په ۱۴۰۱ لمریز کال کې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ثبات؛ لاملونه او اغېزې

لیکوال:  محب الله نظیمي

سریزه

هر هېواد ځانګړې اقتصادي موخې لري. هڅه کوي دغو موخو ته ورسېږي چې یو له دې څخه د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د خپلو اسعارو د ارزښت ثابت پاتې کېدل دي. دا چاره په ځینو لاملونو پورې اړه لري لکه په راکړه ورکړه کې د  بهرنیو اسعارو مخنیوی، منظم پولي سیاست غوره کول، بهرنیو هېوادونو ته د ځینو نړیوالو اسعارو لکه ډالرو قاچاق مخنیوی او همدارنګه د ونډو له بازار څخه د بهرنیو اسعارو په لیلامولو سره د خپلو اسعارو راغونډول، خو دا چاره کولای شي د اسعارو ارزښت وساتي ولې  په اوږد مهال کې دا چاره ګټوره نه ده. د خپلو اسعارو د ثبات له پاره په کار ده چې نورې هغه لارې چارې ولټول شي چې کولای شي د دایم له پاره اسعار باثباته وساتي. که څه هم  د اسلامي امارت په بیا واکمنېدو سره  د هېواد په داخل کې په بهرنیو اسعارو باندې هر ډول راکړه ورکړه بنده شوې، واحد پولي سیاست غوره شوی، بهرنیو هېوادونو ته د ډالرو د قاچاق مخنیوی شوی او هره هفته ډالري اسعار د لیلام په ډول افغانستان بانک له لوري د ونډو بازار ته عرضه کېږي، د همدې فعالیتونو په تر سره کولو سره د افغانۍ ثبات ساتل شوی دی. د اسلامي امارت د واکمنېدو په لومړیو کې داسې ګنګوسې وې چې افغانۍ به د بهرنیو اسعارو په مقابل کې خپل ارزښت له لاسه ورکړي چې دا چاره به د انفلاسیون سبب شي او په نتیجه کې به یې  اقتصادي بحران رامنځ ته شي، خو د اسلامي امارت د پرله پسې هڅو او کوششونو په نتیجه کې افغانۍ خپل ارزښت د بهرنیو اسعارو په مقابل کې ثابت ساتلی چې  د سارک غړو هېوادونو په منځ کې افغانۍ د با ثباته پولي واحد په توګه پیژندل یې غوره بېلګه ده.

د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ثبات

دا چې په اوسني وخت کې افغانستان په بشپړ ډول امن دی؛  نو اقتصادي وضعیت هم ورځ تر بلې مخ په ښه کېدو دی. دا په اقتصادي ډګر کې د افغانستان اسلامي امارت یوه مهمه لاسته راړنه بللی شو. د ډاډمنې سیاسي او امنیتي فضا رامنځته کېدل، د کورنیو تولیداتو څخه د اسلامي امارت ملاتړ، په وارداتي توکو باندې مالیات، د هېواد په دننه کې په هر ډول سوداګریزه راکړه ورکړه کې د بهرنیو اسعارو مخنیوی، واحد پولي سیاست، د ډالرو د قاچاق مخنیوی، د ونډو له بازار څخه وخت پر وخت د افغانۍ راغونډول، افغانیو ته د تقاضا زیاتېدل، د صادراتو زیاتوالی او داسې نور هغه څه دي چې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې یې د افغانۍ  ثبات ساتلی دی. د دې لپاره چې افغانۍ خپل ثبات د بهرنیو اسعارو په مقابل کې ثابت وساتي؛ اسلامي امارت ته په کار ده چې کورنیو تولیداتو ته وده ورکړي او سربېره پر دې له نورو هېوادونو سره سوداګریزه راکړه ورکړه پراخه کړي، تر څو افغانۍ د اوږد مهال لپاره د بهرنیو اسعارو پر وړاندې خپل ثبات خوندي وساتي او هم په هېوادکې د قیمتونو د لوړېدو مخنیوی وشي.  

