افغانستان؛ د برېښنا د تولید ظرفیت او اړتیا

لیکوال: فضل ولي شیراني

سریزه

د برېښنا کمی د افغانستان لویه او دوامداره ستونزه ده، چې تر دې دمه یې هېڅ حکومت پر حل نه دی بریالی شوی. افغانستان پرېمانه روانې اوبه او د برېښنا د تولید له پاره نورې ښې سرچینې لري؛ خو په هېواد کې د څو لسیزو جګړو او زموږ پر هېواد د بهرنیو یرغلګرو د یرغلونو له امله افغانان نه دي توانېدلي، چې له خپلو روانو اوبو او نورو سرچینو څخه د برېښنا په تولید کې ګټه واخلي. په تېرو څه باندې دوه لسیزو کې د کابل تېرې ادارې هم له ګاونډیو هېوادونو څخه برېښنا واردوله او د هېواد دننه د برېښنا د تولید کورنیو سرچینو ته ډېره کمه پاملرنه شوې ده.

په افغانستان کې د امریکایي اشغال له پای ته رسیدو او افغانستان اسلامي امارت له بیا حاکمېدو سره، د نورو برخو په شان د برېښنا په برخه کې هم د شته ستونزو د حل په موخه هلې ځلې پیل شوې دي. د افغانستان اسلامي امارت هڅه داده چې د برېښنا په برخه کې هېواد پر ځان بسیا کړي او نوره د هغو پیسو مخه ونیسي چې د برېښنا په بدل کې ګاونډیو هېوادونو ته ورکول کېږي. له تېرو څه کم دوو کلونو راهیسي په دې برخه کې ځینې مهم ګامونه اخیستل شوي دي، چې له هغې ډلې څخه د کمال خان بند، د بخش آباد بند، د شا و عروس بند، د سروبي دویم بند او همدا راز د ډبرو له سکرو او باد څخه د برېښنا د تولید پروژو په برخه کې له ځینو بهرنیو کمپنیو سره خبرې شوې دي چې په بشپړېدو سره به یې د برېښنا په برخه کې شته ستونزې تر ډېره بریده حل شي.

په دې لیکنه کې په افغانستان کې د برېښنا د سرچینو، د دې سرچینو د ظرفیت، اقتصادي ارزښت او په دې برخه کې تر دې دمه  د اسلامي امارت له لوري په ترسره شویو فعالیتونو خبرې شوې دي.

په افغانستان کې د برېښنا د تولید سرچینې او ظرفیت

افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د برېښنا د تولید له پاره پراخې سرچینې لري. په نړۍ کې د برېښنا د تولید له پاره په لومړۍ درجه کې اوبه او ور پسې په ترتیب سره د ډبرو سکاره، یورانیم، تیل او ګاز ځای لري. په افغانستان کې د دغو سرچینو له ډلې یوازې له اوبو څخه هغه هم په ډېره کمه پیمانه ګټه اخیستل شوې؛ خو پاتې نورې سرچینې بې ګټې پاتې دي. د څېړنو له مخې افغانستان کولای شي له اوبو څخه ۲۳زره میګاواټه، له لمر څخه ۲۲۳ زره میګاواټه، له باد څخه ۶۸ زره میګاواټه او له ګازو څخه ۶۰۰ میګاواټه برېښنا تولید کړي. همدارنګه د نوې کېدونکې انرژۍ د نړیوال مرکز د شمېرو له مخې افغانستان په کال کې شاوخوا ۳۰۰ لمریزې ورځې لري، چې کولای شي په هر لس متر مربع کې یو کیلو واټ لمریزه انرژي تولید کړي. دا راز د دغه هېواد په بېلابېلو برخو کې موسمي بادونه د بادي برېښنا د تولید په برخه کې فرصت برابروي. د ځینې راپورونو پر بنسټ داسې هم ویل کېږي، چې افغانستان د لمریزې برېښنا له سرچینو څخه د ۲۰۰ زره مېګاواټه او د باد له سرچینو څخه د ۶۸ زره مېګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت لري.

