د جاپان سفیر د ریاست‌الوزراء له لومړي مرستیال سره وکتل

fdpm_admin
شنبه ۱۴۰۱/۲/۳۱ - ۱۰:۳۳
japan

نېټه: د 2021 کال د نومبر 24مه

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌الوزراء لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند نن په خپل کاري دفتر کې د جاپان له سفیر سره وکتل او دواړو لورو پر سیاسي، امنیتي، اقتصادي، بشري مرستو او ځینو نورو مهمو مسایلو خبرې وکړې.

 ښاغلي ملا عبدالغني برادر اخوند وویل، په افغانستان کې اوس امنیت د پخوا په پرتله ښه شوی او هېڅ چاته خطر نشته. نوموړي زیاته کړه، موږ د جاپان په ګډون د سیمې او نړۍ له هیوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکي یو او له هغوی سره په ګډه د افغانستان د آبادۍ لپاره کار کولو ته ژمن یو.  

ملا برادر اخوند وویل، په اوسني وضعیت کې د امریکا او نړیوالې ټولنې لخوا د افغانستان د شاوخوا نهه میلیارده ډالرو کنګل کېدل او نور بندیزونه بشردوستانه نه دي او دوی باید ژر تر ژره دغه پیسې خلاصې کړي.

 د جاپان سفیر تاکاشي اوکادا وویل، موږ د افغانستان اسلامي امارت سره یوځای کار کوو او په راتلونکي کې به له افغانانو سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړو. نوموړي زیاته کړه، هغه مرستې چې دوی یې له افغانانو سره کوي، باید په شفاف ډول اړمنو خلکو ته ورسېږي.

ملا برادر اخوند د خپلو خبرو پر مهال زیاته کړه چې په افغانستان کې د بهرنیو ډیپلوماتانو امنیت خوندي دی، باید ټول هیوادونه له نورو ځایونو څخه د سفارتي چارو د پرمخ وړلو پر ځای په افغانستان کې خپل سفارتونه پرانیزي. ملا صاحب د جاپان سفیر ته ډاډ ورکړ هغه مرستې چې نړیوال یې له افغانانو سره کوي، په شفاف ډول به تر اړمنو خلکو ورسېږي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۸ - ۱۰:۲۶
Background image

د کاني موادو د کیفیت معلومولو لپاره د پرمختللو لابراتوارونو جوړېدل د تایید وړ وبلل شول

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د قوس میاشتې په ۱۷مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ جوړه شوه. غونډې ته د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري په کابل او ولایتونو کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۶ - ۱۲:۳۴
Background image

د مالیې وزارت او ډي پي ورلډ شرکت ترمنځ د پانګونې شرطپاڼه لاسلیک شوه

د مالیې وزارت او ډي پي ورلډ شرکت ترمنځ نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د قوس میاشتې په ۱۶مه نېټه د ریاست‌الوزراء په اقتصادي معاونیت کې د پانګونې شرطپاڼه لاسلیک شوه. د ریاست‌الوزراء اقتصادي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۸:۱۵
Background image

کابل او تهران د درملو او طبي وسایلو د تولید په برخه کې همکارۍ پراخوي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د قوس میاشتې په ۱۲مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د ایران د روغتیا وزارت مرستیال او د خوړو او درملو. . .

BACK TO NEWS