د اقتصادي کمېسیون ځانګړې غونډه ترسره شوه

masih_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۲۶
د اقتصادي کمېسیون ځانګړې غونډه ترسره شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون ځانګړې غونډه نن سه‌شنبه د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۲۶مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. په دې غونډه کې د اوو زونونو د والي صاحبانو له لوري پر وړاندې شوو موضوعاتو بحث وشو.
په غونډه کې په هېواد کې د بې‌کارۍ کچې راکمولو، په هېواد کې د اقتصادي پروژو د ښه او پر وخت تطبیق، د صادراتو او وارداتو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کولو، د خامو نفتي موادو د تصفیې، هېواد ته د واردېدونکو درملو د مجازو اقلامو د لیست د پراختیا، د صنعتي ساحو د نقشو د ژر ویزه کولو، د امارتي ځمکو د اجارې بهیر د تنظیم او همغږۍ، د صادرېدونکو غوښو د بیو د لوړوالي او د صادراتو پراختیا او یوشمېر نورو موضوعاتو په اړه بحث وشو. د یادو موضوعاتو په اړه لازمې پرېکړې او تصامیم ونیول شول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۰:۵۶
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د مفید تولیدي شرکت له محصولاتو لیدنه وکړه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند، نن (جمعه) د ۱۴۰۵ کال د سنبلې میاشتې په ۲۷مه نېټه، په بلخ ولایت کې د (مفید د خوراکي غوړیو، حیواني خوراکې او چرګانو دانې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۰:۵۳
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په بلخ کې د صنعتي ښارګوټي د بنسټ ډبره کیښوده

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند، نن (جمعه) د ۱۴۰۵ کال د سنبلې میاشتې په ۲۷مه نېټه، د بلخ ولایت په حیرتان دوه لارې کې د (امام شقیق بلخي رح) صنعتي ښارګوټي د. . .

BACK TO NEWS