د افغانستان په اقتصادي وده کې د ټاپي پروژې ځای

لیکوال: فضل ولي شېراني

سریزه

په افغانستان کې د امریکا د شل کلن اشغال له پای ته رسېدو او د افغانستان اسلامي امارت له حاکمېدو سره، د نورو برخو په شان د هېواد اقتصادي پیاوړتیا د نظام په اساسي او مهمو موخو کې ځای شوه. په دې برخه کې د بانکي سیستم کنټرول او ساتنه، د بهرنیو اسعارو په مقابل کې د افغانۍ د ارزښت ساتل، په منظمه او رڼه توګه د عوایدو او مالیاتو راټولول، په لومړي ځل له کورنیو عوایدو د هېواد د ملي بودیجې تمویل، د تېرو درېیو کلونو په پرتله د افغانستان په صادراتو  کې د پام وړ زیاتوالي راتلل، د سوداګرۍ پراختیا، د کانونو قانوني استخراج او ګڼ نور هغه موضوعات یادولی شو، چې د افغانستان اسلامي امارت په حاکمېدو سره تر دې دمه ترسره شوي دي. دا راز په اقتصادي برخه کې د سترو او ملي پروژو پیل هم د افغانستان اسلامي امارت له لومړیتوبونو څخه دی. په دې برخه کې د قوش تېپې کانال، قشقرې تېلو بلاک پرانیسته، لویو لارو بیارغونه، د کجکي د دویم فاز بشپړولو پروژې او دې ته ورته نورې سترې، منځنۍ او کوچنۍ پروژې یادولی شو، چې ځینې یې بشپړې شوې دي او د ځینو یې کار روان دی. په دې لړ کې یوه مهمه پروژه د ټاپي پروژه ده، چې د اسلامي امارت په لومړۍ واکمنۍ کې یې د پیل هڅې شوې وې؛ خو پر افغانستان د امریکا له یرغل او اسلامي امارت له سقوط سره د دې پروژې چارې ودرېدې. د امریکایي اشغال د ماتې او افغانستان اسلامي امارت د بیا حاکمېدو سره، د ټاپي پروژې د چارو د پیل او عملي کېدو لپاره هڅې ګړندۍ شوې دي. په دې لیکنه کې د ټاپي پروژې په شالید، اقتصادي ګټو، د دې پروژې پر وړاندې شته خنډونو او حل لارو باندې بحث شوی دی.

ټاپي پروژه

ټاپي پروژه د ګازو هغه نل‌لیکه ده چې شاوخوا ۱۸۰۰کیلومتره اوږدوالی لري، دا نل‌لیکه د ترکمنستان له دولت‌اباد څخه د افغانستان او پاکستان له لارې هند ته ګاز لیږدوي، چې ۱۴۷کیلومتره د ترکمنستان، ۷۳۵ کیلومتره د افغانستان او ۸۰۰ کیلومتره د پاکستان او پاتې برخه یې د هند په خاوره  کې غځیږي. په افغانستان کې یاده نل‌لیکه د هرات، فراه، هلمند او کندهار له ولایتونو تېرېږي او د پاکستان د کوټې او ملتان ښارونو څخه په تېرېدو به د هند تر پولې د فاضیلیکا تر سیمې پورې رسېږي. د دغه پايپ لاين ظرفيت په يو کال کې ۳۳ میليارده متر مکعبه طبیعي گاز دی. د دې سترې اقتصادي پروژې مالي لګښت شاوخوا (۱۰) میلیارده امریکایي ډالر اټکل شوی، چې زیاته برخه به یې د ترکمنستان هېواد له خوا او پاتې به یې په مشترکه او مساویانه توګه د درېیو هېوادونو افغانستان، پاکستان او هند له‌خوا ورکول کېږي. د ټاپي پروژې لومړنۍ طرحه په نوېیمو کلونو کې مطرح شوه. په ۱۹۹۶م کال کې د اسلامي امارت د لومړي حاکمیت پر مهال، له ترکمنستان سره د دې پروژې په اړه رسمي خبرې پیل شوې. په لومړیو کې د برېډاس ارجنټایني او یونیکال امریکايي شرکتونو ترمنځ له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې د ګازو نل‌‌لیکې پر تېرولو سیالي وه. د دې پروژې لومړی هوکړه‌لیک له ارجنټایني شرکت برېډاس سره وشو، لامل یې دا و چې یاد شرکت له دې وړاندې په ترکمنستان کې پانګونه کړې وه او ترکمنستان هم دا شرکت تر نورو غوره باله؛ خو د نړۍ د هېوادونو په ځانګړې توګه د امریکا او روسیې د سیالیو او په افغانستان کې د وخت له حاکم نظام سره د امریکا د مخالفت له امله د دې پروژې کارونه پاتې شول. له څو کلونو وروسته بالاخره په ۲۰۱۰ م کال کې د دې پروژې د بیا پیل هڅې پیل شوې او د همدې کال د ډیسېمبر پر ۱۱ مه د ترکمنستان په پلازمېنه عشق آباد کې د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند استازو ترمنځ د یوه هوکړه‌لیک په لاسلیک کولو سره د دې پروژې د سروې کار بیا پیل شو، چې سروې یې په ۲۰۱۴ کال کې پای ته ورسېده؛ خو له سروې پرته نور عملي کارونه یې ترسره نه شول. اوس د افغانستان اسلامي امارت د بیاځلې حاکمیت سره د ټاپي پروژې د عملي چارو د پیل لپاره هڅې چټکې شوې دي. اسلامي امارت هڅه کوي چې د دې سترې پروژې په عملي کولو سره د هېواد اقتصادي وضعیت لا ښه کړي.