اوبه:

افغانستان ډیر سیندونه او ابشارونه لري. دغه سیندونه ډیری داسې ځایونه لري چې که چېرې بند پرې جوړ شي، نو کولای شو د برېښنا د تولید له پاره ترې ګټه پورته کړو. د افغانستان کروندګر له لغمان او جلال اباد پرته چې د کال له ۶ بیا تر ۷ میاشتو پورې له اوبو څخه د کرنې له پاره ګټه پورته کوي، د هېواد د نورو برخو کروندګر د کال په اوږدو کې یوازې پنځه میاشتې د کرنې له پاره اوبه کاروي او پاتې اووه میاشتې دا اوبه له کومې استفاده پرته بهیږي. که چیرې دغه اوبه زېرمه شي؛ نو کولای شو برېښنا ترې تولید کړو. آمو سیند چې  ۲۵۸۰ کیلومتره اوږدوالی لري په افغانستان کې د برېښنا د تولید له پاره تر ټولو مهمه سرچینه ده، آمو سیند د ډېرې انرژۍ د تولید وړتیا لري. دغه راز د کمال خان بند چې د هلمند پر سیند جوړ شوی دی، د ۸۰۰۰۰ هکتار کرنیزې ځمکې خړوبولو ترڅنګ د ۵، ۸میګاواټه برېښنا د تولید وړتیا هم لري. ددې ترڅنګ د افغانستان او تاجیکستان په ګډه پوله د اوبو د یو بل بند پروژه ده چې کولای شي تر ۱۰۰۰ میګاواټه پورې د برېښنا تولید ولري. د باغدرې د برېښنا بند، چې د ۲۸۰ میګاواټه برېښنا د تولید وړتیا لري. دغه بند د پنجشیر پر سیند جوړیږي. د سلما بند چې د هرات په ولایت کې دی او چارې یې د داوود خان د جمهوریت پرمهال پیل شوې وې. دا بند کولای شي د ۷۰ زره جریبه ځمکې د خړوبولو ترڅنګ ۴۲ میکاواټه برېښنا هم تولید کړي. د کامې د برېښنا بند پروژه چې د کونړ پر سیند جوړیږي، تخنیکي راپور یې د داود خان د واکمنۍ پرمهال بشپړ شوی دی؛ خو عملي چارې یې نه دي پیل شوې، دغه بند د کرنیزو ځمکو د خړوبولو ترڅنګ د ۴۵ میګاواټه برېښنا د تولید وړتیا هم لري. بخش آباد بل هغه بند دی چې کولای شي ۲۷مېګاواټه برېښنا تولید کړي. د پکتیا مچلغو د برېښنا بند چې د ۱۸۰۰ هکتاره کرنیزې ځمکې د اوبه کولو ترڅنګ د ۷۰۰ کیلو ولټه برېښنا د تولید ظرفیت لري. د شا و عروس برېښنا بند د جوړولو چارې یې یو ایرانی شرکت پرمخ بیايي، په جوړېدو به یې د څښاک او د کرنیزو ځمکو پر خړوبولو سربېره ۱.۱ مېګاواټه برېښنا هم تولید کړي.  ددې ترڅنګ افغانستان د اوبو د سرچینو په برخه کې نور ډېر داسې موقعیتونه لري چې کولای شي پرېمانه برېښنا تولید کړي.

