اړیکو د پراختیا، ملي باور ترلاسه کولو او کاري فرصتونو د ایجاد له پاره خورا مهم دي.

د نوښت لارې

نوښت په خپله نه راځي، بلکې انسان دی چې باید د وخت د غوښتنو مطابق په خپلو چارو کې نوښت او بدلون راولي. صادرات هم لکه د نورو سکټورونو په څېر نوښت ته اړتیا لري او که پر وخت په صادراتو کې نوښتونه رامنځته نه شي، نو په اقتصادي لحاظ به یو هېواد له ډېرو ستونزو سره مخ شي.

د نوښتونو رامنځته کولو ډېرې لارې شته چې دوه يې دلته یادوو.

۱- په څېړنه پانګونه کول:

څېړنه ډېره مهمه ده. د لویدیځ د پرمختګ یو راز هلته د څېړنیز فکر او څېړنې موجودیت ښودل کېږي. هلته ډېر څېړنیز او علمي مرکزونه فعال دي چې خلکو ته مشورې ورکوي او پالیسۍ جوړوي. په افغانستان کې په دغه برخه کې نیمګړتیاوې شته. اړینه ده چې نړیوال بازار کې د نوښتونو د تقاضا د څېړنې او ځان خبرونې په پار څيړنیز مرکزونه (لوی یا کوچني) جوړ شي. په څېړنیزو فعالیتونو پانګونه تاوان نه، بلکې برعکس ملت او هېواد ته ګټه لري.

۲- زدکړه او د مهارتونو ترلاسه کول:

نړۍ کې د ورځو په حساب بدلونونه رامنځته کېږي. له نږدې څخه د دغو بدلونونو د لیدلو او د مالوماتو د ترلاسه کولو له پاره اړینه ده چې د عملي زدکړو له پاره يوه ډله خلک بهر ته ولېږل شي، څو هغوی هغه لارې چارې له نږدې وګوري، تخنیک زده کړي او بیا يې خپل هېواد ته راوړي او دلته يې پلی کړي. په دې اساس د مسلکي او تجربه لرونکو کارګرو لرل د هېواد د اقتصادي پرمختګ له پاره ډېر مهم دي.

پایله

په صادراتو کې نوښت د وخت ضرورت وي او سوداګر باید د وخت له غوښتنو سره سم په صادراتو کې نوښتونه رامنځته کړي. دغه نوښتونه د سوداګرۍ د غوړېدو او د هېواد د اقتصادي ثبات او پرمختګ له پاره مهم وي.

نوښتونه د یو هېواد د ملي باور او په هېواد کې د کاري فرصتونو د ایجاد له پاره ترسره کېږي. په نړیوال مارکیټ کې د پاتې کېدو او لاسرسي له پاره اړینه ده چې په صادراتو کې نوښتونه رامنځته شي.

په کار ده چې سوداګر د نړیوال مارکیټ او د وخت له غوښتونو ځان خبر کړي او له هغې سره سم صادرات وکړي، څو له مارکیټ څخه حذف نه شي.