په بلخ ولایت کې د پنځه پوړیز سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه د تایید وړ وبلل شوه

masih_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۱۵:۲۰

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه ترسره شوه. دغه غونډه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د سرطان میاشتې په نهمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ جوړه شوې وه. غونډې ته له اجنډا سره سم د بلخ ولایت په مزارشریف ښار کې د مالیې وزارت پر ځمکه د پنځه پوړیز سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه د بحث لپاره وړاندې شوه، چې له هراړخیز بحث وروسته د تایید وړ وبلل شوه.

همدارنګه دې غونډې ته په ننګرهار او خوست ولایتونو کې د ښاروالیو پر ځمکو د سوداګریزو مارکېټونو جوړولو طرحې هم د بحث لپاره وړاندې شوې. له بحث وروسته ټاکل شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه څو د یادو طرحو تخنیکي او مالي اړخونه و ارزوي او راپور یې په ټاکلي وخت د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې ته وړاندې کړي

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۳ - ۱۱:۵۷
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۱۵:۳۳
Background image

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه ترسره شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د سلواغې میاشتې په ۲۱مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. دې غونډې ته د هرات ولایت په اسلام کلا بندر کې د تخلیې او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۱۴:۲۳
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د عزیزي ګروپ شرکتونو له عمومي رییس میرویس عزیزي سره وکتل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن چهارشنه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د سلواغې میاشتې په ۲۲مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د عزیزي ګروپ شرکتونو له عمومي رییس. . .

BACK TO NEWS