د ټاپي اقتصادي ګټې

د ټاپي د ګازو نل‌لیکه د سیمې د څلورو هېوادونو په ځانګړي ډول افغانستان لپاره یوه ستره اقتصادي لاسته راوړنه ده. افغانستان به د دې نل‌لیکې د حق‌العبور له لارې په کال کې له ۴۰۰ تر ۵۰۰ میلیونو ډالرو پورې عاید ترلاسه کړي. دا راز په غیر مستقیم ډول به دا پروژه د اقتصاد په وده کې د خلکو د عوایدو په زیاتوالي، د بې‌کارۍ د کچې په راکمولو، صنعت، په هېواد کې د ګازو د بیې په راټیټولو، په منځنۍ او سویلي اسیا کې به د افغانستان پر اقتصادي او ستراتیژیک موقف او اهمیت ښه اغېز وکړي. ټاپي د افغانستان له پاره له څو اړخونو مهمه ده، لومړی دا چې افغانستان به له دې پروژې څخه تر څو کلونو پورې سلګونه میلیون ډالر د ترانزیټ یا حق‌العبور فیس ترلاسه کوي، دویم د دې پروژې په عملي کېدو سره به زرګونه افغانانو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شي، درېیم له دې پروژې سره به د افغانستان عواید زیاد شي، دا راز که چېرې په نل‌لیکه کې ځای وي، نو افغانستان د قرارداد له مخې کولای شي خپل اضافي ګاز هم پاکستان او هند ته ولېږدوي. همدارنګه افغانستان به د دېرشو کلونو له پاره د خپلې ګازي انرژۍ تقاضا په ټیټه بیه پوره کړي. د دې ټولو تر څنګ د پروژې له عملي کېدو وروسته به په لومړۍ لسیزه کې (۰،۵) په دویمه کې(۱) او په درېیمه کې به (۱،۵) میلیارده متر مکعبه گاز ولري. دا پروژه د ترکمنستان لپاره هم ډېر اقتصادي ارزښت لري. ترکمنستان اوس مهال د نړی په کچه د طبیعي ګازو د زېرمو د درلودو له اړخه لومړۍ درجه هېوادونو له جملې دی چی د دې پروژې له لارې کولی شي، خپل طبیعي ګاز افغانستان، پاکستان او هند ته صادر کړي او په لويه پیمانه عاید ترلاسه کړي. دا راز ترکمنستان کولی شي د دې پروژې له لارې خپلې اقتصادي او سوداګریزې اړیکې له افغانستان، پاکستان، هند او د نړی له نورو هېوادونو سره پراخې او په نړیوالو سوداګریزو مارکېټونو کې د ځان لپاره ځانګړی ځای پیدا کړي. هند او پاکستان هم ددې پروژې په عملي کېدو کې زیاتې اقتصادي ګټې ترلاسه کولای شي. د دې دواړو هېوادونو او په خاصه توګه د هند نفوس مخ په لوړېدو دی او له دې امله له ستونزو سره مخ دی چې یوه یې د طبیعي ګازو کمښت دی. هند د ګازو د تقاضا د پوره کولو او د خپلو اقتصادي فعالیتونو پرمخ بېولو لپاره اړ دی چې د داسې پروژو د عملي کېدو له لارې په ټیټه بیه ګاز ترلاسه کړي. په ټوله کې د ټاپي څو ملیتي پروژې په پلي کېدو او بریا سره به د غړو هېوادونو ډیری هیلې او سترې اقتصادي ګټې پوره شي او د سیمې په کچه به د اقتصادي او سیاسي اړیکو په ټینګښت کې یو نوی انقلاب رامنځته شي.

