د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه الله د ځانګړي فرمان پر اساس کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته د لازمو آسانتیاوو برابرولو په موخه د اقتصادي معاونیت تر چتر لاندې د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټه رامنځته شوه

dpmea_admin
شنبه ۱۴۰۲/۶/۲۵ - ۱۷:۵۰
5U2A0135

د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه الله د ځانګړي فرمان پر اساس کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته د لازمو آسانتیاوو برابرولو په موخه د اقتصادي معاونیت تر چتر لاندې د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټه رامنځته شوه. دعالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه الله د ځانګړي فرمان پر اساس او دریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د هدایت او د اقتصادي کمېسیون د ۱۴۴۵ هـ.ق کال د دوهمې ګڼې مصوبې پر بنسټ د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټه رامنځته او د روان لمریز کال د وږي میاشتې په ۲۵مه نېټه یې ابتدايي غونډه ترسره شوه.  په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې د اقتصادي مرستیال ځانګړي سکرتر مولوي عبدالله عزام وویل، د اسلامي امارت په راتګ سره افغانستان د اقتصاد په ډګر کې لومړني ګامونه اخیستي او له نېکه‌مرغه ښه نتیجه یې هم ورکړې ده. ښاغلي عزام زیاته کړه، افغانستان د پانګونې په برخه کې بې شمېره فرصتونه لري او دغه کمېټه به کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته لازمې آسانتیاوې برابرې او په امارتي ادارو کې به یې له بیروکراسۍ مخنیوی وکړي. ورپسې داقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې رئیس مولوي ذبیح‌الله ناصر چې د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې مسوولیت هم پر غاړه لري دخپلو خبرو پر مهال وویل، دغه کمېټه د اقتصادي معاونیت تر چتر لاندې فعالیت کوي او موخه یې تر واحد چتر لاندې د کورنۍ او بهرنۍ پانګونې د طرحو طی مراحل، د پانګونې پروسو کې چټکتیا او شفافیت رامنځته کول او د پانګوالو او اړوندو وزارتونو ترمنځ مؤثره همغږي رامنځته کول دي.  د غونډې په پای کې پرېکړه وشوه چې ټول اړوند وزارتونه به ددغې کمېټې د کړنلارې د غني کېدو په موخه خپل نظرونه په ۳ ورځو کې په کتبي ډول دیادې کمېټې له دارالانشاء سره شریک کړي او هلته به د مؤظفې شوې کمېټې له لوري د نظرونو د توحید په صورت که یوه جامع کړنلاره ترتیب او د منظورۍ لپاره به اقتصادي کمېسیون ته وړاندې شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۴:۴۲
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نورستان ولایت ته سفر وکړ

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (دوشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په ۱۲مه نېټه نورستان ولایت ته سفر وکړ او په دغه ولایت کې يې د وروستیو سیلابونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۸:۸
Background image

د تراکتورونو او کرنیزو ماشینونو د مونتاژ او تدریجي تولید طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه  نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د خصوصي سکټور له لوري په هېواد کې د تراکتورونو او کرنیزو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۶:۱۷
Background image

د سوداګرۍ پراختیا لپاره د شیرخان بندر ظرفیت لوړیږي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن (سه‌شنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. . .

BACK TO NEWS