د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ د ثبات لاملونه او اغېزې

افغانۍ خپل ثبات په دې نه شي ساتلی چې په زیاته کچه دې چاپ شي، بلکې هغه مهال د بهرنیو اسعارو پر وړاندې ثابته پاتې کېدای شي چې په هېواد کې د کمیت او کیفیت له پلوه په معیاري ډول توکي تولید شي. د دې ترڅنګ هېواد ته بهرنۍ پانګه راجلب شي چې  د پیسو په ثبات کې مهم او رغنده رول درلودلی شي. حکومت باید کورني او بهرني پانګوال وهڅوي، تر څو د هېواد په دننه کې پانګونه وکړي. دغه راز حکومت باید له نړۍ سره خپل اړیکي لا پراخې کړي، تر څو سوداګري پراختیا ومومي، عواید لوړ او بهرني اسعار هېواد ته راوړل شي. دا چارې کولای شي د تل له پاره د بهرنیو اسعارو پر وړاندې افغانۍ باثباته وساتي. که چېرته افغانۍ د بهرنیو اسعارو پر وړاندې خپل ارزښت وساتي؛ نو د توکو او اجناسو قیمتونه راټیټیږي. همدارنګه د ملي اسعارو (افغانۍ) ارزښت په مستقیم ډول په هېواد کې د بهرنیو اسعارو  په عرضه او تقاضا پورې اړه لری. د ملی پیسو ارزښت ساتل مهم دي، ځکه دا د شتمنیو او د توکو او خدماتو  پر قېمت اغیزه کوي. د ملي اسعارو  پر ارزښت نور لاملونه هم شته چې اغیزه کوي.  کله چې بهرني اسعار لکه ډالر ، یورو یا نور  ټیټ شي؛ نو طبیعی ده چې د ملي اسعارو ارزښت لوړېږي. په نړیواله کچه د افغانۍ د ارزښت زیاتوالی کولی شي، زموږ د خلکو  پر اقتصادي هوساینې باندې مثبت  اغېزه وکړي. ددې ترڅنګ د اسعارو ثابت پاتې کېدل خپله پر اقتصادي ودې مثبته اغیزه کوي.  

پایله

هر هېواد ځانګړې اقتصادي موخې لري. هڅه کوي دغو موخو ته ورسېږي چې یو له دې څخه د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د خپلو اسعارو د ارزښت ثابت پاتې کېدل دي. دا چاره په ځینو لاملونو پورې اړه لري لکه په راکړه ورکړه کې د  بهرنیو اسعارو مخنیوی، منظم پولي سیاست غوره کول، بهرنیو هېوادونو ته د ځینو نړیوالو اسعارو لکه ډالرو قاچاق مخنیوی او همدارنګه د ونډو له بازار څخه د بهرنیو اسعارو په لیلامولو سره د خپلو اسعارو راغونډول، خو دا چاره کولای شي د اسعارو ارزښت وساتي ولې په اوږد مهال کې دا چاره ګټوره نه ده. د خپلو اسعارو د ثبات له پاره په کار ده چې نورې هغه لارې چارې ولټول شي چې کولای شي د دایم له پاره اسعار باثباته وساتي. افغانۍ خپل ثبات په دې نه شي ساتلی چې په زیاته کچه دې چاپ شي، بلکې هغه مهال د بهرنیو اسعارو پر وړاندې ثابته پاتې کېدای شي چې په هېواد کې د کمیت او کیفیت له پلوه په معیاري ډول توکي تولید شي. ددې ترڅنګ هېواد ته بهرنۍ پانګه راجلب شي چې  د پیسو په ثبات کې مهم او رغنده رول درلودلی شي. حکومت باید کورني او بهرني پانګوال وهڅوي، تر څو د هېواد په دننه کې پانګونه وکړي. دغه راز حکومت باید له نړۍ سره خپل اړیکي ټینګې کړي، څو سوداګري پراختیا ومومي، عواید لوړ او بهرني اسعار هېواد ته راوړل شي. دا چارې کولای شي د تل له پاره د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ثبات وساتي. اسلامي امارت پورتنیو ټکو ته په پاملرنې سره هڅه کړې ده او کوي يې چې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ثبات همداسې خوندي وساتي.