محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د قطر هېواد د بشري مرستو له مسوول سره وکتل

dpmea_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۷ - ۱۴:۲۰
WhatsApp Image 2024-05-16 at 09.34.37_62e63752

د رياست الوزراء اقتصادي مرستيال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د روان لمريز کال د ثور مياشتې په ۲۶مه نېټه د قطر هېواد د بشري مرستو له  مسوول مشعل الهاجري سره د بغلان ولايت په برکه ولسوالۍ کې وکتل. ددغه ليدنې پر مهال د افغاني سرې مياشتې ټولنې مرستيال الحاج ملا نور الدين ترابي او د اقتصاد وزارت مرستیال مولوي محمد عالم جمیل هم حضور درلود. محترم ملا صاحب د بغلان له سېلاب ځپلو سره د قطر هېواد له بشري مرستو مننه وکړه او زياته يې کړه، چې دا ډول همکارۍ د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې لا پراخې او پياوړې کوي. د بشري مرستو لپاره د قطر هېواد مسوول د وروستيو سېلابونو له امله له زيانمنو شويو افغانانو سره خواخوږي څرګنده کړه او ویې ويل، چې دوى د ښه نيت له مخې خپلې مرستې افغانستان ته را استولې، چې تر يوه حده به د اړمنو افغانانو ستونزې پرې حل شي. نوموړي د قطر او افغانستان اړيکو ته په اشارې سره وويل، دواړه هېوادونه اوسمهال پياوړې سياسي ـ اقتصادي اړيکې لري او په کار ده چې په بېلابېلو برخو کې د دواړو هېوادونو اړيکې پراخې شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۰:۳۷
Background image

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه ترسره شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ کال د اسد میاشتې په ۱۳مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د کندز ولایت په ابدان دښته کې د ۳۰۰۰ واحده استوګنیز ښارګوټي د جوړولو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۴:۴۲
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نورستان ولایت ته سفر وکړ

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (دوشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په ۱۲مه نېټه نورستان ولایت ته سفر وکړ او په دغه ولایت کې يې د وروستیو سیلابونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۸:۸
Background image

د تراکتورونو او کرنیزو ماشینونو د مونتاژ او تدریجي تولید طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه  نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د خصوصي سکټور له لوري په هېواد کې د تراکتورونو او کرنیزو. . .

BACK TO NEWS