اقتصادي کمېسیون د هېواد په ۱۲ ګمرکي بندرونو کې د الکټرونیکي سکنرونو د نصب طرحه منظوره کړه

dpmea_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۷ - ۱۷:۴۳
5U2A8469

د اقتصادي کمېسیون په نوبتي غونډه کې چې د روان لمریز کال د سلواغې میاشتې په ۱۷مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوې وه، د خصوصي سکټور له لوري د هېواد په ۱۲ ګمرکي بندرونو کې د الکټرونیکي سکنرونو د نصب، د کور او ښار جوړولو وزارت پر اقتصادي طرحه او یوشمېر نورو موضوعاتو بحث وشو. په غونډه کې چې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ جوړه شوې وه، تر هراړخیز بحث وروسته د خصوصي سکټور له لوري د هېواد په ۱۲ ګمرکي بندرونو کې د سکنرونو نصبولو طرحه منظوره شوه. د دې طرحې له مخې به خصوصي سکټور د عامه – خصوصي مشارکت له لارې پر دې پروژه شاوخوا ۸ میلیارده افغانۍ پانګونه کوي. د اقتصادي کمېسیون په دغه غونډه کې د کور او ښار جوړولو وزارت پر اقتصادي طرحه هم بحث وشو. ددې طرحې له هراړخیزې ارزونې وروسته پرېکړه وشوه، چې د کور او ښار جوړولو وزارت پالیسي جوړوونکی دی، د پروژو سروې، ډیزاین او نظارت به دغه وزارت ترسره کوي او تطبیق یې بیا د اړوندو وزارتونو او ادارو مسوولیت دی.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۰:۳۷
Background image

د پانګونې بین الوزارتي کمېټې غونډه جوړه شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په ۲۸مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.
غونډې ته د خصوصي سکتور له لوري د فاسفیټ، مس او جستو د اکتشاف، کیندنې او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۲۴
Background image

په هېواد کې د توکو د نرخونو او کیفیت پر کنټرول ټینګار وشو

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون ځانګړې غونډه نن (سه‌شنبه)، د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په ۲۸مه نېټه، په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۱۱
Background image

د اړمنو هېوادوالو د لاسنیوي ځانګړې اوونۍ ونمانځل شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (یکشنبه)، د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په ۲۶مه نېټه، د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري د اړمنو هېوادوالو د لاسنیوي په موخه. . .

BACK TO NEWS