محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په غور ولایت کې د وروستیو سېلابونو له امله له زیانمن شوو هېوادوالو سره وکتل

dpmea_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۳/۲۸ - ۱:۲۷
Final 1

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند غور ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۲۵مه نېټه په دغه ولایت کې د وروستیو سېلابونو له امله له زیانمن شوو هېوادوالو او د دغه ولایت له مسوولینو سره وکتل او هغوی ته یې د تسلیت او خواخوږۍ مراتب وړاندې کړل.  محترم ملا صاحب د خپلو خبرو پر مهال وویل، په هېواد کې وروستیو سېلابونو په بېلابېلو ولایتونو کې هېوادوالو ته درانه ځاني او مالي تاوانونه واړول. ډېری کورنۍ له خپلو کورونو بېځایه شوې، کرنیزې ځمکې یې تر اوبو لاندې شوې، پلونه، پلچکونه او سړکونه ویجاړ شول او هېوادوال ته د تګ راتګ پرمهال له ستونزو سره مخ شول. خو اسلامي امارت پر خپل وخت سېلاب ځپلو ولسونو ته د مرستې لاس ورکړ. محترم ملا عبدالغني برادر اخوند زیاته کړه، موږ پر دغه رامنځته شوې غمیزه خپله خواشیني څرګندوو. اسلامي امارت له تاسو درنو او پتمنو هېوادوالو سره په دې ستر غم کې ځان شریک بولي. محترم حاجي ملا صاحب مخکې یاد ولایت ته لسګونه ټنه خوراکي توکي، درمل او البسه لېږلي وو او پر دې سربېره یې اوس د دغه ولایت له زیانمنو شویو هېوادوالو سره لسګونه میلیونه افغانۍ نقدي مرسته هم وکړه. د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د غور ولایت ولسونو ته وویل: « ټولو امارتي مسوولینو ته مو لارښوونه کړې ده، چې مرستې راټولې او په شفاف ډول یې پر مستحقو زیانمنو هېوادوالو ووېشي او په دغه برخه کې مو یو فوق العاده کمېټه هم ګمارلې ده، چې هغه شپه او ورځ لګیا دي کار کوي د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال يادې غونډې ته د خپلو خبرو پر مهال وویل، له ټولو هغو هېوادوالو څخه چې له سېلاب ځپلو سره یې د خپل وس مطابق کمک کړی دی، مننه کوو او د الله تعالی له دربار څخه ورته اجرونه غواړو. په پای کې محترم حاجي ملا صاحب د غور ولسونو ته ډاډ ورکړ، چې اسلامي امارت مو تر هغه وخته پورې لاسنیوی کوي چې شته ستونزې مو حل او ژوند مو عادي حالت ته را وګرځي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۰:۲۵
Background image

په کابل ښار کې د درېیو سوداګریزو مارکېټونو د جوړولو طرحې د تایید وړ وبلل شوې

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د جوزا میاشتې په دوهمه  نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.  دې غونډې ته د کابل ښار  په لومړۍ ناحیه کې د مالیې وزارت پر ځمکه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲ - ۱۵:۵۳
Background image

تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۴.۲ میلیارده افغانیو په لګښت ۱۵ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه نن شنبه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د جوزا میاشتې په دوهمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره. . .

جمعه ۱۴۰۵/۳/۱ - ۱۸:۴۲
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د ازبیکستان د اوسپنې پټلۍ ادارې له عمومي رییس سره وکتل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن پنجشنبه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د ثور میاشتې په ۳۱مه نېټه په بلخ ولایت کې د ازبیکستان هېواد د اوسپنې پټلۍ ادارې له عمومي. . .

BACK TO NEWS