ګاز او تیل

په افغانستان په ۱۹۵۶م کال کې د تیلو او ګازو د پلټنې او موندنې په موخه لومړنۍ کیندنې ترسره شوې، چې له امله یې د سرپل د انګوټ د تیلو حوزه وموندل شوه. له هغه وروسته له ۱۹۵۹ نه تر ۱۹۶۶م کال پورې په دې حوزه کې پنځوس څاګانې وکیندل شوې چې ویې کولای شول د یتیم تاق، خواجه ګوګردک، خواجه برهان ګازو زیرمې پیدا کړي. له ۱۹۶۶ څخه بیا تر ۱۹۸۱م کال پورې د پلټنو په پایله کې د تیلو دوې کوچنۍ زیرمې، د جرقدوق د ګازو یوه ستره زېرمه او د ګازو دوې کوچنۍ زیرمې کشف شوې چې دا ټولې د هېواد په شمال لویدیځ کې موقعیت لري. په وروستیو څېړنو کې جوته شوه چې د اموسیند د تېلو ستره حوزه هغه حوزه ده چې په نړۍ کې د تېلو او ګازو د ۱۵۲ حوزو په منځ کې پنځلسمه درجه لري.  دغه حوزه ۴۰۰ زره کیلومتر مربع پراختیا لري او په څلورو هېوادونو افغانستان، تاجیکستان، ترکمنستان او ازبکستان کې غځیدلې ده. خو کومې څېړنې چې د ناسا سازمان له لوري ترسره شوې دي، په افغانستان کې له ۱۰۰ زیاتې سیمې شته چې تېل او ګاز لري. تر دې مهاله په افغانستان کې د تېلو د پنځو حوزو په اړه څېړنې ترسره شوې دي چې دوې حوزې د آمو سیند، یوه حوزه د هلمند، یوه حوزه د هرات او یوه حوزه د پکتیکا د کټواز د تیلو حوزه ده. د تیلو او ګازو دوې نورې حوزې د هېواد په شمال  ختیځ کې د افغان- تاجیک حوزه او بله د افغان- ترکمن حوزه ده. د افغان- تاجیک د تیلو او ګازو حوزه چې په کندوز ولایت کې موقعیت لري، شاوخوا ۶، ۱ مېلیارده بیلره تیل لري. د هلمند د ګازو او تیلو حوزې مساحت ۱۳۱ زره کیلومتره مربع ته رسیږي. د تیلو او ګازو یوه بله ستره حوزه د هېواد په ختیځ کې د کونړ په ولایت کې موقعیت لري. د کارپوهانو په وینا چې د افغانستان د شمال د طبیعي ګازو کچه ۵۶۹، ۱ مېلیارد بیلرو ته رسېږي. په افغانستان کې د تیلو او ګازو زېرمې پریمانه دي که استخراج شي، نو له شک پرته چې د انرژۍ په تیره بیا د برېښنا په تولید کې به رغنده رول ولوبوي او افغانستان به له دې پلوه پر ځان بسیا او پاتې هغه به یې نورو هېوادونو ته صادره شي.

ډبرو سکاره

په افغانستان کې د ډبرو سکرو کانونه زیات دي. د ډبرو سکرو په برخه کې لومړنۍ څېړنې ښيي چې د افغانستان له ختیځ ولایت بدخشان څخه رانیولې تر لویدیځ ولایت هرات پورې د ډبرو سکرو رګ تر خاورو لاندې پروت دی. ځینې شمېرې ښيي چې په افغانستان کې شاوخوا درې مېلیارده متره مکعبه د ډبرو سکاره شته دي او له دې سره افغانستان په نړۍ کې لومړنی هېواد دی، چې د پرېمانه او با کیفیته ډبرو سکرو لرلو سربېره یې تراوسه هغه نه دي استخراج کړي. د شمېرو له مخې، لږ تر لږه د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې ۸۰ د ډبرو سکرو کانونه شته دي چې له ډلې څخه یې له ۱۷ کانونو څخه عملا د ډبرو سکاره استخراجېږي او په هېواد کې دننه د کارېدنې ترڅنګ بهر ته هم صادرېږي. د ډبرو سکاره هم د برېښنا د تولید په برخه کې یوه مهمه سرچینه بلل کېږي.

