د کابل- کندهار لویې لارې د بیارغونې اړتیا

لیکوال: امان‌الله حنیفي

د پياوړي اقتصاد درلودو لپاره پر نورو سکټورونو سربېره یو هم د سوداګرۍ او ترانزیټ سکټور دی. د سوداګرۍ او ترانزیټ سکټور د ودې او وسعت لپاره مهمه ده چې یو هېواد د ترانسپورټ ټولې شبکې: سمندري، هوايي، ځمکنۍ او ریل پټلۍ په ښه ډول ورغوي او په دغه برخه کې له ننني عصري سیسټم استفاده وکړي. افغانستان د نړۍ یو له هغو هېوادونو دی چې مستقیم بهر ته لاسرسی نه لري او د هر ډول ترانسپورټ پر مهال یوازې له هوايي، ځمکني او رېل پټلۍ شبکو څخه استفاده کوي.

خو هغسې چې د سوداګرۍ او ترانزیټ د ودې او پرمختګ لپاره پياوړی ترانسپورټي سیستم ضرور دی، په هغه بڼه د افغانستان هوايي، ځمکنی او د رېل پټلۍ ترانسپورټي سیستم نه دی جوړ شوی. افغانستان د هوايي او رېل پټلۍ ترانسپورټي شبکو په پرتله له ځمکني ترانسپورټ څخه ډېره استفاده کوي، چې په دې برخه کې یې ټول تمرکز او تکیه پر سړکونو ده. سره له دې چې د سړکونو جوړولو اهمیت د افغانستان د سوداګرۍ او ترانزیټ په وده او پراختیا کې خورا ارزښتناک دی، خو څومره چې لازمه ده، تر اوسه هومره پام نه دی ورته شوی. د نړیوالو راپورونو له مخې، د افغانستان د لویو لارو ۵۴ سلنه د نه پاملرنې له کبله ویجاړ شوي او بیارغونه غواړي او که جدي پاملرنه او بیارغونه یې ونشي، پاتې برخې یې هم له منځه ځي. طبیعي پېښې، له اندازې زيات بار، د باروړونکو موټرو ګړندی تګ، زياته ګڼه ګوڼه او د لارو په جوړولو کې د ټیټ کيفيت لرونکو موادو کارول د لويو لارو د ويجاړېدو اصلي لاملونه دي.

افغانستان د خپل جیوپولیټیک جغرافیوي موقعیت له مخې د سیمې هېوادونو ترمنځ د نښلوونکي پل حیثیت لري. نو که چېرې د ځمکني ترانسپورټ په برخه کې چې ټوله تکیه یې پر سړک ده، د يو منظم سیستم پر بنسټ پانګونه وشي، په کم وخت کې به د سيمه ييز اتصال په څلور لارې بدل شي او په اقتصادي وده کې به مهم رول ولوبوي. دا چې ځمکنی ترانسپورټ عموماً د سړکونو له لارې ترسره کيږي، افغانستان هم د زرهاوو کيلومټرو په اوږدوالي سيمه يیز، ولايتي او محلي سړکونه لري چې کولی شي د هېواد بېلابېلې سيمې له یو بل سره ونښلوي.

که د سړکونو جوړولو او بیارغونې له لارې د هېواد ټولې سیمې له یو او بل سره ونښلول شي، پرته له شکه چې په وخت او ښه کیفیت سره به په لرې پرتو سیمو کې مېشتو هېوادوالو ته د ژوند هر ډول خدمات ورسېږي. د ژوند په بېلابېلو برخو کې د خدماتو وړاندې کولو ترڅنګ به سوداګري د پام وړ وده وکړي. د هېواد په لرې پرتو سیمو کې به میکانیزه کرنه دود شي، بزګرانو ته به اصلاح شوي تخمونه ورسېږي او د بزګرانو له لوري راټول شوي کرنیز محصولات به په خپل وخت تر مارکېټ پورې ورسېږي او د خرابېدو مخنیوی به یې وشي. د کرنیزو محصولاتو لپاره به په کور دننه او بهر کې بازارموندنه وشي او په دې سره به د افغانستان په صادراتو کې د پام وړ زیاتوالی راشي. هرڅومره چې یو هېواد د مصرفي هغه پر ځای پر تولیدي بدل شي، هومره یې ملي اقتصاد ورسره وده کوي او وګړي یې اقتصادي او سیاسي خپلواکي ترلاسه کوي.  

په افغانستان کې تر ټولو ډېر لېږد رالېږد د سړکونو پر مټ ترسره کیږي، نو پر همدې اساس د سړکونو جوړول او بیارغونه د هیواد په اقتصاد او سیاسي پرمختګ کې ستره ونډه لري او په دې سره د یوې سیمې سوداګریز او کرنیز توکي بلې سیمې ته په ښه او اسانه ډول لېږدول کېږي.

