د ۲۰.۷ میلیاردو افغانیو په پانګونې سره د برېښنا د تولید او انتقال پروژو قراردادونه لاسلیک شول

masih_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۷ - ۱۳:۴۵
02

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په حضور کې نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د وري میاشتې په اوومه نېټه د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې د افغانستان برېښنا شرکت او خصوصي سکټور ترمنځ د برېښنا تولید د اوو او د برېښنا انتقال د درېیو پروژو قراردادونه لاسلیک شول.
د برېښنا تولید په اوو پروژو کې په بلخ ولایت کې د ۴۰ میګاواټه لمریزې برېښنا، په هرات ولایت کې د پنځه میګاواټه لمریزې برېښنا، په لغمان ولایت کې د لس میګاواټه لمریزې برېښنا، په هرات ولایت کې د ۲۰۰ میګاواټه بادي برېښنا د لومړي فاز ۴۳.۲ میګاواټه برېښنا، په لوګر ولایت کې د ۴۰ میګاواټه لمریزې برېښنا، په ننګرهار ولایت کې د ۴۰.۲۵ میګاواټه لمریزې برېښنا، په جوزجان ولایت کې د ۵۰ میګاواټه ګازي برېښنا پروژې شاملې دي چې د برېښنا مجموعي ظرفیت یې ۲۲۸.۴۵ میګاواټو ته رسېږي. د برېښنا د انتقال په پروژو کې بیا د کندهار ولایت ختیځ برېښنا کوټ او د زابل ولایت د قلات برېښنا کوټ جوړولو او له کجکي تر کندهار پورې د ۱۱۰ کیلو ولټ برېښنا مزي غځولو پروژې شاملې دي.
د یادو پروژو د تطبیق لپاره کورني او بهرني خصوصي شرکتونه ۲۰.۷ میلیارده افغانۍ پانګونه کوي چې چارې به یې په معیاري ډول پر ټاکلي وخت بشپړې شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۶ - ۱۵:۳
Background image

د افغانستان اسلامي امارت اقتصادي پالیسي منظور شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون له لوري د افغانستان اسلامي امارت اقتصادي پالیسي تایید او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۶ - ۱۴:۵۲
Background image

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ اقتصادي کمېسیون پرېکړه وکړه، چې د اورانوس د ودونو تالار او پارکېنګ شته قراردادونه دې فسخه او یاده ساحه دې د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو مارکېټ ته ځانګړې شي.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ اقتصادي کمېسیون پرېکړه وکړه، چې د اورانوس د ودونو تالار او پارکېنګ شته قراردادونه دې فسخه او یاده ساحه دې د قیمتي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۶ - ۱۰:۵۷
Background image

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د سنبلې میاشتې په ۲۵مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د ایران اسلامي جمهوریت د صنعت، سوداګرۍ او کانونو له وزیر سید محمد اتابک او مل پلاوي سره وکتل.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د سنبلې میاشتې په ۲۵مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د ایران اسلامي جمهوریت د صنعت، سوداګرۍ او کانونو. . .

BACK TO NEWS