لمر

افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې په کال کې ۱۰ میاشتې لمر لري، چې له امله یې افغانستان کولای شي په زیاته اندازه لمریزه برېښنا تولید کړي. لمریزه برېښنا د بیا نوي کېدو وړ انرژۍ څخه ده چې هم ارزانه ده او هم چاپیریال ته زیان نه رسوي. د هېواد سویلي، سویل لویدیځو او لویدیځو سیمو او د افغانستان د شمال ځینې سیمې شګلنې دښتې دي چې د کر وړ نه دي او دلته د اورښت کچه کمه او د لمر حرارت زیات دی. که چېرې یوازې د سویلي سیمو څخه د لمریزې برېښنا له پاره ګټه پورته شي، نو افغانستان به په کال کې ۱۰۳۶٫۵ مېلیونه کیلو ولټه برېښنا تولید کړي.

باد

افغانستان د بادي توربینونو په نصبولو سره کولای شي له ۶۶۰۰۰میګاواټه زیاته برېښنا تولید کړي. افغانستان زرګونه تنګۍ، غرونه او غونډۍ لري چې کولای شي بادي انرژي تولید کړي. هرات ولایت یو له هغو ولایتونو څخه دی چې ۱۲۰ ورځې باد لري. دغه ولایت کولای شي د افغانستان له پاره په زیاته کچه بادي برېښنا تولید کړي. دلته لکه څنګه چې مخکې ورته اشاره وشوه، څلور میاشتې په پرله پسې ډول باد لګېږي.  افغانستان د باد د جریان له پلوه کولای شو په درېیو برخو وویشو. لومړی بادغیس، هرات او نیمروز ولایتونه چې په یوه ثانیه کې یې د باد سرعت ۲۷متره دی. دلته باید قوي بادي توربینونه نصب شي. دویم هغه سیمې لکه سویل ختیځې او ختیځې سیمې(کندهار، زابل، ارزګان، غزني، پکتیا او پکتیکا) دلته بیا په یوه ثانیه کې د باد سرعت ۹ متره دی. د هېواد په شمال ختیځ(بدخشان، تخار، بغلان او د کندوز ځینې سیمې) دلته بیا د باد سرعت په یوه ثانیه کې ۶متره دی.

تورف

یوه بله ماده چې کم خلک یې له نامه سره بلد دي. دغه ماده د انرژۍ تولیدونکې ماده ده. تورف د ډبرو هغه سکاره دي چې پوره نه وي رسیدلي یانې خام وي. له دې مادې څخه د حرارتي برېښنا په تولید کې ګټه پورته کېږي. په افغانستان کې د دې مادې زیرمې ۱۱مېلیونه ټنو ته رسېږي او په نیمروز، د غزني ناور او بدخشان کې شته دي. د دې احتمال شته چې د دې مادې کانونه په افغانستان کې زیات وي.

ددې ټولو ترڅنګ یورانیم هم هغه ماده ده چې د اتومي ریکټرونو له لارې کولای شي اتومي برېښنا تولید کړي. دغه ماده په افغانستان کې شته او زیاتې زیرمې یې په هلمند، پنجشیر او د بدخشان په واخان کې دي. له دې ورهاخوا د هېواد په ځینو نورو سیمو کې هم شته دي چې لا یې هم په اړه بشپړې څېړنې نه دي ترسره شوې. ددې سرچینو ترڅنګ د برېښنا د تولید له پاره نورې سرچینې هم لرو چې په کارولو سره یې کولای شو برېښنا تولید کړو، لکه بایوګاز چې د اکسجن په نشتوالي کې د مایکرو ارګانیزمونو او باکتریاوو له سیزلو څخه لاسته راځي. برېښنا د نورو ګټو ترڅنګ اقتصادي ګټې هم لري.

