د جنوبي افریقا یوشمېر پانګوالو، علماوو او د روغتیا برخې متخصصینو د ریاست الوزراء له اقتصادي مرستیال سره وکتل

dpmea_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۴ - ۱۵:۵۲
WhatsApp Image 2024-06-24 at 15.22.47_f5f907ee

د جنوبي افریقا یوشمېر پانګوالو، علماوو او د روغتیا برخې متخصصینو د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د سرطان میاشتې په څلورمه نېټه د ریاست‌الوزراء له اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند سره وکتل. د دغه لیدنې پر مهال د جنوبي افریقا پانګوالو په افغانستان کې د پانګونې په برخه کې له رامنځته شوو فرصتونو څخه په استفادې د کانونو په سکټور کې پانګونې ته لېوالتیا وښوده او زیاته یې کړه، چې دوی به د پرمختللې ټکنالوژۍ په مرسته کانونه استخراج او پروسس کړي. همدا راز د دغه هېواد د روغتیا برخې متخصصینو وویل، دوی د افغانستان له عامې روغتیا وزارت سره په همغږۍ غواړي چې په افغانستان کې د روغتیا سکټور د ملاتړ په موخه یو معیاري او مجهز روغتون جوړ کړي، څو افغانانو ته په ښه ډول روغتیايي خدمتونه وړاندې شي.  ورپسې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د جنوبي افریقا پانګوالو، علماوو او د روغتیا برخې متخصصینو ته د هر ډول همکارۍ او ملاتړ ډاډ ورکړ او ویې ویل، چې اوسمهال په افغانستان کې د پانګونې لپاره ښه زمینه برابره شوې او ټول کورني او بهرني پانګوال کولای شي له دې فرصت څخه استفاده وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۰:۳۷
Background image

د پانګونې بین الوزارتي کمېټې غونډه جوړه شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په ۲۸مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.
غونډې ته د خصوصي سکتور له لوري د فاسفیټ، مس او جستو د اکتشاف، کیندنې او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۲۴
Background image

په هېواد کې د توکو د نرخونو او کیفیت پر کنټرول ټینګار وشو

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون ځانګړې غونډه نن (سه‌شنبه)، د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په ۲۸مه نېټه، په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۱۱
Background image

د اړمنو هېوادوالو د لاسنیوي ځانګړې اوونۍ ونمانځل شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (یکشنبه)، د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په ۲۶مه نېټه، د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري د اړمنو هېوادوالو د لاسنیوي په موخه. . .

BACK TO NEWS