د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې لومړنۍ کاري غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه

dpmea_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۸/۲ - ۱۳:۲۶
photo_٢٠٢٣-١٠-٢٤

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټه د کورنۍ او بهرنۍ پانګونې د جلب او جذب د بهیر چټکتیا، د پانګونې د طرحو په طی‌مراحلو کې د اړوندو وزارتونو او ادارو ترمنځ د همغږۍ، د پانګونې لپاره د مناسب چاپېریال رامنځته کولو، د چارو د ښه مدیریت لپاره د زمینې برابرولو، د پانګونې پروسو کې د چټکتیا او روڼتیا رامنځته کولو، د امارتي ادارو او خصوصي سکټور ترمنځ د همغږۍ ښه والي او په افغانستان کې د پانګونې پروژو په اړه پانګوالو ته د لازمو معلوماتو چمتو کولو په موخه جوړه شوې ده. د دې کمېټې د کاري فعالیت له پيل سره سم اوسمهال کورني او بهرني پانګوال کولای شي د دغو معیارونو: (د طرحې سرلیک، د طرحې د وړاندې کوونکي پانګوال/ادارې نوم، د پانګوال (حکمي/حقیقي شخص) په اړه بشپړ معلومات ( د شرکت جواز، آدرس، اړیکې شمېره، برېښنالیک او د استازي د استازولۍ قانوني اسناد)، د طرحې پېژندنه، د طرحې موخې، موخو ته د رسېدو څرنګوالی، د طرحې د پلي کولو لپاره د اړتیا وړ بودیجه او تمویل کوونکې مرجع، د طرحې د پلي کولو موده او له طرحې څخه د ګټې اخیستنې موده)، په نظر کې نیولو سره خپلې طرحې په فزیکي ډول د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت د اقتصادي کمېسیون دارالانشاء ته راواستوي او پر دې سربېره یې پر دغه برېښنالیک(AIIMC@dpmea.gov.af)   او اړیکو شمېرو سره (0770985100، 0202100976) هم رالېږلی شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۴ - ۱۵:۴
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند: امن افغانستان د ټولو لپاره له اقتصادي او سیاسي پلوه لوی فرصت ګڼل کېږي، هېڅوک باید فرصتونه په تهدیدونو بدل نه کړي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن یکشنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د مرغومي میاشتې په ۱۴مه نېټه په کندهار ولایت کې د الجامعة الاسلامیة دارالعلوم کندهار د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۱ - ۱۱:۱
Background image

ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۱۸.۵ میلیارده افغانیو په لګښت ۲۹ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د مرغومي میاشتې په لسمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۱ - ۱۰:۴۱
Background image

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه جوړه شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د مرغومي میاشتې په نهمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. دې غونډې ته د کابل ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې د ښاروالۍ پر ځمکه. . .

BACK TO NEWS