د برېښنايي انرژۍ اقتصادي ارزښت

انرژي په ځانګړي ډول برېښنا د اقتصادي ودې له پاره مهم فکټور بلل کېږي. د اقتصاد هر سکټور په یوه نه یو ډول انرژۍ ته اړتیا لري. له ساینسي انکشافاتو وړاندې د انرژۍ اړتیاوې له څارویو، انسانانو او هوا څخه پوره کېدې، خو کله چې ساینس پرمختګ وکړ؛ نو ځای یې د انرژۍ د تولید نویو توکو لکه اوبو، د ډبرو سکرو، تیلو، ګازو او داسې نورو ونیو. که موږ غواړو انرژي تولید کړو، اړ یو چې له طبیعي زیرمو، پرمختللې ټکنالوژۍ او بشري ځواک څخه ګټه پورته کړو. کوم هېوادونه چې سیاسي ټیکاو ولري، هغه کولای شي د خپلو طبیعي زیرمو د راایستلو له پاره ټکنالوژي وکاروي او د کارونې له پاره یې مسلکي خلک وروزي. نن سبا د انرژۍ سکټور ته باید ځانګړې پاملرنه وشي، ځکه هېڅ کار له برېښنا پرته سرته نه شي رسېدلی. افغانستان د برېښنا د تولید له پاره پرېمانه اوبه، تیل او ګاز، د ډبرو سکاره او ترڅنګ یې بل الهي نعمت لمر او باد هم شته چې کولای شي برېښنايي انرژي تولید کړي.

 د برېښنا اهميت او ارزښت څه په ملي کچه او څه په نړیواله کچه د بشر په پرمختګ او د یوه هېواد د اقتصاد په پیاوړتیا کې ډېر مهم رول لري. برېښنا د شلمې پېړۍ له لومړۍ نیمايي څخه وروسته په ژوندانه او صنعتي فعالیتونو کې تر ټولو زیات رول لوبولی دی، برېښنا په معاصره نړۍ کې د بل هر مصرفي توکي په پرتله ډېر اهمیت لري. دا ځکه چې د کورونو له رڼا کولو نیولې بیا د صنعتي فابریکو تر تولید، اطلاعاتو، سوداګریزو فعالیتونو، امنیتي دندو او نورو اقتصادي او اداري فعالیتونو پورې هر څه د برېښنايي انرژۍ پر مټ مخ ته ځي.  نو له دې څخه جوته شوه چې د هېوادونو اقتصادي جوړښت او پرمختګ د برېښنا په تولید پورې اړه لري. کله چې برېښنا ډېره او ارزانه وي، نو خلک بیا د صنعتي فابریکو جوړولو ته زړه ښه کوي. د فابریکو په شمېر کې چې زیاتوالی راشي، د تولید کچه لوړېږي. له دې سره یوځای بیا د خلکو له پاره کاري فرصتونه زیاتوالی مومي او یو زیات شمېر خلک په همدې فابریکو کې په کار مصروفېږي. له دې سره د بې کارۍ کچه راټیټېږي او تر ډېره بریده بې وزلي پای مومي.  لکه څنګه چې د برېښنا د نشتوالي ستونزه د فابریکو او سوداګریزو فعالیتونو د ټکني کېدو لامل ګرځي، همداسې برېښنا ته لاسرسی د هېواد په اقتصادي وده او پرمختګ هم مهم رول لري. بله دا چې د برېښنا په شتون کې هېوادونه کولای شي له معاصرې ټکنالوژۍ څخه پوره ګټه پورته کړي. نن سبا که حکومتولي ده او یا هم سوداګریزې چارې، روغتیايي یا کرنیز وسایل ټول له برېښنا پرته نه شي چلیدلی. له همدې امله که حکومتونه غواړي خپلې اداري او مالي پروسې اسانه او چټکې او دا پروسې رڼې او له فساده پاکې کړي، نو په کار ده چې لومړی د برېښنا غم وخوري او چمتو یې کړي. اوسمهال نړۍ کې زیاتره سوداګریزې چارې د نوې ټکنالوژۍ پر مټ لکه انټرنیت مخ ته ځي، خو برېښنا چې نه وي، بیا د انټرنیټ کارول ناشوني دي. دغه راز پرمختللي روغتیايي او کرنیز وسایل د برېښنا په مرسته کار کوي، له برېښنا پرته یو هېواد نه شي کولای له دغو پرمختللو وسایلو څخه د ناروغیو د کنټرول او یا هم د کرنې د پرمختګ په برخه کې ګټه پورته کړي. نو معلومه شوه چې اقتصادي وده او پرمختګ له برېښنا پرته امکان نه لري؛ حکومتونه باید له خپلو هغو سرچینو څخه چې کولای شي برېښنا تولید کړي، په بشپړ ډول استفاده وکړي. اوسمهال افغانستان په مېلیونونو ډالر د برېښنا پیرودلو له پاره ګاونډیو هېوادونو ته ورکوي، که چېرې موږ خپله برېښنا تولید کړو او په دې برخه کې پر ځان بسیا شو، نو دا مېلیونونه ډالره به سپما شي او کولای شو هغه په نورو سکټورونو کې وکاروو او په پښو یې ودروو. افغانستان د برېښنا د تولید لوړ ظرفیت لري او کولای شي دومره برېښنا تولید کړي چې له خپلو لګښتونو زیاته شي او بهر ته صادره شي چې ورسره به مو اقتصاد پیاوړی او په خپلو پښو درېږي. دا چې برېښنايي انرژي اقتصادي ګټې لري، اسلامي امارت همدې ټکي ته په پاملرنې سره په دې برخه کې ګامونه پورته کړي دي چې په لاندې ډول به ورته اشاره وکړو.

