د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه

dpmea_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۱۴ - ۱۷:۱۰
FlogHmaXwAgH5YP

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. په پیل کې د غونډې له اجنډا سره سم پر یو لړ موضوعاتو بحث وشو چې له جملې یې په لغمان ولایت کې د شاهي کانال د جوړېدو موضوع وه. په دې اړه پرېکړه وشوه چې د زمینداور پروژې ته ټاکل شوې کمېټه دې، په دې تفکیک سره چې مشري به یې د اوبو او انرژۍ وزارت له خوا کیږي، د لغمان شاهي کانال په اړه تخنیکي او مالي څېړنه وکړي او خپل راپور دې له اقتصادي کمېسیون سره شریک کړي.  ور پسې په غونډه کې پرېکړه وشوه چې د کندهار، ننګرهار، هرات او بلخ ولایتونو په شمول، د افغانستان په هر بندر کې دې د خوړو، درملو او نورو توکو د معاینې په موخه واحد کمپلکس جوړ شي او هره اړونده اداره دې په نوموړو کمپلکسونو کې خپل لابراتوارونه فعال کړي. د یادو کمپلکسونو د ودانیزو چارو د ترسره کولو او د معاینو د اجراء کولو عملیاتي چارې دې خصوصي شرکتونو ته په عامه-خصوصي اوږدمهاله قراردادونو  ورکړل شي. د یادې چارې تر بشپړېدو دې د خوړو او درملو د معاینې چارې د خوړو او درملو ادارې له خوا د پخوا په شان پر مخ ځي. د خوړو او درملو اداره دې په ښارونو کې د خوړو او درملو د معاینې په موخه د خوړو ۸ او د درملو ۴ لابراتوارونو قراردادونه خصوصي شرکتونو ته د داوطلبۍ له پاره وړاندې کړي. د غونډې په بله برخه کې تر هر اړخیز بحث وروسته پرېکړه وشوه چې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت لابراتوارونه دې په بنادرو کې د جوړېدونکو کمپلکسونو په جوړښت کې په نظر کې ونیول شي. دغه راز دې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د نباتاتو د قرنطین او روغتیا ساتنې کمېټې پر پرېکړو غور وکړي او خپل نظریات دې اقتصادي کمېسیون ته وړاندې کړي. ورپسې د هېواد د طبیعي منابعو  څخه په ګټې اخیستنې سره د اساسي درملو د تولید د پراختیا طرحې په اړه خبرې وشوې او پرېکړه وشوه چې د ابن سینا د درملو دولتي شرکت دې خپله طرحه له مالیې وزارت سره شریکه کړي. مالیې وزارت دې د یاد شرکت طرحه له دولتي بانکونو سره شریکه او د اسلامي بانکدارۍ د اصولو په رڼا کې دې د یوه بانک مالي ملاتړ ترلاسه کړي. همدارنګه په غونډه کې د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري له چیني شرکت سره په جوزجان ولایت کې د ۳۰۰ مېګا واټه ګازي برېښنا فابریکې جوړولو او له ترکي شرکت سره د سروبي ۲ برېښنا بند د جوړولو هوکړه لیکونو په تړاو بحث وشو. له بحث وروسته پرېکړه وشوه چې له یادو شرکتونو سره د هوکړه لیکونو موضوع تائید ده. د کانونو او پټرولیم وزارت دې په جوزجان ولایت کې د چیني شرکت د پروژې اړوند د ګازو د ذخایرو د کفایت په اړه اطمینان حاصل کړي. د یادو چارو تر بشپړېدو وروسته دې د اوبو او انرژۍ وزارت د یادو شرکتونو قراردادونه د منظورۍ په موخه اقتصادي کمېسیون ته وړاندې کړي. ورپسې د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په مشرۍ هیئت ته دنده وسپارل شوه چې د بوستان سبز له فابریکې څخه له نژدې لیدنه وکړي او خپل راپور  دې له اقتصادي کمېسیون سره شریک کړي. د غونډې په پای کې د افغانستان ملي اقتصادي مشورتي بورډ د جوړېدو پر موضوع بحث وشو. پرېکړه وشوه چې د افغانستان د ملي اقتصادي مشورتي بورډ د اېجاد موضوع تایید ده. د یاد بورډ د رامنځته کولو طرحه دې له وزارتونو او اړوندو ادارو سره شریکه او دوی دې د طرحې په اړه خپل نظرونه  د اقتصادي کمېسیون دارالانشاء ته وسپاري.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۳/۳ - ۱۴:۳۴
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د قطر د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال سره وکتل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په درېیمه نېټه په خپل کاري دفتر کې د قطر د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال محمد بن. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۳/۳ - ۱۳:۵۱
Background image

د ا.ا.ا د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال په مشرۍ لوړ رتبه امارتي پلاوي د ایران اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس د فاتحې په مراسمو کې ګډون وکړ

د محترم ملا عبدالغني برادر آخوند  په مشرۍ لوړپوړي امارتي پلاوي، چې د بهرنیو چارو وزیر محترم مولوي امیرخان متقي یې ملتیا کوله د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د جوزا میاشتې په دوهمه نېټه د ایران. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۳/۲ - ۱۵:۵۳
Background image

د حیرتان بندر اړوند نایب آباد سټېشن کې پر نړیوالو معیارونو برابر سوداګریز مرکز جوړېږي

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډې ته چې د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په لومړۍ نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوې وه، د خصوصي سکټور له لوري د حیرتان بندر اړوند نایب آباد. . .

BACK TO NEWS