ټاپي پروژه؛ خنډونه او حل‌لارې

افغانستان په سیمه کې د خپل ځانګړي جیوستراتېژیک او جیواقتصادي موقعیت له امله که له یوې خوا ګټه کړې، خو له بل لوري یې د همدې ځانګړي موقعیت له امله ډېر زیانونه لېدلي دي. دا هېواد د تاریخ په اوږدو کې ډېری مهال د سترو قدرتونو د سیالۍ ډګر پاتې شوی، په نولسمه پیړۍ کې افغانستان د روسیې او برتانوي هند او د شلمې پیړۍ په دویمه نیمايي کې بیا د شوروي او امریکا د سیالۍ ډګر و چې د همدې نړیوالو او سیمه‌ییزو سیالیو له امله یې د نورو برخو په شان اقتصاد هم کلکې ضربې خوړلې او افغانستان هېڅ وخت د دې اجازه نه ده پیدا کړې چې د یوه پیاوړي اقتصاد خاوند شي. د ټاپي پروژې پر وړاندې له یوې خوا د نړۍ د سترو قدرتونو له لوري ستونزې را ولاړېږي ـ ځکه دا پروژه نه یوازې د افغانستان بلکې د اسیایي هېوادونو لپاره یوه حیاتي پروژه ده او له بل لوري د دې پروژې د مسیر په باب د سیمې د هېوادونو ترمنځ سیاسي رقابتونه هغه څه دي، چې دا پروژه یې ټکنۍ کړې ده. کله چې ترکمنستان خپلواکي واخیسته، نو هڅه یې وکړه چې خپل طبیعي ګاز سویلي اسیا ته ولېږدوي. له همدې امله یې په ۱۹۹۶ م کال کې هغه مهال چې په افغانستان کې اسلامي امارت واکمن و، خبرې پیل کړې؛ خو د سیمې ځينې   هېوادونو نه غوښتل چې دا کار دې ترسره شي. د دې تر څنګ کله چې ترکمنستان د خپلو طبیعي ګازو د لېږد په اړه پر افغانستان سربېره له پاکستان او هند سره خبرې پیل کړې او د عملي چارو پرمخ بېولو له پاره له برېډاس ارجنټایني شرکت سره یوې هوکړې ته ورسېدل، هغه مهال امریکايي شرکت یونیکال رامخته شو او امریکا غوښتل چې د ټاپي پروژې د عملي چارو پرمخ بېولو تړون یاد شرکت ته وسپارل شي، نو دغې چارې هم د ټاپي پروژې پر وړاندې ستونزې را ولاړې کړې. پر دې ټولو سربېره یو عمده لامل چې د ټاپي پروژې عملي چارې یې و ځنډولې هغه په ۲۰۰۱ م کال کې پر افغانستان د امریکا یرغل او د افغانستان اسلامي امارت سقوط ګڼل کېږي. پر افغانستان د امریکا تر یرغل وروسته امنیتي وضعیت ښه نه و چې له دې امله ټاپي پروژه له پلي کېدو پاتې شوه. د ټاپي پروژې اړوند پورته یاد شوو ستونزو د حل په برخه کې لاندې څو موارد د یادونې وړ دي، چې کولای شي د دې پروژې د ښه عملي کېدو په برخه کې مثبت تمام شي:

لومړی: په افغانستان کې د امریکایي اشغال له پای ته رسېدو او د افغانستان اسلامي امارت له حاکمېدو سره، افغانستان په رښتیني توګه د یوه خپلواک نظام خاوند شو. له همدې امله تر دې وروسته د افغانستان اړوند مسایلو کې هېڅ هېواد د مداخلې حق نه لري  او نه هم څوک مداخله کولای شي.

