د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال په غور کې د سېلاب ځپلو لپاره د ښارګوټي د جوړېدو د بنسټ ډبره کېښوده

dpmea_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۳/۲۸ - ۱۱:۳۵
Final 4

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د روان لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۲۷مه نېټه په غور ولایت کې د ۲۰۰ سېلاب ځپلو کورنیو لپاره د یوه هستوګنیز ښارګوټي د جوړېدو د بنسټ ډبره کېښوده.   د دغه ښارګوټي جوړېدو چارو د پرانېستې په مراسمو کې محترم ملا عبدالغني برادر اخوند وویل، اسلامي امارت تل د هېوادوالو د ستونزو د حل په فکر کې دی او دوی ته په هره برخه کې د ښو خدماتو د وړاندې کولو لپاره هڅې کوي، چې ښه بېلګه یې د دې ښارګوټي د عملي چارو پیل دی.  د ښارګوټي په ساختماني پلان کې د ۲۰۰ هستوګنیزو کورونو سربېره مسجد، روغتیايي مرکز، ښوونځی، مدرسه، د اوبو رسولو شبکه او برېښنا شامل دي چې د اسلامي امارت له لوري رغول کېږي. د یادونې وړه ده، چې د ښارګوټي له تکمیلېدو سره سم به هرې سېلاب ځپلې کورنۍ ته یو هستوګنیز کور په واک کې ورکړل شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۰:۲۵
Background image

په کابل ښار کې د درېیو سوداګریزو مارکېټونو د جوړولو طرحې د تایید وړ وبلل شوې

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د جوزا میاشتې په دوهمه  نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.  دې غونډې ته د کابل ښار  په لومړۍ ناحیه کې د مالیې وزارت پر ځمکه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲ - ۱۵:۵۳
Background image

تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۴.۲ میلیارده افغانیو په لګښت ۱۵ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه نن شنبه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د جوزا میاشتې په دوهمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره. . .

جمعه ۱۴۰۵/۳/۱ - ۱۸:۴۲
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د ازبیکستان د اوسپنې پټلۍ ادارې له عمومي رییس سره وکتل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن پنجشنبه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د ثور میاشتې په ۳۱مه نېټه په بلخ ولایت کې د ازبیکستان هېواد د اوسپنې پټلۍ ادارې له عمومي. . .

BACK TO NEWS