د اقتصادي کمېسیون په نوبتي غونډه کې پر یوشمېر موضوعاتو بحث وشو

masih_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۸ - ۱۱:۴۶
Key Points Discussed in the Economic Commission’s Meeting

د اقتصادي کمېسیون په نوبتي غونډه کې چې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوې وه، له اجنډا سره سم پر ټاکل شوو موضوعاتو بحث وشو. دې غونډې ته د ډي پي ورلډ (DP World) شرکت د شرطپاڼې په تړاو متحده عربي اماراتو ته د افغانستان اسلامي امارت د پلاوي کاري راپور، د کاسا زر پروژې په اړه د افغانستان برېښنا شرکت د ټاکل شوي پلاوي راپور، د افغان – ټرانس پروژې په تړاو د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ معینیت راپور، د مناګي برېښنا بند په تړاو د افغانستان برېښنا شرکت راپور، د جواز السیر او لایسنس الکټرونیکي کولو طرحه او یوشمېر نور اقتصادي موضوعات وړاندې شول.
له هراړخیز بحث وروسته د افغان – ټرانس پروژې په تړاو د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ معینیت راپور تایید او اړوندو امارتي وزارتونو او ادارو ته د لازمو کړنو ترسره کولو سپارښتنه وشوه.
د یادو نورو موضوعاتو په اړه هم له مفصل بحث وروسته لازم تصامیم ونیول شول.
د کمېسیون دا غونډه د خیر په دعا پای ته ورسېده

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۸:۸
Background image

د تراکتورونو او کرنیزو ماشینونو د مونتاژ او تدریجي تولید طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه  نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د خصوصي سکټور له لوري په هېواد کې د تراکتورونو او کرنیزو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۶:۱۷
Background image

د سوداګرۍ پراختیا لپاره د شیرخان بندر ظرفیت لوړیږي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن (سه‌شنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۴:۴۷
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له ښاغلي جمشید خواجه‌یف سره ولیدل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (یکشنبه) د ۱۴۰۵ کال د اسد میاشتې په څلورمه نېټه د ارګ په چهارچنار ماڼۍ کې د ازبیکستان د لومړي وزیر له مرستیال ښاغلي. . .

BACK TO NEWS