د مالګې پالیسۍ او معدني موادو د پروسس او صادراتو پالیسۍ مسودو ته د تایید نظر ورکړل شو

masih_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۵ - ۱۲:۲۲
د مالګې پالیسۍ او معدني موادو د پروسس او صادراتو پالیسۍ مسودو ته د تایید نظر ورکړل شو

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د کب میاشتې په ۱۳مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. غونډې ته له اجنډا سره سم د مالګې پالیسۍ مسوده، د معدني موادو د پروسس او صادراتو د پالیسۍ مسوده او د هلمند ولایت په ښوراب ملکي هوايي ډګر کې د شته سړې خونې د فعالولو موضوعات د بحث لپاره وړاندې شول.

په غونډه کې له هراړخیز بحث وروسته د مالګې پالیسۍ او د معدني موادو د پروسس او صادراتو پالیسۍ مسودو ته د تایید نظر ورکړل شو او اړوندو وزارتونو ته سپارښتنه وشوه، څو د یادو پالیسیو په مسودو کې د اوبو او انرژۍ وزارت نظر ځای پر ځای او د نهايي تصمیم نیونې په موخه یې اقتصادي کمېسیون ته راجع کړي.

د هلمند ولایت په ښوراب ملکي هوايي ډګر کې د شته سړې خونې د فعالولو په اړه پرېکړه وشوه چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت دې د یادې سړې خونې د فعالولو لپاره وړ شرکت انتخاب او قرارداد دې د منظورۍ په موخه اقتصادي کمېسیون ته وړاندې کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۴ - ۱۰:۳۸
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د یتیم‌تاق د ګازو له سیمې لیدنه وکړه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د ۱۴۰۵ کال د عقرب میاشتې په ۲۳مه نېټه د جوزجان ولایت د یتیم تاق د ګازو له سیمې لیدنه وکړه.
د افغان ګاز امارتي شرکت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۴ - ۹:۴۵
Background image

د بیات پاور د ۴۰ مېګاواټه ګازي برېښنا توربین بیاځلې فعالیت پيل کړ

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د ۱۴۰۵ کال د عقرب میاشتې په ۲۳مه نېټه په جوزجان ولایت کې د بیات پاور د ۴۰ مېګاواټه ګازي برېښنا توربین د بیاځلې فعالیت د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲۳ - ۱۳:۳۳
Background image

د میمنې - اندخوی د ۱۱۰ کیلوولټ برېښنا د لېږد لین د بیارغونې پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري نن (شنبه)، د ۱۴۰۵ کال د عقرب میاشتې په ۲۳مه نېټه، په فاریاب ولایت کې د میمنې - اندخوی د ۱۱۰ کیلوولټ برېښنا د لېږد. . .

BACK TO NEWS