موږ مخکې یادونه وکړه چې افغانستان د سیمې او په ځانګړي ډول د ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د نښلوونکي پل حیثیت لري او کولای شي د ترانزیټ په برخه کې له خپل جغرافیوي موقعیت څخه په ښې استفادې سره یې اقتصاد د پام وړ وده وکړي. څو ورځې وړاندې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د امام ابو حنیفه د دوهم ملي او نړیوال نندارتون په پرانیست‌غونډه کې د منځنۍ او سویلي آسیا هېوادونو ته ډاډ ورکړ، چې افغانستان د ترانزیټ لپاره تر ټولو امن لار ده او اسلامي امارت په دغه برخه کې د نورو اسانتیاوو برابرولو ترڅنګ د لویو لارو بیارغونه هم پيل کړې ده.  

اقتصادي خودکفايۍ ته د رسېدو او په دغه برخه کې د یو پياوړي او عصري ځمکني ترانسپورټي سیستم او په ځانګړي ډل د معیاري سړکونو درلودو اړتیا د افغانستان اسلامي امارت درک کړې او د پوره کېدو لپاره یې عملاً هڅې پيل کړې، چې ښه بېلګه یې د کابل- کندهار لویې لارې د بیارغونې چارو پرانیسته ده. د کابل – کندهار لویې لارې له ارغندۍ څلور لارې د میدان وردګو تر دوراني بازار پورې د اساسي بیارغونې او قیر اچونې چارو پروژه څو ورځې مخکې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري پرانیستل شوه. د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال وویل چې د کابل- کندهار لویه لار د افغانستان د سوداګرۍ او ترانزیټ په برخه کې ځانګړی ارزښت لري، چې په بیارغېدو سره به پر دغه لار شته ستونزې حل او هېوادوالو ته به اسانتیاوې رامنځته شي.

د کابل- کندهار لویه لار د افغانستان اسلامي امارت په مالي ملاتړ د خصوصي سکټور له لوري په ۵ برخو: ارغندۍ چوک – دوراني بازار، د غزني مرکز – پښ کنده، پښ کنده_ قلات،  قلات - شهر صفا او شهر صفا – مانجه کې په اساسي ډول رغول کېږي.

د ارغندۍ له څلور لارې د میدان وردګو تر دوراني بازار پورې د قیر اچونې چارو پروژې د پرانیستو مراسمو ته د ټولګټو وزارت سرپرست محترم ملا محمد عیسی ثاني وویل، چې د کابل- کندهار لویې لارې په ۵ واړو برخو د خصوصي سکټور له لوري عملاً کار پيل شوی او ټاکل شوې چې د یو کال په موده کې به یې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

کابل – کندهار یوه مهمه سوداګریزه او ترانزیټي لار ده، چې له مرکز کابل او شمالي ولایتونو سره د گڼو جنوبي او جنوب غربي ولایتونو پر نښلون سربېره له گاونډیو هیوادنو سره د سوداګریزو توکو په لیږد رالیږد کې هم اغیزمن ټرانزیټي او اقتصادي رول لوبوي. د دې لاره په بیارغېدو سره به د هېواد د شمال، مرکز او جنوب ترمنځ سوداګري وده وکړي، سوداګریز توکي به په خپل وخت او ټیټ ترانسپورټي لګښت بازار ته ورسېږي چې دا چاره د هېواد پر ملي اقتصاد مستقیم او ژور اغېز لري.

د کابل- کندهار لویې لارې په بیارغېدو سره به د افغانستان له خاورې د ترانزیټ په کچه کې هم د پام وړ زیاتوالی راشي، ځکه د یو معیاري سړک په درلودو سره به بهرني سوداګر زړه ښه کړي چې خپل توکي د افغانستان له لارې نورو هېوادونو ته ورسوي چې په دې سره به افغان دولت ته د عوایدو یوه لویه منبع پیدا شي. څومره چې د افغانستان عواید ډېرېږي، هومره ورسره ملي اقتصاد وده کوي. د افغانستان له خاورې او په ځانګړي ډول د کابل- کندهار لویې لارې په واسطه د کېدونکي ترانزیټ له امله به د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو سیاسي، سوداګریزې او ترانزیټي اړیکې هم پراختیا ومومي. څومره چې د افغانستان سوداګریزې او ترانزیټي اړیکې له ګاونډیو او سیمې هېوادونو سره زیاتې او پياوړې وي، په هماغه کچه به یې ملي اقتصاد هم ورسره وده وکړي.

د کابل- کندهار لویه لار ۴۸۰ کیلومتره اوږدوالی، ۷ متره سور، ۴۶ لوی او کوچني پلونه او ۱۷۱۶ پلچکونه لري چې په ورځني ډول زرګونه مسافر وړونکي او بار وړونکي موټرونه پرې تګ راتګ کوي.