د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د افغانستان- امریکا سوداګرۍ خونې او د افغانستان سوداګرۍ شورا له لوري «د افغانستان سوداګریزې او اقتصادي اړیکې» تر سرلیک لاندې جوړ شوي کنفرانس کې ګډون وکړ

dpmea_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۶/۱۵ - ۸:۴۴
5U2A0202

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د افغانستان- امریکا سوداګرۍ خونې او د افغانستان سوداګرۍ شورا له لوري «د افغانستان سوداګریزې او اقتصادي اړیکې» تر سرلیک لاندې جوړ شوي کنفرانس کې ګډون او وینا وکړه. د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال په بهر کې مېشتو افغان او بهرنیو پانګوالو ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړه، چې اوسمهال په افغانستان کې سرتاسري امنیت راغلی، د فساد پر وړاندې جدي مبارزه پيل شوې، د صادراتو ترڅنګ د وارداتو او ملي عوایدو کچه زیاته شوې، په کور دننه د خوراکي توکو په تولید کې زیاتوالی راغلی، د لویو پروژو چارې پیل شوې او همدارنګه صنعت، سوداګرۍ او ترانزیټ هم پرمختګ کړی. محترم ملا صاحب د خپلو خبرو پر مهال وویل چې اسلامي امارت د خصوصي سکټور د ملاتړ په موخه پر خامو موادو مالیه کمه کړې، صنعتي پارکونو پراختیا موندلې، د سوداګرۍ د پراختیا لپاره د لویو لارو بیارغونه پيل شوې او د اوسپنې پټلۍ له لارې له سیمې سره د افغانستان د نښلولو چارې هم جریان لري. محترم ملا صاحب دغه کنفرانس ته وویل چې له طبیعي سرچینو بډایه هېواد، د پانګونې ملاتړی حکومت، ځوان، وړ او ارزانه کاري ځواک، د سیمه‌ییز اتصال له لارې نړیوالو بازارونو ته لاسرسی، د پانګونې لپاره پراخه چاپېریال او د پانګونې  لپاره اسانه قوانین هغه موضوعات دي چې په افغانستان کې یې د پانګونې لپاره زمینه برابره کړې ده. محترم ملا عبدالغني برادر اخوند کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته ډاډ ورکړ چې په افغانستان کې د پانګونې د زمینې په برابرېدو سره نه یوازې افغانانو، بلکې بهرنیو پانګوالو ته هم فرصت برابر شوی او دوی کولی شي دلته د برېښنا، کانونو، زراعت، ترانسپورت، زېربناوو، ټکنالوژۍ او روغتیا ترڅنګ په ګڼو نورو سکټورونو کې هم پانګونه وکړي. محترم ملا صاحب زیاته کړه، اسلامي امارت د ټولو پانګوالو لپاره د پانګونې اسانه قوانین رامنځته کړي او پر دې سربېره یې افغانستان ته د دوی د راتلو او دلته په بېلابېلو برخو کې د پانګونې او په دولتي ادارو کې له سرګردانۍ د خلاصېدو په موخه یوه بین‌الوزراتي کمېټه جوړه کړې، چې پانګوالو ته به ټول اړین معلومات او سهولتونه برابروي. محترم ملا صاحب نړیوال سیاست او حالاتو په اشارې سره وویل، چې د افغانستان په شاوخوا کې د سمندري سوداګریزو لارو امنیت ته په کتو د ځمکنیو لارو ارزښت ورځ تر بلې زیاتېږي، چې په دې سره به افغانستان د خپل جیوستراتیژیک موقعیت اهمیت په واقعي ډول پيدا کړي. په همدې موخه اسلامي امارت هڅه کوي چې د افغانستان سوداګریزې ترانسپورټي لارې په اساسي ډول ورغوي او پر مټ یې له هغو ګاونډیو هېوادونو سره وصل شي، چې اوسمهال ورسره اتصال نه لري. اسلامي امارت هڅه کوي چې په ټول هېواد کې لویې لارې، سړکونه او د اوسپنې پټلۍ شبکې جوړې او پراخې کړي. په پای کې یو ځل بیا محترم ملا صاحب ټولو کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته ډاډ ورکړ چې اسلامي امارت یې بشپړ ملاتړ کوي او په دغه برخه کې ورته ټول اړین سهولتونه برابروي. په دغه کنفرانس کې پر افغان پانګوالو سربېره یوشمېر امریکايي او د ځینو نورو هېوادونو لسګونو پانګوالو هم ګډون کړی و، چې په افغانستان کې له راغلو عیني پرمختګونو یې ستاینه وکړه او په مختلفو برخو کې یې پانګونې ته لېوالتیا وښوده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۰ - ۲۰:۴۳
Background image

د کابل ـ غزني لویې لارې د دوهم لین د جوړولو چارې پيل شوې

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د سنبلې میاشتې په ۲۰ مه نېټه له کابل څخه د میدان وردګو ولایت د سیدآباد ولسوالۍ تر دشت ټوپ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۴ - ۱۶:۲۳
Background image

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې په نوبتي غونډه کې چې د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د سنبلې میاشتې په ۱۳مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوې وه، له اجنډا سره سم د پانګونې وړاندې شوو یوشمېر طرحو په. . .

جمعه ۱۴۰۳/۶/۹ - ۸:۳۷
Background image

د رياست الوزراء اقتصادي مرستيال د قوش تېپې کانال د سربند له چارو ليدنه وکړه

د رياست الوزراء اقتصادي مرستيال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د قوش‌تېپې کانال د سربند له چارو ليدنه وکړه. محترم ملا صاحب د دغه ملي کانال د سربند جوړولو په برخه کې د ملي پراختيا شرکت. . .

BACK TO NEWS