د برېښنا د تولید په برخه کې اسلامي امارت هڅې

د برېښنا نشتوالی نه یوازې دا چې د صنعتکارانو او سوداګرو چارې ټکنۍ، له ځنډ او خنډ سره مخ کوي، بلکې بې وزلۍ او بېکارۍ ته هم لاره هواروي. دا یوه څرګنده خبره ده چې په نننۍ نړۍ کې د برېښنایي انرژۍ په برخه کې په ځان بساينه د حکومتولۍ یو مهم اصل ګڼل کېږي، نو ځکه برېښنایي انرژي د خپل ځانګړي ارزښت له پلوه په هېواد کې د اقتصادي ودې، پرمختګ او په پایله کې د اقتصادي ځان بساينې او هم په هېواد کې د سیاسي ثبات لامل ګرځي. اسلامي امارت پورتنیو ټکو ته په پاملرنې له هغو طبیعي سرچینو څخه چې د برېښنا د تولید وړتیا لري، د برېښنا د تولید په برخه کې ځینې ګامونه اخیستي دي. د سروبي دویم بند د جوړولو طرحه، د کجکي بند د دویم فاز د چارو بشپړول چې د برېښنا د تولید ظرفیت یې له ۱۰۰ میګاواټو څخه ۱۵۱میګاواټو ته لوړ شو، د فراه د بخش آباد بند د پاتې چارو بشپړول چې په بشپړېدو سره به ۲۷مېګاواټه برېښنا هم تولید شي. د هرات د کرخ ولسوالۍ د پاشدان بند چې چارې یې نیمګړې پاتې دي، اسلامي امارت یې د چارو بشپړولو له پاره کار کوي چې له بشپړېدو وروسته به ۵۶۰۰۰جریبه ځمکه خړوبه او دوه میګاواټه برېښنا تولید کړي. د کمال خان بند چې  په بیارغونې سره به وکولی شي له ۸ تر ۹ مېګاواټه برېښنا تولید کړي. دغه راز اسلامي امارت د شبرغان د ګازو څخه د برېښنا د تولید له پاره هم پلان چمتو کړی دی چې له مخې به یې شاوخوا ۴۰۰ میګاواټه برېښنا تولید شي. اسلامي امارت له یو شمېر کورنیو او بهرنیو شرکتونو سره د برېښنايي انرژۍ د تولید په اړه خبرې کړې دي او هغوی یې هڅولي دي چې په دې برخه کې پانګونه وکړي. د اوبو او برېښنا وزارت سرپرست د چینایي شرکتونو د یوې ډلې له مسوولینو سره د ډبرو سکرو او لمریزې برېښنا په پروژو کې د انرژۍ د تولید په موخه د پانګه اچونې په هکله بحث او خبرې کړې دي. د چینايي شرکتونو دغې ډلې په یاده برخه کې د پانګونې له پاره لیوالتیا ښودلې ده. د افغانستان برېښنا شرکت د روان ۱۴۰۲ لمریز کال د غبرګولي په ۱۴مه په یوه خبري غونډه کې وویل،  د افغانستان برېښنا شرکت د تجدید وړ انرژۍ لپاره پنځه کلن ستراتېژیک پلان جوړ او نوي کیدونکې انرژۍ ټولو پروژو ته په راتلونکي پنځه کلن پلان کې لومړیتوب ورکړل شوی دی. د ماهېپر فابرېکې د دویم توربین جنراتور په اساسي ډول ترمیم او فعاله شوی چې اوس د اوبو په موجودیت کې دغه دستګاه کولای