محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د قطر د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال سره وکتل

dpmea_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۳/۳ - ۱۴:۳۴
5U2A9362.jpg

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په درېیمه نېټه په خپل کاري دفتر کې د قطر د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال محمد بن عبدالعزیز الخلیفي سره وکتل. د دغه لیدنې پر مهال د دواړو لورو ترمنځ پر سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو خبرې وشوې. د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال په مختلفو برخو کې له افغانستان سره د قطر هېواد له همکاریو مننه وکړه او وویل پکار ده، چې دا اړیکې لا پراخې او پياوړې شي. محترم ملا صاحب زیاته کړه، اوسمهال په افغانستان کې د پانګونې بې شمېره فرصتونه رامنځته شوي او قطري پانګوال کولای شي دلته په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي. د محترم ملا صاحب په خبره، اسلامي امارت بهرنیو پانګوالو ته اړینې اسانتیاوې برابر کړې دي او بشپړ ملاتړ یې کوي.  د قطر د بهرنیو چارو وزارت مرستیال د خپلو خبرو پر مهال وویل، دوی به د دغه هېواد پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته وهڅوي او په همدې موخه به په نږدې راتلونکي کې د قطر هېواد پانګوال کابل ته راشي.  محمد بن عبدالعزیز الخلیفي زیاته کړه، دوی د قطر له نړیوالو هوايي شرکتونو سره له نږدې کار کوي، څو د یو منظم میکانیزم له مخې خپلې الوتنې افغانستان ته پيل او د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې لا پياوړې شي. نوموړي په دوحه کې د افغانستان په اړه د ځانګړو استازیو په درېیمه غونډه کې د اسلامي امارت د استازي د ګډون غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه، قطر لېواله دی چې د اسلامي امارت د استازي په شتون کې به د دوحې درېیمه غونډه یوې معلومې پایلې ته ورسېږي. نوموړي زیاته کړه، د اسلامي امارت له استازي پرته دا ډول غونډې بې پایلې دي او په دې اړه یې ملګرو ملتونو ته هم خپل دریځ واضح کړی. د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال وویل، اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره پراخې سیاسي – اقتصادي اړیکې غواړي او د همدغه سیاست په غوره کولو سره دوه اړخیز تعامل ته را وړاندې شوی دی. محترم ملا صاحب ټینګار وکړ چې د اسلامي امارت له استازي پرته د افغانستان په اړه نړیوالې جوړېدونکې غونډې کومې پایلې ته نشي رسېدلی نو پکار ده، چې په دې ډول غونډو کې د اسلامي امارت دریځ ته درناوی او خبره یې واورېدل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۱۱
Background image

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې غونډه جوړه شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ کال د تلې میاشتې په ۱۴مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان کې د ښاروالۍ اړوند پر ځمکه د سوداګریز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۶:۵۶
Background image

تدارکاتو کمېسیون د څه باندې اووه میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۶ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه، نن (چهارشنبه) د ۱۴۰۵ کال د میزان په ۱۵مه نېټه، په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۲:۲۰
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د امام ابوحنیفه (رح) پنځم عمومي او نړیوال نندارتون پرانیست

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند، نن (چهارشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د تلې میاشتې په ۱۵مه نېټه، په کابل کې د افغانستان نړیوال نندارتون مرکز کې د امام ابوحنیفه. . .

BACK TO NEWS