محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د اقتصادي همکاریو د لار نقشې پر ژر نهايي کېدو ټینګار وکړ

masih_admin
شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۶:۳۶
محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د اقتصادي همکاریو د لار نقشې پر ژر نهايي کېدو ټینګار وکړ

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (شنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۳۰مه نېټه د ارګ په چهارچنار ماڼۍ کې د قزاقستان د لومړي وزیر له مرستیال او د اقتصاد وزیر ښاغلي سریک ژومانګارین په مشرۍ راغلي هیئت سره وکتل.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال افغانستان او قزاقستان مهم سوداګریز شریکان وبلل او هیله یې څرګنده کړه، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو لار نقشې په تطبیق سره به د سوداګرۍ حجم درې میلیارد ډالرو ته ورسېږي. محترم ملا عبدالغني برادر اخوند وویل، د کرنې، کانونو استخراج، ترانسپورټ، اوسپنې پټلۍ او صنعت برخو کې ګډ کار کول، د کرنیزو محصولاتو د صادراتو زیاتوالی، د بانکي اړیکو پیاوړتیا، د کرنې او مالدارۍ اړوند موافقتنامې، د مالي بازارونو په برخه کې تخنیکي همکاري، د داخلي اسعارو کارول، د ترانسپورټي او لوژستیکي همکاریو پراختیا، د افغانستان، ایران، قزاقستان او ترکمنستان د ګډ مرکز وړاندیز او په خارګوس بندر کې د افغانستان اړوند وارداتي توکو لپاره د لوژستیکي مرکز جوړولو غوښتنه د دې لار نقشې مهم برخې دي. محترم ملا صاحب زیاته کړه، افغانستان د یادې لار نقشې مسوده له خپل لوري نهايي کړې او له قزاقستاني لوري هم غوښتنه کوي، چې د دوی اړوند برخې نهايي او تطبیق ته یې زمینه برابره کړي.

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره د خصوصي سکټور رول مهم وباله او ویې ویل، د سوداګریزو نندارتونونو، ګډو اقتصادي فورمونو، د سوداګرۍ خونو ترمنځ د همکاریو او د سوداګرو د متقابلو سفرونو ډېروالی کولای شي نوي اقتصادي فرصتونه رامنځته او د پانګونې کچه لوړه کړي.

ورپسې ښاغلي سریک ژومانګارین خبرې وکړې او ویې وویل، د قزاقستان لومړی وزير له افغانستان سره د اړیکو پراختیا او اقتصادي همکاریو زیاتوالي ته ځانګړې توجه لري او نننی سفر یې هم د هغه په هدایت شوی. ښاغلي ژومانګارین زیاته کړه، چې هېواد یې له افغانستان سره د زړه ناروغیو د تشخیص، امنیتي سکټور د پياوړتیا او همداراز د اوبو مدیریت په برخه کې همکاریو ته چمتو دی. نوموړي وویل، دوی به په کابل پوهنتون کې د اوبو مدیریت لپاره یو علمي مرکز پرانیزي چې افغان متخصصینو ته به روزنه ورکوي.

په دې غونډه کې همداراز د ترانسپورټ، صادراتو او وارداتو د زیاتوالي، بانکي اسانتیاوو رامنځته کولو، د اقتصادي همکاریو د لار نقشې د ژر نهايي کېدو او یوشمېر نورو موضوعاتو په اړه هم بحث وشو او ټینګار وشو، چې په دې اړه به تخنیکي کمېټې خپلو کارونو ته دوام ورکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۶:۳۶
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د اقتصادي همکاریو د لار نقشې پر ژر نهايي کېدو ټینګار وکړ

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (شنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۳۰مه نېټه د ارګ په چهارچنار ماڼۍ کې د قزاقستان د لومړي وزیر له مرستیال او د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۵:۲
Background image

قزاقستان په کابل کې د درملو د پلور څانګه او د سوداګرۍ خونه پرانیزي

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (شنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۳۰مه نېټه د ارګ په چهارچنار ماڼۍ کې د قزاقستان د لومړي وزير له مرستیال او د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۳۶
Background image

د شبرغان - الوان دښتې د ۵۰۰ کیلوولټ لین غځولو پروژې چارې بشپړېدو ته نږدې شوي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن چهارشنبه د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۲۷مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د افغان انویسټ خصوصي شرکت له مسوولینو سره. . .

BACK TO NEWS