شي، ۲۲ مېګاواټه برېښنا تولید کړي. دغه راز د درونټې برېښنا تولیدي دستگاه دوهم توربین چې د څو کلونو راهیسې غیر فعال و، ترمیم شوی او د اوبو په موجودیت کې کولای شي په منظم ډول ۳،۸ مېګاواټه برېښنا تولید کړي. مالیې وزارت د کندهار ولایت سپین بولدک ولسوالۍ په سرحدي ګمرک کې د شاوخوا ۲۱ مېلیونه افغانیو په لګښت د لمریزې برېښنا سیسټم جوړ کړی دی. د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست په عربي متحده اماراتو کې د انرژي سلاکار، په امریکا کې د اسلامي تعلیماتو استاد، په ترکیه کې د اقتصاد استاد او یو شمېر نورو متشبثینو او ملي سوداګرو سره کتلي. په دې کتنه یادو ملي سوداګرو د انرژۍ د تولید په برخه کې خپل لېوالتیا ښودلې ده. د بادي برېښنا د تولید په برخه کې ترکي شرکتونو علاقه ښودلې ده او هڅه داده چې دغه شرکتونه په یاده برخه کې پانګونې ته وهڅول شي. د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ اقتصادي کمېسیون د اوبو او انرژۍ وزارت په مشرۍ، د کانونو او پټرولیم وزارت، سوداګرۍ او صنعت وزارت، د صنعت او معدن او همدارنګه د سوداګرۍ او پانګونې خونو ته دنده وسپارله، څو د ډبرو سکرو څخه د برېښنا د تولید په برخه کې صنعتي پارکونو، لویو ښارونو او دې ته ورته ساحو کې د ډبرو سکرو حجم او د برېښنا اړتیا ته په کتو  لومړیتوبونه معلوم او وروسته دې په یاده برخه کې عملاً کار پیل کړي. د اوبو او انرژۍ وزارت او په افغانستان کې د ۷۷ ترکي شرکت ترمنځ د هېواد په سویل لویدیځ کې د ۲۰۰ میګاواټه برېښنا د تولید هوکړه لیک لاسلیک شو. د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون په وروستۍ غونډه کې پرېکړه وشوه چې د کونړ ولایت د ماڼوګي ولسوالۍ«د مناګي» د برېښنا بند د پاتې چارو د بشپړولو لپاره به مالیه وزارت د قراردادي شرکت پاتې پیسې ورکوي او قراردادي شرکت مکلف دی چې د پیسو له اخیستلو سره سم د خپلو مقروضینو پيسې هم ورکړي. د کونړ ولایت د ماڼوګي ولسوالۍ د مناګي برېښنا بند کارونه ۹۷.۷ سلنه بشپړ شوي او پاتې هغه به یې هم په نږدې راتلونکي کې بشپړ شي. دغه بند د ۲.۱ مېګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت لري او ۴۰۰۰کورنیو ته به د اړتیا وړ برېښنا برابره کړي. له دې څخه جوته شوه چې اسلامي امارت په ټول توان هڅه کوي چې د افغانستان د اړتیا وړ برېښنا تولید او دلته له شته سرچینو څخه په بشپړ ډول ګټه پورته کړي.

