د محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په حضور کې د مخابراتو وزارت او خصوصي مخابراتي شرکتونو ترمنځ د مخابراتي خدمتونو رسولو قراردادونه لاسلیک شول

dpmea_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۳/۱۴ - ۱۷:۴۱
5U2A2421

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند او مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر محترم مولوي نجیب‌الله حقاني په حضور کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت او خصوصي مخابراتي شرکتونو ترمنځ د 365 میلیونو افغانیو په ارزښت په لرې پرتو سیمو کې د مخابراتي خدمتونو رسولو قراردادونه لاسلیک شول. محترم ملا صاحب د یادو قراردادونو د لاسلیک کېدو پر مهال وویل، اسلامي امارت د ملت خدمت د ځان مسؤلیت ګڼي او په ټول توان هڅه کوي چې هېوادوالو ته د ژوند د نورو برخو ترڅنګ په ښه او لوړ کیفیت مخابراتي خدمتونه هم وړاندې کړي. محترم ملا صاحب زیاته کړه، اسلامي امارت په افغانستان کې د پانګونې لپاره ښه زمینه برابره کړې او د ټولو هغو ملي سوداګرو او پانګوالو له هڅو قدرداني کوي چې د هېواد د اقتصادي ودې په موخه پانګونه کوي. د دغو قراردادونو له مخې به افغان بیسیم او ام‌ټي‌ان مخابراتي شرکتونه د کندهار، نورستان، بدخشان، ارزګان، زابل، کنړ، ننګرهار او کابل ولایتونو کې د 33 سایټونو د جوړېدو له لارې په هغو لرې پرتو سیمو کې چې خلک مخابراتي خدمتونو ته لاسرسی نه لري؛ مخابراتي خدمتونه وړاندې کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۴:۴۲
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نورستان ولایت ته سفر وکړ

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (دوشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په ۱۲مه نېټه نورستان ولایت ته سفر وکړ او په دغه ولایت کې يې د وروستیو سیلابونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۸:۸
Background image

د تراکتورونو او کرنیزو ماشینونو د مونتاژ او تدریجي تولید طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه  نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د خصوصي سکټور له لوري په هېواد کې د تراکتورونو او کرنیزو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۶:۱۷
Background image

د سوداګرۍ پراختیا لپاره د شیرخان بندر ظرفیت لوړیږي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن (سه‌شنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. . .

BACK TO NEWS