دویم: د ټاپي پروژه اوسمهال نه برېډاس او نه هم یونیکال کمپنۍ ته ورکړل شوې، بلکې د دې پروژې تړون له ټي پی سي ایل (TPCL) شرکت سره شوی، چې د ټاپي نل‌لیکې د غځولو چارې به پرمخ بیايي.

درېیم: سره له دې چې هند او پاکستان د یو بل مخالف هېوادونه دي؛ خو په اوس مهال کې د انرژۍ له سخت کمښت سره مخامخ دي، له همدې امله اړ دي چې خپلې سیاسي ستونزې او سیالۍ شاتې پرېږي او خپلې اړتیاوې پوره کړي.

څلورم: په تېرو دوو لسیزو کې د ټاپي پروژې پر وړاندې یو لوی خنډ ناامني وه؛ خو د افغانستان اسلامي امارت په بیا واکمنېدو سره دا ستونزه په کُلي توګه حل شوې، اوس مهال افغانستان د یوه واحد او خپلواک نظام درلودونکی دی او په ټول هېواد کې پوره امنیت ټینګ شوی دی.

پنځم: د ټاپي پروژې د تطبیق پر وړاندې یو خنډ د ځمکو د استملاک موضوع ګڼل کېږي. په دې برخه کې هم د ستونزو د حل لپاره ګامونه پورته شوي دي. د وروستیو معلوماتو پر بنسټ د ټاپي نل‌لیکې په مسیر کې د شته ځمکو د استملاک ستونزه مخ په هوارېدو ده، ځکه اوسمهال اسلامي امارت د ځمکو د استملاک چارې پیل کړې دي.

اسلامي امارت او د ټاپي پروژې د پلي‌کولو ژمنتیا

د افغانستان اسلامي امارت له بیا ځل واکمنېدو سره له هر څه وړاندې د افغانستان لویدلي اقتصاد د پیاوړتیا لپاره خپلې هلې ځلې چټکې کړې دي او په دې برخه کې له ټولو هغو لارو چارو ګټه پورته کوي، چې د افغانستان اقتصاد ورسره پیاوړی کېدای شي. په دې چارو کې یو هم د ټاپي پروژې د بیا پیل هڅې دي. د اسلامي امارت د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په ګډون یو شمېر لوړو پوړو مسوولینو د ټاپي پروژې د عملي چارو د پیل په موخه له ترکمنستان هېواد له استازو  سره خبرې کړې دي. اسلامي امارت د ټاپي پروژې عملي کیدو ته ژمن دی او دا پروژه د افغانستان د اقتصادي پرمختګ له پاره اړینه او حیاتي بولي. ځکه د دې او دې ته ورته لویو پروژو په عملي کېدو سره به د افغانستان ملي عواید لوړ شي. څه موده وړاندې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند په هرات کې په جوړه شوې غونډه کې د خپلې وینا پرمهال د ټاپي پروژه مهمه او حیاتي پروژه وبلله او د عملي کېدو په اړه یې ددې ولایت اوسېدونکو ته ډاډ ورکړ. دغه راز د ټاپي پروژې د رهبرۍ  په کمېټه کې د دولتونو په کچه غونډو کې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند او د وزارتونو په کچه چې کومې غونډې جوړیږي د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر شیخ شهاب الدین دلاور ګډون کوي. دغه راز اسلامي امارت هغه اندېښنې هم په ځای نه بولي چې ګواکې افغانستان د ټاپي پروژې د پلي کېدو مالي لګښتونه نشي پرې کولای. لکه څنګه چې اسلامي امارت د قوش تېپې کانال په شان سترې پروژې په عملي کولو بریالی شو، داسې د ټاپي پروژې عملي کېدو ته هم ژمن دی او کولای شي چې له خپلو داخلي عوایدو څخه د ټاپي پروژې هغه لګښت پرې کړي چې د افغانستان په برخه رسېږي. د پروژو په عملي کېدو کې تر ټولو ستره او مهمه خبره د ژمنتیا ده. کوم حکومتونه چې کلک هوډ ولري او له زړه د هېواد رغونې ته مټې رابډوهي، نو بیا یې کوچني خنډونه مخه نه شي ډب کولای. اسلامي امارت د یوه مسوول حکومت په حیث دې ته ژمن دی چې افغانستان د پرمختګ په لور بوځي، اقتصاد یې پیاوړی او هېوادوالو ته د ژوند ټولې هغه اسانتیاوې برابرې کړي چې هغوی ورته اړتیا لري.

