د رياست الوزراء اقتصادي مرستيال د نیمروز ولايت د علماوو شورا له غړو سره وکتل

dpmea_admin
شنبه ۱۴۰۳/۵/۲۰ - ۱۵:۸
5U2A3666

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د روان لمریز کال د اسد میاشتې په ۲۰مه نېټه په خپل کاري دفتر کې چې د بهرنیو چارو، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ، د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیرانو او د برېښنا شرکت رئیس هم حضور درلود د نیمروز ولایت د علماوو شورا غړو سره په لیدنه کې د هغوی ستونزې واورېدې. د نیمروز ولایت علماوو شورا غړو په هېواد کې د راغلي امنیت ستاینه وکړه او زیاته یې کړه چې د نیمروز ولس په خپل ټول توان سره په هر حالت کې د افغانستان اسلامي امارت څخه اطاعت او ملاتړ کوي. دوی د نیمروز مرکز زرنج سربېره لرې پرتو ولسوالیو ته د برېښنا رسول، د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی، په زرنج کې د مخابراتي شبکو تقویه او لرې پرتو سیمو ته د مخابراتي شبکو پراختیا، د کرنې لپاره د ضرورت وړ اوبو برابرول او سرحدي ستونزو ته یې د رسېدنې ترڅنګ ځینې نورې ستونزې هم د ریاست الوزراء له اقتصادي مرستیال سره شریکې کړې. د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال وویل، اوسمهال په هېواد کې په مختلفو سکټورونو کې پروژې پیل او د پخوا په پرتله هېوادوالو ته د ژوند ډېرې اسانتیاوې برابرې شوې دي. د محترم ملا صاحب په خبره، له څه باندې څلور لسیزو وروسته د هېواد د آبادۍ فرصت برابر شوی خو ډېرې ستونزې په میراث را پاتې دي چې ټولو ته رسېدنه وخت او امکاناتو ته اړتیا لري، اسلامي امارت له خپلو هېوادوالو سره ژمنه کوي چې د دوی لومړیتوبونو ته په کتو به په تدریج سره ټولې ستونزې حل شي. د محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په حضور کې د  نیمروز ولایت علماوو شورا غړو له لوري شریکې شوې ستونزې اړوندو وزارتونو او ادارو ته راجع شوې او له هغوی څخه وغوښتل شول چې د شته امکاناتو څخه پر استفادې دې یادو ستونزو ته رسیدګي وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۶:۸
Background image

د امارتي ادارو د مکاتیبو او اداري اسنادو د مدیریت برېښنايي سیسټم تایید شو

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن چهارشنبه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د ثور میاشتې په نهمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۳:۳۶
Background image

په کابل، بلخ او جوزجان ولایتونو کې د سوداګریزو مارکېټونو د جوړولو پر طرحو بحث وشو

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د ثور میاشتې په اتمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. دې غونډې ته د کابل ولایت په لومړۍ ناحیه کې د مالیې وزارت پر ځمکه، . . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۳:۳۶
Background image

په کابل، بلخ او جوزجان ولایتونو کې د سوداګریزو مارکېټونو د جوړولو پر طرحو بحث وشو

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د ثور میاشتې په اتمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. دې غونډې ته د کابل ولایت په لومړۍ ناحیه کې د مالیې وزارت پر ځمکه، . . .

BACK TO NEWS