پایله

که د پورتنۍ لیکنې غورچاڼ راټول کړو؛ نو دې پایلې ته رسېږو چې د برېښنايي انرژۍ د چمتو کولو له پاره څو ټکي مهم دي. لومړی دا چې نن سبا برېښنا په نړۍ کې ډېر زیات اهمیت او ارزښت لري. د پرمختللو هېوادونو وګړي ان په دې باور دي چې له برېښنا پرته ژوند اصلاً دوام نه شي پیدا کولی، ځکه د کورونو له روښانولو نیولې بیا صنعتي، تولیدي کارخونو، ښوونځیو، پوهنتونونو، روغتونونو او حکومتي ارګانونو پورې ټول برېښنا ته اړتیا لري او ځینې خو لا داسې وسایل هم شته چې له برېښنا پرته د کار وړ نه دي. دغه راز ټکنالوژیکي وسایل خو له برېښنا پرته بې اهمیته دي او کوم اهمیت نه لري، ځکه که برېښنا نه وي، نو د هغو کارول هم ناشوني دي. له دې امله د ارزانې، باکیفیته او دوامدارې برېښنا موجودیت اړین دی. بله خبره داده چې افغانستان د برېښنا د تولید له پاره زیاتې سرچینې لري. له اوبو نیولې، بیا تر تېلو، ګاز، ډبرو سکرو، باد، لمر او داسې نور. د څېړنو له مخې افغانستان کولای شي له اوبو څخه ۲۳زره میګاواټه، له لمر څخه ۲۲۳ زره میګاواټه، له باد څخه ۶۸ زره میګاواټه او له ګازو څخه ۶۰۰ میګاواټه برېښنا تولید کړي. دا دومره برېښنا ده چې له داخلي اړتیاوې خو پوره کوي، کولای شي اضافي هغه یې نورو هېوادونو صادر کړو. تر ټولو مهم ټکی دادی چې دا مهال افغانستان ۲۰- ۳۰ سلنې پورې خپله برېښنا لري او له ۷۰- ۸۰ سلنې پورې برېښنا له بهر په تیره بیا ګاونډیو هېوادونو څخه واردوي. که چیرې افغانستان پر دې وتوانېږي چې د خپلې اړتیا وړ برېښنا چمتو کړي، نو له یوه لوري به افغانستان نور دې اړتیا ونه لري چې د برېښنا چمتو کولو له پاره مېلیونونه ډالر نورو هېوادونو ته ورکړي اوله بل پلوه به لکه څنګه چې مخکې ورته اشاره وشوه، دا هېواد به په هره برخه په تیره بیا اقتصادي برخه کې پر خپلو پښو ودرېږي. ځکه د برېښنا په چمتو کېدو سره د سوداګرۍ په چارو کې اسانتیاوې رامنځته کېږي. بانکي سیستمونه مو پرمختګ کوي، حکومتولي برېښنايي کېږي او له دې سره اداري او مالي پروسې اسانه او چټکې کېږي. تر کومه برېده چې اسلامي امارت امکانات لري له هغو یې ګټه پورته کړې ده او له دې ور ها خوا یې د ګاونډیو او د نړۍ له یو شمېر نورو هېوادونو سره د برېښنا د تولید په برخه کې هوکړه لیکونه لاسلیک او د ځینو په اړه یې لا هم خبرې روانې دي. ددې ټولو په ترسره کېدو به له یوه لوري په دې برخه کې بهرنۍ او کورنۍ پانګې ته زمینه برابره شي او له بل لوري به مو په عوایدو کې زیاتوالی راشي چې له دې سره بیا اقتصادي ټیکاو رامنځته کېږي. د اقتصادي ټیکاو په رامنځته کېدو سره به مو هېواد په هره برخه کې پرمختګ وکړي او موږ به هم د نورو ملتونو په څېر ارام او سوکاله ژوند ولرو.