محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د کمال خان بند د پاتې کارونو د بشپړولو په موخه نیمروز ته سفر وکړ

نېټه: 1402/1/1

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د روان 1402 لمریز کال د وري میاشتې په لومړۍ نېټه د لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ له کمال خان بند څخه د لیدنې او د دغه بند د پاتې کارونو د بشپړولو په موخه نیمروز ولایت ته سفر وکړ. د دغه سفر پر مهال د ریاست‌الوزراء له اقتصادي مرستیال سره د بهرنیو چارو وزیر محترم مولوي امیر خان متقي، د اوبو او انرژۍ وزارت مرستیال محترم مجیب الرحمن عمر، د ملي پراختیا شرکت رئیس محترم عبدالرحمن عطاش او یوشمېر لوړپوړو دولتي چارواکو هم ملتیا کوله. د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال او مل پلاوي د کمال خان بند له بېلابېلو برخو او د دغه بند د توربینونو د نصبولو له بهیر څخه لیدنه وکړه چې د اوبو ذخېرې د ظرفیت زیاتوالي، د اړوندو کانالونو د پاک کارۍ او په ټوله کي د چارو د ښه مدیریت په اړه یې اړوندو مسئولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.  محترم ملا عبدالغني برادر اخوند کمال خان بند ملي او حياتي پروژه وبلله او د رامنځته شويو نوښتونو له امله یې د مسؤلينو د هڅو قدرداني وکړه. محترم ملا صاحب  د بند د پارچاوۍ او د اوبو کنټرول په اړه د تخنیکي انجنیرانو نظرونه واورېدل او په اړه یې د اوبو او انرژۍ وزارت مسؤلینو ته هدایت وکړ چې د ستونزو د حل په برخه کې ورسره همکاري وکړي. د کمال خان بند پاتې کارونه د پراختیا ملي شرکت له لوري ترسره کېږي او د دغه شرکت مسؤلین وايي چې په نږدې راتلونکي کې به یې د فرعي کانالونو، توربینونو او د بند د بدنې پاتې کارونه بشپړ شي.  محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له کمال خان بند څخه تر لیدنې وروسته د نیمرو له والي مولوي نجیب‌الله رفیع، د یاد ولایت له مسؤلینو او مجاهدینو سره وکتل. محترم ملا صاحب د نیمروز والي ته د دغه ولایت د خلکو د اوبو ستونزو د حل او کرنیزو ځمکو ته په وخت د اوبو رسولو په اړه لازمې سپارښتنې وکړې او ټولو مسؤلینو ته یې وویل چې په ډېر اخلاص او صداقت سره د خپل ولس خدمت وکړي.