د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند پر سوالګرو د مرستو وېش په تړاو جوړه شوې غونډه کې ګډون او وینا وکړه

dpmea_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱/۶ - ۱۷:۱۱
WhatsApp Image 2023-03-27 at 9.23.32 AM

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ په کابل ښار کې د سوالګرو راټولولو کمېټې له لوري پر 2000 سوالګرو نغدي او د خوراکي توکو مرستې ووېشل شوې. محترم ملا صاحب په همدې مناسبت جوړې شوې غونډې ته د خپلو خبرو پر مهال د سوالګرو راټولولو پروسه مهمه وبلله او زیاته یې کړه، چې اسلامي امارت ته د ولس او په تیره بیا د بې وزلو هېوادوالو لاسنیوی مهم دی. په همدې خاطر اسلامي امارت د افغانستان د پرمختګ او د خلکو د اقتصادي ستونزو د هواري له پاره هڅې کوي. د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال زیاته کړه چې د سوالګرو راټولولو کمېټه به خپل کار ته دوام ورکړي او په راټولو شویو مستحقو سوالګرو به د مرستو د وېش لړۍ هم دوام ولري. محترم ملا صاحب پر مرستندویه ټولنو او ملي سوداګرو غږ وکړ چې د افغانستان د اړمنو خلکو لاسنیوی وکړي او له هغوی څخه خپلې مرستې ونه سپموي. د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال یو ځل بیا له بې وزلو هېوادوالو او په تېره بیا له کابل ښار څخه د راټولو شویو مستحقو سوالګرو سره د اسلامي امارت له لوري د مرستو د دوام ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۲ - ۱۲:۱۳
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د اسلامي ثقافت د چاپ او نشر تولیدي مرکز د بنسټ ډبره کېښوده

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (پنجشنبه) د ۱۴۰۵ کال د سنبلې میاشتې په ۱۲مه نېټه په صنایع سبز صنعتي ښارګوټي کې «د افغانستان اسلامي ثقافت د چاپ او نشر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۱۵:۱۵
Background image

د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن (سه‌شنبه) د ۱۴۰۵ کال د سنبلې میاشتې په لسمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۱۴:۳۸
Background image

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه ترسره شوه

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ کال د سنبلې میاشتې په نهمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. په غونډه کې د بهرنیو تمویلوونکو له لوري د تمویلېدونکو نیمګړو پراختیايي. . .

BACK TO NEWS