په خوست ولایت کې د فاضلانو د دستاربندۍ مراسمو ته د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند وینا

الحمدلله و کفی و سلام علی عباده الذین اصطفی، اما بعد!

فاعوذ بالله من الشیطان الرجیم،     

بسم الله الرحمن الرحیم

قال الله تعالی: قُلْ هَلْ يَسْتَوِي ٱلَّذِينَ يَعْلَمُونَ وَٱلَّذِينَ لَا يَعْلَمُونَ

د خوست ولایت محترم مشرتابه، د قدر وړ علماء کرامو،  محترمو مشرانو، مجاهدینو، فارغ سویو علماوو او حافظانو او ټولو محترمو حاضرینو ته!

السلام علیکم و رحمة الله و برکاته!

د الله تعالی له دربار څخه درته پوره صحت او عافیت غواړم.

ډېر د خوښۍ او ویاړ ځای دی چې نن ورځ په خوست ولایت کې د علماوو او حافظانو د دستاربندۍ په مقدسه او منوره غونډه کې ګډون کوم.

له هر څه وړاندې د قرآن پاک حافظانو، علماوو او د دوی کورنیو ته د دغې مقدسې دورې د بشپړولو له امله د زړه له کومې مبارکي وایم او دعا کوم چې د دین او خاورې رښتیني خادمان سي.

محترمو حاضرینو!

د اسلامي تاریخ په اوږدو کې ثابته ده، چې مدارس د اسلامي ټولنو د دیني علم، جهاد، د نبوي اخلاقو د ترسیخ، د دیني شعور او هویت ساتنې، د روحي او فکري روزنې او د اسلامي نهضت هغه منور او مقدس مرکزونه دي، چې هره اړیکه یې پر دیني معنویت او روحانیت ولاړه ده. ټولنو ته هغه هستۍ وړاندې کوي چې رسول الله صلی الله علیه و سلم خپل وارثان بللي او امت ته د اخلاقو او نبوي چلند معیار ګرځي.

له بله اړخه تاسې ټول د دې ستر واقعیت شاهدان یاست، چې په افغانستان کې د مقدس جهاد د فرضیت اسلامي روایت په مدارسو کې په رښتیني بڼه ظهور وکړ، دا روایت له مدارسو راوټوکېد، کلیو او ښارونو ته یې سرایت وکړ او په داسې دوامداره مقدسه مبارزه بدل سو چې سترو کفري لښکرو ته یې شرموونکې ماته ورکړه؛ داسې ماته چې دوی خپله هم پرې اعتراف کوي.

له دې معلومېږي چې مدارس یوازې دیني عالمان او حافظان نه روزي، بلکې د ټولنې د فکري اصلاح، د غیر اسلامي فرهنګونو پر وړاندې د مبارزې او د اسلامي روایتونو د ظهور او ساتنې په برخه کې هم ځانګړی رول ادا کوي. ځکه خو ډېره مهمه ده چې مدارس خپل اصلي مسیر په هر ډول حالاتو کې ثابت او راسخ وساتي او توجه یې بلې خوا ته وانه وړي. خدای مه کړه که لږ هم دا مسیر زیانمن کېږي، نو ټولو هغو اساسي دیني مکلفیتونو او مسوولیتونو ته زیان رسېږي چې مخکې مې ورڅخه یادونه وکړه، او نسلونه او ملتونه ورسره د انحراف او کږلېچ ښکار کېږي.

فارغ سویو علماوو او د قران پاک حافظانو!

 تاسې او ستاسې کورنیو ته یو ځل بیا د دستار بندۍ د دغه لوی او تل پاتې اعزاز له امله مبارکي وایم او دعا درته کوم چې دا دستارونه دې د دین او خاورې د عظمت او سرلوړۍ دستارونه سي.    

له تاسې مې هیله او غوښتنه دا ده چې په خپل علم عمل وکړئ، نورو ته یې وروښياست، په خپله برخه کې لا ډېره مطالعه وکړئ او هېڅکله مه پرېږدئ چې کړی علم درڅخه هېر سي، هر وخت دیني ریاضت کوئ، د خلکو سره د نبوي اخلاقو په چوکاټ کې برخورد کوئ او د دغه مقدس کار په مقابل کې له هیچا څخه هم د مادیاتو او امتیازاتو توقع مه ساتئ.

تاسې ته ښه معلومه ده چې اوس د تکنالوژۍ دور دی؛ کوشش وکړئ چې له معاصرو زده کړو او اړتیاوو سره هم ځانونه بلد کړئ، څو په واقعي ډول د دین او ولس خدمت وکولای سئ او ولسونو ته دیني شعور او فهم په معاصره او قابل فهم ژبه انتقال کړای سئ.

اسلامي مدارس او منبرونه خلکو ته د وعظ او نصیحت ستر تاثیر کوونکي ادرسونه دي؛ زه له دې ځایه د هېواد په ټولو علما کرامو هم غږ کوم چې د وعظ او منبر ژبه مو نوره هم نرمه او ښایسته کړئ، د دیني مکلفیتونو ترڅنګ خلکو ته د اسلامي نظام او ملي ګټو د ساتنې روحیه او فکر هم ورکړئ؛ ځکه نظام مو په ډېرو قربانیو ګټلی دی؛ هر څوک یې باید په نظم او تداوم کې خپله برخه مکلفیت اداء کړي.

درنو حاضرینو!

ستاسې د ډاډ او خوشحالۍ لپاره به ووایم چې د هېواد په کچه داقتصادي ودې په برخه کې اوس مهال ډېرې مهمې ملي پروژې او کارونه روان دي، د ګاونډیو هېوادونو سره مو تجارتي مناسبات او اړیکې پیاوړې سوې او پر مشخصو او له سیاست څخه اغېزمنو مسیرونو مو اتکاء کمه سوې ده؛ داخلي تولیداتو ته مناسب بازارونه موندل سوي او د امارتي منابعو د غوره مدیریت لپاره په مهمو ملي پلانونو او ستراتیژیو کار روان دی. ان شاءالله ستاسې په ملاتړ او دعا به په راتلونکي کې کافي اقتصادي پرمختګونه وسي، کاري فرصتونه به ایجاد او د کورنیو اقتصادي وضعیت به ورسره نسبتا ښه سي.

په پای کې د دغې مدرسې د محترمو مسوولینو او استادانو څخه ډېره مننه کوم چې په پوره اخلاص او سمه توګه خپل لوی دیني رسالت سرته رسوي. الله تعالی مو په خپلو ټولو چارو کې بریالي ولره.

والسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته