د ۲۰.۷ میلیاردو افغانیو په پانګونې سره د برېښنا د تولید او انتقال پروژو قراردادونه لاسلیک شول

masih_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۷ - ۱۳:۴۵
02

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په حضور کې نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د وري میاشتې په اوومه نېټه د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې د افغانستان برېښنا شرکت او خصوصي سکټور ترمنځ د برېښنا تولید د اوو او د برېښنا انتقال د درېیو پروژو قراردادونه لاسلیک شول.
د برېښنا تولید په اوو پروژو کې په بلخ ولایت کې د ۴۰ میګاواټه لمریزې برېښنا، په هرات ولایت کې د پنځه میګاواټه لمریزې برېښنا، په لغمان ولایت کې د لس میګاواټه لمریزې برېښنا، په هرات ولایت کې د ۲۰۰ میګاواټه بادي برېښنا د لومړي فاز ۴۳.۲ میګاواټه برېښنا، په لوګر ولایت کې د ۴۰ میګاواټه لمریزې برېښنا، په ننګرهار ولایت کې د ۴۰.۲۵ میګاواټه لمریزې برېښنا، په جوزجان ولایت کې د ۵۰ میګاواټه ګازي برېښنا پروژې شاملې دي چې د برېښنا مجموعي ظرفیت یې ۲۲۸.۴۵ میګاواټو ته رسېږي. د برېښنا د انتقال په پروژو کې بیا د کندهار ولایت ختیځ برېښنا کوټ او د زابل ولایت د قلات برېښنا کوټ جوړولو او له کجکي تر کندهار پورې د ۱۱۰ کیلو ولټ برېښنا مزي غځولو پروژې شاملې دي.
د یادو پروژو د تطبیق لپاره کورني او بهرني خصوصي شرکتونه ۲۰.۷ میلیارده افغانۍ پانګونه کوي چې چارې به یې په معیاري ډول پر ټاکلي وخت بشپړې شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۳ - ۱۱:۵۷
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۱۵:۳۳
Background image

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه ترسره شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د سلواغې میاشتې په ۲۱مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. دې غونډې ته د هرات ولایت په اسلام کلا بندر کې د تخلیې او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۱۴:۲۳
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د عزیزي ګروپ شرکتونو له عمومي رییس میرویس عزیزي سره وکتل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن چهارشنه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د سلواغې میاشتې په ۲۲مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د عزیزي ګروپ شرکتونو له عمومي رییس. . .

BACK TO NEWS