پایله

اقتصادي پرمختګ د هر هېواد اساسي هدف دی. هر هېواد هڅه کوي؛ چې د ټولنیز هوسا ژوند لپاره لار پرانیزي، ځکه اقتصادي پرمختګ د ټولنې د هوساینې لومړنی شرط دی. د پرمختګ مفهوم ډېر لوی او بېلابېلې برخې لري: ټولنیز، سیاسي، فرهنګي او ذهني پرمختګ؛ خو اقتصادي پرمختګ ددې پرمختګونو یوه ستره برخه ده. سربېره پر دې د اقتصادي پرمختګ له پاره بېلابېلې تیورۍ وړاندې شوې دي. ګڼ شمېر هېوادونو هڅه کړې؛ چې له خپل اقتصادي او سیاسي پرمختګ څخه په بېلابېلو برخو کې کار واخلي. د هېواد اقتصادي پرمختګ له پاره باید ټولې لکه ټولنېزې، سیاسي، اقتصادي او تاریخي برخې وڅېړل شي، له دې برخو څخه په استفادې سره کولای شو د اقتصادي پرمختګ پر وړاندې شته خنډونه لرې کړو. کله چې په افغانستان کې د امریکا اشغال پای ته ورسېد او د کابل تېره اداره ړنګه شوه، د افغانستان د نورو برخو ترڅنګ اقتصاد له سختو ستونزو سره مخ و. د صنعت برخه مخ پر ځوړ وه، پانګوال له افغانستان څخه په تېښته وو، اقتصاي بنسټونه د فساد له امله له پاشلو سره مخ وو، داسې پروژې چې د افغانستان اقتصاد ورسره وده وکړي، نه ترسترګو کېدې، لنډه دا چې هر څه په ټپه ولاړ و. خو اسلامي امارت د یوه مسوول حکومت په توګه هڅه وکړه چې د یادو ټولو برخو د پیاوړتیا او غښتلتیا له پاره کار وکړي؛ خو دا چې اقتصادي برخه تر نورو مهمه ده، ځکه پورتنۍ ټولې برخې د اقتصاد پر محور راڅرخي، هر څومره چې اقتصاد پیاوړی او پر خپلو پښو ولاړ وي، هغومره دا نورې برخې ورسره غوړیږي او پرمختګ کوي. اسلامي امارت هم وپتېیله چې د اقتصادي پرمختګ له پاره اړین ګامونه پورته کړي او په دې برخه کې یې لومړی ګام دا و چې د هېواد له طبیعي زېرمو څخه په لوړه کچه ګټه پورته کړي. له دې سره جوخت یې د صنعت د ودې له پاره ګامونه پورته کړل، سوداګرۍ ته یې پراختیا ورکړه، چې له امله یې په صادراتو کې په بې ساري ډول زیاتوالی راغی. د کرنې د پرمختګ په پار یې ګامونه اوچت کړل او هڅه یې داده چې د هېواد د کرنې سکتور پیاوړی کړي. په دې برخه کې یې د سترو، منځنۍ کچې او کوچنیو کانالونو جوړولو ته مخه کړه. ددې سره هممهاله یې د هغو سترو پروژو چې د هېواد پر اقتصاد مثبته اغېزه کوي، د پیل له پاره هلې ځلې پیل کړې. له دې جملې یوه هم  د ټاپي د ګازو د نل‌لیکې پروژه ده چې د عملي چارو د پیل له پاره یې لومړني ګامونه پورته شوي دي. اسلامي امارت ددې ډول پروژو پر عملي کېدو سره غواړي افغانستان د نړۍ له نورو هېوادونو سره سیال او د افغانستان له جیواقتصادي موقعیت څخه هغه ډول ګټه پورته کړي، لکه څنګه یې چې اړتیا ده.

منابع:

۱ـ تاپي؛ پروژه صلح و رفاه. (۱۳۹۴). د ستراتیژیکو او سیمه‌ییزو څېړونو مرکز: https://csrskabul.com/?p=1845

۲ـ د ټاپي پروژه؛ اقتصادي ګټې او فرصتونه. (۱۴۰۰). د افغانستان بانګ: shorturl.at/ciwO6

۳- د ټاپي پروژه؛ له کومه تر. (۱۳۹۶). طلوع نیوز: shorturl.at/dEISX

۴- ویکي پډیا: shorturl.at/amos5