د ملي تدارکاتو کمېسیون دوهمه نوبتي غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه

dpmea_admin
شنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱۳ - ۱۸:۹
5U2A2410

د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ نن شنبه د ۱۴۰۱ لمریز کال د کب میاشتې په ۱۳مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. له اجنډا سره سم پر ۳۱ تدارکاتي موضوع‌ګانو چې د بېلابېلو ادارو اړوند وې؛ زېربنا، روغتیا، خوراکي توکو او خدمتونو پروژې پکې شاملې وې، بحث او ارزونه وشوه. د کابل ښاروالۍ لخوا د کابل ولایت بېلابېلو سیمو کې د سړکونو جوړولو تړونونو د منظورۍ وړاندیزونه چې د ملي تدارکاتو کمېسیون ته ېې وړاندې کړل؛ ځینې منظور او د ځینو په اړه ېې اړینې لارښوونې وشوې. د کمېسیون په دې ناسته کې د فراه ولایت د بخش آباد بند د انحرافي تونلونو د جوړولو پروژه، د هرات ولایت نور الجهاد سب سټېشن د پاتې برخو د جوړولو پروژه، د کندهار او هرات په هوایي ډګرونو کې د خدماتو وړاندې کولو پروژې، د عدلیې وزارت اړوند د سمسورتیا پروژه، د مالیې وزارت د ۲ قلمه روغنیاتو د برابرولو او تدارک پروژه، د کورنیو چارو وزارت اړوند د ۱۲ قلمه البسې د برابرولو او تدارک پروژه او د افغانستان برېښنا شرکت اړوند په ننګرهار ولایت کې د ساختماني موادو د برابرولو او تدارک پروژه، د کمېسیون په دې غونډه کې له بحث وروسته منظور شوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۴:۴۲
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نورستان ولایت ته سفر وکړ

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (دوشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په ۱۲مه نېټه نورستان ولایت ته سفر وکړ او په دغه ولایت کې يې د وروستیو سیلابونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۸:۸
Background image

د تراکتورونو او کرنیزو ماشینونو د مونتاژ او تدریجي تولید طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه  نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د خصوصي سکټور له لوري په هېواد کې د تراکتورونو او کرنیزو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۶:۱۷
Background image

د سوداګرۍ پراختیا لپاره د شیرخان بندر ظرفیت لوړیږي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن (سه‌شنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. . .

BACK TO NEWS