د غنمو د تولید په برخه کې د ځان بسیاینې ستراتیژۍ په اړه بحث وشو

dpmea_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۳/۱ - ۱۵:۵۵
WhatsApp Image 2024-05-21 at 15.24.20_490b4334

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د ثور میاشتې په ۳۱مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه او له اجنډا سره سم پر ټاکل شویو موضوعاتو بحث وشو. دغې غونډې ته د نورو موضوعاتو ترڅنګ د غنمو تولید په برخه کې د ځان بسیاینې ستراتيژي وړاندې شوه چې تر هر اړخیز بحث وروسته د یادې کمېټې د قناعت وړ وګرځېده او د تائیدۍ لپاره اقتصادي کمېسیون ته واستول شوه. دغه ستراتیژي د هېواد د ملي اقتصاد د پياوړتیا او خوړو خوندیتوب په موخه جوړه شوې، چې په تطبیق سره به یې د غنمو د تولید کچه زیاته او په کیفیت کې به یې د پام وړ ښه‌والی راشي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۳۳
Background image

په اسلام کلا بندر کې د لس زره ټنه په ظرفیت د نفتو او ګازو د زېرمو جوړولو طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په اوومه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د هرات ولایت په اسلام کلا بندر کې د نفتو او ګازو د تخلیې او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۴:۲۱
Background image

له تمویلوونکو او نړیوالو موسسو سره د پوهنې وزارت لومړیتوبونه شریک شول

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت د عامه اړیکو ریاست په مشرۍ د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په شپږمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې د تمویلوونکو، نړیوالو موسسو، ملګرو ملتونو او پراختیايي شریکانو له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۰:۵۶
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د مفید تولیدي شرکت له محصولاتو لیدنه وکړه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند، نن (جمعه) د ۱۴۰۵ کال د سنبلې میاشتې په ۲۷مه نېټه، په بلخ ولایت کې د (مفید د خوراکي غوړیو، حیواني خوراکې او چرګانو دانې. . .

BACK TO NEWS