د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند هرات ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت په مقام کې په جوړه شوې غونډه کې ګډون او وینا وکړه

dpmea_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۷ - ۱۷:۲۹
5U2A1426

په دغه ناسته کې پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر ملا محمد عباس اخوند، د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال ملا عبدالحق همکار او د دغه وزارت اداري مرستیال مولوي نور جلال جلالي، د هرات والي شیخ الحدیث مولانا نوراحمد اسلام جار، د علماوو شورا رئیس او غړو، د ۲۰۷ الفاروق قول اردو قومندان، سپینږیرو، مشرانو، د خصوصي سکټور استازو او ګڼو ملکي او امنیتي مسوولینو ګډون کړی و.  محترم ملا صاحب د خپلو خبرو پر مهال وویل، د هرات ولایت په زنده جان ولسوالۍ کې د شوې زلزلې له امله زموږ هېوادوالو ته بې شمېره ځاني او مالي تلفات اوښتي دي. موږ پر دغه رامنځته شوې غمیزه خپله خواشیني څرګندوو، شهیدانو ته جنت الفردوس، قریبانو ته یې صبر جمیل او زخمیانو ته د الله تعالی له دربار څخه د عاجلې شفاء غوښتونکي یو.  محترم ملا صاحب زیاته کړه، زموږ راتګ یوازې د دې لپاره نه و چې تاسو ته تسلیت ووایو، بلکې دا زموږ مسوولیت دی موږ پر افغانستان حاکمان نه، بلکې د دې ولس خادمان یو. محترم ملا صاحب وویل، موږ که له یوه لوري له دې لویې غمیزې سره مخامخ شوي یو، له بل لوري مې د خوښۍ احساس ځکه وکړ چې د هرات د ولسونو ترمنځ مې مینه، یووالی او یو د بل لاسنیوی ولید، چې ویاړ او فخر مې پرې وکړ. محترم ملا صاحب زیاته کړه، موږ له زلزله ځپلو سیمو څخه د لیدنې په موخه زنده جان ولسوالۍ ته لاړو، هلته مو زیانمنې شوې سیمې او متضرر شوي هېوادوال له نېږدې ولیدل او د شهیدانو د جنازې په لمانځه کې مو ګډون وکړ. وروسته د زخمیانو د احوال اخیستو په موخه د ولایت حوزوي روغتون ته لاړو او د زخمیانو د درملنې په موخه مو طبي ټیمونو ته لازمې لارښوونې او هدایات وکړل، چې ان‌شاءالله په ښه ډول به یې درملنه او تداوي وشي. د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال يادې غونډې ته د خپلو خبرو پر مهال وویل، د افغانستان اسلامي امارت د متضرر شویو هېوادوالو د ژغورلو لپاره ټول شته امکانات پر کار اچولي دي، ټول اړوند وزارتونه او ادارې پر دې لګیا دي چې دوی ته عاجلې مرستې ورسوي او تاسو ته ډاډ درکوو چې د وران شویو کورونو په بدل کې به په اساسي ډول د سرپنا ځایونه درته جوړ کړو.  محترم ملا عبدالغني برادر اخوند زیاته کړه چې ټولو امارتي مسوولینو ته مو لارښوونه کړې ده چې راټولې شوې مرستې په شفاف ډول پر مستحقو هېوادوالو ووېشي او په دغه برخه کې مو یو کمېسیون هم ګمارلی دی. محترم ملا صاحب له ټولو هغو هېوادوالو څخه چې له زلزله ځپلو سره یې د خپل وس مطابق کمک کړی دی، مننه وکړه او یوځل بیا یې په ټولو ملي سوداګرو، شتمنو هېوادوالو، خیریه بنسټونو او موسسو غږ وکړ، چې په دغه سخت وضعیت کې د زلزله ځپلو هېوادوالو لاسنیوی وکړي او د هغوی ژوند وژغوري.  محترم ملا صاحب همدا راز له نړیوالو مرستندویه بنسټونو او ادارو څخه هم وغوښتل چې له زلزله ځپلو افغانانو سره هر اړخیزه مرسته وکړي او د دې سترې غمیزې پر مهال یې لاسنیوی وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۰:۲۵
Background image

په کابل ښار کې د درېیو سوداګریزو مارکېټونو د جوړولو طرحې د تایید وړ وبلل شوې

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د جوزا میاشتې په دوهمه  نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.  دې غونډې ته د کابل ښار  په لومړۍ ناحیه کې د مالیې وزارت پر ځمکه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲ - ۱۵:۵۳
Background image

تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۴.۲ میلیارده افغانیو په لګښت ۱۵ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه نن شنبه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د جوزا میاشتې په دوهمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره. . .

جمعه ۱۴۰۵/۳/۱ - ۱۸:۴۲
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د ازبیکستان د اوسپنې پټلۍ ادارې له عمومي رییس سره وکتل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن پنجشنبه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د ثور میاشتې په ۳۱مه نېټه په بلخ ولایت کې د ازبیکستان هېواد د اوسپنې پټلۍ ادارې له عمومي. . .

BACK TO NEWS